Post Image

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، د راتلونکو ۱۲ میاشتو په موده کې به نږدې یو میلیون افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي، چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د څلورو ادارو، خوراکي موادو او کرنې نړیوال سازمان، یونیسف، د خوراک نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوالې ټولنې له‌خوا ګډ چمتو شوی، په‌کې د افغانستان وضعیت هم بوږنونکی بلل شوی دی.
په راپور کې راغلي، د خوارځواکي ماشومانو کچه د سیمې نورو هېوادونو پرتله په افغانستان کې دوه برابره لوړه ده او په دې هېواد کې له هرو لسو ماشومانو پنځه هغه یې د اوږد مهاله ناوړه تغذیې نښې لري: 
« د کوېډ ۱۹ ناروغۍ سربېره د دې هېواد روانه اوږده جګړه، طبیعي پېښې، د خلکو بېوزلي او ماشومانو ته کمه پاملرنه نور هغه لاملونه بلل کېږي چې خوارځواکي یې ډېره کړي.»
ملګرو ملتونو په یاد راپور کې خبرداری ورکړی، چې د کوېډ ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغېزو له کبله به د نړۍ په یو شمېر برخو کې نږدې دوه ميلیارده خلک له خوارځواکۍ او د خوړو له کمښت سره مخ شي.
راپور زیاتوي چې په اسیا کې د میوو، ترکاریو، لبنیاتو او نورو خوراکي توکو بیو لوړېدو له کبله د بېوزله خلکو لپاره سمو او د اړتیا وړ خوړو ته لاسرسی نږدې ناشونی شوی دی.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب