Post Image

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سه‌شنبې په ورځ د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل هرکلی وکړ او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې د دایمي اوربند او سیاسي جوړجاړي په لټه کې شي.

په یاد پرېکړه‌لیک کې دغه راز د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت په افغانستان کې تر راتلونکي سپټمبر پورې وغځول شو. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د اعتماد فضاء رامنځته کړي او تاوتریخوالی دې کم کړي.

یادې شورا دغه راز د سولې په مذاکراتو کې د ځوانانو او ښځو د ګډون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي، ټولنیزې، سیاسي لاسته راوړنې باید وساتل شي، د ښځو، ماشومانو او لږکیو حقونه باید خوندي وساتل شي.

شورا ویلي، چې د اړتیا په وخت کې به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ملاټر هم وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت او د طالبانو د اسلامي تحريک ترمنځ پرانیست‌غونډه د بهرنیو هېوادونو استازو، افغان حکومت مذاکراتي ټیم او د وسله‌والو طالبانو مرکچې ټیم ترمنځ په دوحه کې د سنبلې په ۲۲ ترسره شوه.

د مالوماتو له مخې له پرانستغونډې وروسته د دواړو لورو تخنیکي ټيمونو درې وارې د اصول، اجنډا او نوورو لومړنیو جزیاتو باندې خبرې کړي او په ځینو جزیاتو باندې هوکړې ته رسېدلي دي.

تازه تېره ورځ د دواړو ټیمونو له خوا یوه ګډه اعلامیه خپره شوه، چې پکې د دواړو پلاوو مشرانو خپلې ویناوې واورولې او د خبرو پر مهال یې د زغم سپارښتنه وکړه.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب