Post Image

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د هلمند د خلکو استازي وایي، وسله‌وال طالبان په واشېر، باغران، سنګین، نوزاد او دیشو ولسوالیو کې د نشه‌یي توکو د پروسس نږدې ۲۰۰ لابراتوارونه لري.
دغه لابراتوارونه په خورا عادي ډول جوړ شوي، چې له کلونو کلونو فعاليت کوي، خو ډېری يې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري وخت ناوخت له منځه وړل شوي دي.
د هلمند د استازو په وینا، وسله‌وال طالبان په دغو لابراتوارونو کې له تریاکو څخه خام مواد باسي او وچ مواد ترې راټولوي، چې چاینک بلل کېږي او همدا راز له تریاکو څخه کرسټال او هیرویین هم جوړوي، چې بیا یې د بهرامچې له لارې پاکستان ته قاچاق کوي. 
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان افغانیې ته وویل، طالبان په بهرامچه کې چې له پاکستان سره په کرښه پرته ده، د نشه‌یي توکو څخه په هره کیلو کې له ۵۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانیو ټکس اخلي:
« دوی دلته په نشه‌یي توکو سربېره ان د وسلو او مهماتو ډيپوګانې هم لري، چې د سیمې استخبارتو او پاکستان له‌خوا يې ملاتړ کېږي.»
بهرامچه؛ د طالبانو د نشه‌یي توکو، وسلو او ډبرو د قاچاق تر ګردو لوی مرکز
بهرامچه د هلمند په جنوب کې د پاكستان سره پر کرښه پرته سیمه ده، چې مشترک خط ۱۶۳ كيلومټره ته رسيږي. دغه سیمه د طالبانو، مافيا او سيمې د قاچاقبرو د نشه‌يي توکو د قاچاق لوی مرکز بلل کېږي.
د ښاغلي افغان په وينا، طالبان په لابراتوارونو کې د نشه‌یي توکو تر جوړولو او پروسس وروسته د پاکستاني قاچاقبرو په همکارۍ د بهرامچې له لارې پاکستان ته انتقالوي. ترڅنګ یې له پاکستان څخه وخت ناوخت او د اړتیا پرمهال اورپکي او وسلې هم را انتقالوي.

په ورته مهال طالبان په دیشو ولسوالۍ کې د رخام ډبرو کان هم په خپل‌سري ډول د پاکستاني انجیرانو په مرسته توږي او پاکستان ته یې قاچاق کوي. د افغانیې د تېر راپور له مخې چې ۱۳۹۹ کال د اسد په ۸مه خپور شوی و، ښيي:
«طالبان د رخام ډبره په ډېره ارزانه بیه په پاکستان پلوري. په ورځني ډول له۶۰ تر۷۰ لارۍ پاکستان ته قاچاق کېږي، چې له هر موټر شاوخوا ۵۰۰ ډالر اخلي. په ټوليز ډول طالبان په ورځني ډول شاوخوا ۳۵ زره ډالر عواید له دې درکه ترلاسه کوي.»
د مالوماتو له مخې، طالبان خپل ۶۰ سلنه عایدات له همدې کانونو ترلاسه کوي او پاتې نور یې له خلکو څخه د برېښنا د بېلونو، د نشه‌يي ‌توکو د کاربار او باج له لارې پیدا کوي.
د ځايي مالوماتو له مخې، طالبان په بهرامچه کې کې د وسلو تر ګردو لويې زېرمې لري او ان يو مهال يې په دې سيمه کې د وسلو  د توليد په اړه هم راپورونه خپاره شول. په طالبانو تور دی، چې ټول افغانستان ته له دې لارې د وسلو لېږد، قاچاق، پېر او پلور کوي.
د هلمند ولایتي شورا وکیل عبدالمجید اخندزاده هم د طالبانو د لابراتوارونو پراخه موجوديت مني او زیاتوي، چې د هلمند له ۱۳ ولسوالیو څخه ۱۰ هغه یې طالبانو سره دي، چې په‌کې د نشه‌یي توکو ډیپوګانې لري او جلب جذب کوي.  
ځايي اوسېدونکي وايي، طالبانو د سيمې له مافيا سره لاس يو کړی، هڅه کوي، چې د نشه‌يي توکو د کاربار له لارې عوايد راټول کړي، ان دوی ډېری وخت بزګران هڅوي چې د کوکنارو کښت ته مخه کړي، ځکه د دوی کاربار د نشه‌يي توکو په تله ولاړ دی.
د مالوماتو پر بنسټ، طالبانو د دوحې تړون له مخې له افغان حکومت سره ترټولو ډېرې چنې د هغو قاچاقبرو پر سر ووهلې، چې له افغان حکومت سره زندانيان وو. دوی په ۵۵۰۰ ازادو شويو زندانيانو کې د نشه‌يي توکو ډېری لوی قاچاقبر هم خوشې او خوندي ځايونو ته انتقال کړل. دا هغه کسان و، چې  د جګړې لويه برخه يې ور حمايه کوله.
د هلمند امنيتي مسوولين که څه هم په هلمند کې د نشه‌يي توکو د لابراتوارونو په اړه کره مالومات نه‌لري، خو وايي، د اورپکو تر کنټرول لاندې ډېری سيمو کې د نشه‌يي توکو د پروسس مرکزونه فعال دي، چې په مستقيم ډول د طالبانو تر سيوري لاندې او له هغوی سره په ګډه کار کوي، د عوايدو لويه برخه يې د اورپکو جيبونو ته ځي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب