Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بين‌الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په موخه به ډېر ژر د بنديانو د تبادلې پروسه بشپړه شي.

نوموړي زياته کړې چې ډېر ژر به پنځه زره طالب زندانیان له بنده خوشې شي.

ولسمشر نن د سام په غونډه کې ګډونوالو ته وویل، تمه لري چې د راتلونکې اوونۍ په جریان کې وسله‌وال طالبان د بین الافغاني خبرو پیل لپاره حکومت سره خبرو ته چمتو شي:

« اختر ښه فرصت دی چې وسله‌وال طالبان تاوتریخوالی کم کړي او بین افغاني خبرو لپاره حکومت سره په یو مېز کېني تر څو  یو تل پاتي اوربند په هېواد کې وشي

ښاغلي غني زیاته کړه، وسله والو طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته تاوتریخوالی زیات کړی چې په کې یې ۱۷۰۸ نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې په کې ۳۶۰ وژل شوي، ۷۸۱ ټپیان شوي او نور یې اختطاف شوي او یا هم لا درک دي:

« طالبانو په یاد موده کې ۳۷۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده او داسې شواهد نه شته چې وسله والو طالبانو له ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې کې نه دي پرېکړې وي

نوموړي د فساد په اړه وویل، د فساد ټولې دوسيې به د نړیوالو په شتون کې وڅېړل شي او هر هغه چا چې فساد کړی هر څوک چې وي هر چېرې چې وي دنده به یې تعليق شي او د زیاتو څېړنو لپاره به لوی څارنوالې ته معرفي شي:

« وسله وال طالبان بانو سره د خبرو یو عمده برخه به له فساد سره د مبارزې په موضوع وي له شک پر ته دوي هم په فساد، نشه‌يي توکو قاچاق او جنايي جرمونو کې ښکېل دي

ولسمشر په دې ناسته کې زیاته کړه چې له ټولو ادارو سره د حساب ورکولو لړۍ داوم لري او هېڅوک ترېنه استثنا نه دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب