Post Image

(ژوند وکړئ، ژوند ارزښتمن دی) ددې شعار ويونکی يو جاپانی ډاکټر د خلکو  په ژوند مين او عاطفي انسان ډاکټر تېتسو ناکامورا يا کاکا مراد دی. چې ټيک يوکال د مخه په همدې ورځ په ننګرهار کې ووژل شو. دغه جاپاني ډاکټر د افغانستان د ابادۍ او د خلکو د پرمختګ ليونی مينوال و، هغومره مينوال، چې همدلته يې بلاخره ددې ولس د خير ښېګڼې او هوساينې لپاره ساه ورکړه. 
افغانستان ته د خدمت لپاره ګڼ خلک راغلي، خو د انساني همدردۍ له مخې به د ډاکټر ناکامورا په شان بيخي کم او يا هم هېڅ نه وي راغلي.
ناکامورا کرنه او اوبه د افغان وګړو د ژوند او ژواک د بسيا کېدو لپاره اساسي عناصر بلل، ځکه خو يې هروخت دا خبره کوله، توپونه او وسلې د خلکو ستونزې نه حل کوي، د کرنې په پښو درول د افغانستان د بیارغونې بنسټ دی او د ژوند د پيل راز به يې په همدې کې نغښتی وي.
د مالوماتو له مخې، تيتسو ناکامورا په۱۹۴۶ميلادي کال په جاپان کې وزيږېد. د طب په برخه کې يې زده‌کړې وکړې، په ۱۹۸۴ کال کې پاکستان ته لاړ، تر څو د پيس ناروغانو درملنه وکړي. 
په ۱۹۸۶ کال کې افغانستان  ته لاړ او د ختيځ په يوه لرې پراته کلي کې يې يو کلينک او يو نادولتي بنسټ د جاپان د سولې روغتيا خدمتونو( پي ام اس) را منځ‌ته کړ. وروسته يې ورو ورو د روغتيايي مرکزونو شمېر زيات کړ.
کله چې ډاکټر ناکامورا وکتل، ډېری وخت خلک د ناپاکو اوبو څښلو او استفادې له امله  په ډول ډول ناروغيو ځانګړي ډول (کلرا) اخته کېږي، نو يې د څاګانو جوړولو چارې پيل کړې، په کليوالو سيمو کې يې دې لوی خدمت ته ملا ماته کړه.
ناکامورا په جاپان کې يو هستمن، له سوکاليو ډک او له ټک ټوپک امن ژوند پرېښود او د افغان ولس د ښېرازۍ خوب يې وليد، د افغانستان لپاره يې د اقتصادي، کرنیزو او د اوبو د مدیریت په برخه کې پرې مانه مرستې جلب کړې، خو افغانستان ورته په بدل کې مرګ ورکړ.
ډاکټر ناکامورا خپل ژوند او کار د افغانستان او پاکستان کرښې ته څېرمه سیمو کې د کډوالو لپاره د اسانتيا په موخه پيل کړ، دا نو په لومړي سر کې روغتيايي خدمتونه او يا هم په هغه پورې تړلې چارې وې، خو په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې چې کله د ختيځ ننګرهار ډېری غرنۍ سيمې وچکالۍ لاندې کړې او ګڼ خلک د اوبو له کمښت، خوارځواکۍ او ګڼو نورو ستونزو سره مخ شول، همدا لامل شو، چې تېتسو ناکامورا ملا وتړله او ويې ويل:
«د اوبو یو کانال رامنځ‌ته کول به له زرو ډاکټرانو غوره کار ورکړي.»
ناکامورا د PMS په نامه د جاپان په مرسته د چلېدونکې موسسې مشر و، خو دده خویونه د شتمنو او مشرانو په شان نه و، بلکې دی به له بېل او کلنګ سره په پوله، پټي، ویاله، باغ او بل هرځای کې له بزګرانو او کاریګرو سره یوځای ولاړ وو، مټې به يې بډوهلې وې د کار سترګې يې نه پټولې.
افغانستان حاصل‌خېز او کرڼيز وطن دی، خو د پرېمانه اوبو نه مهار او د کرنيز سکټور نه مديريت يې اساسي ستونزې نه دي، چې واکمنو ورته پام نه دی کړی. په افغانستان کې بېکاري په‌کې خپل اوج کې ده، فقر او  لوږه خو د يادولو نه دي، نو په داسې حالاتو کې د داسې يو سر سپارلي او خدايي خدمتګار راتګ ريښتيا چې يو لوی کار دی.
تېتسو ناکامورا د ننګرهار ولایت د ښېوې په ولسوالۍ کې د مرواريد اوبو د کانال چارې پیل کړې او تر ۲۰۱۶ميلادي کال پورې يې اته نور کانالونه هم ورغول. ددې ترڅنګ د ګمبیري ډاګ او د ښېوې ولسوالۍ د اړوند سيمو لپاره یو نسبتاً لوی کانال د کونړ له سینده رابېل کړ، چې سلګونه هکټاره دښتې یې پرې خړوب کړي. یو لوی پارک یې جوړ کړ، په کامه او د کونړ د سېند بلې غاړې ته يې هم ګڼې ځمکې زرغونې او زياتې نورې ځمکې يې د سېند له خوراک او ويجاړۍ وژغورلې. په ځينو ځايونو کې يې لوی سړبندونه جوړ کړل.
تر ده وړاندې دا پروژه يوه بل جاپاني انجنير ايتو روانه کړې وه. له سره هم د ابادۍ او زغون ننګرهار دښمنانو خوب ورک و، دوی هڅې کولې، چې مخه يې ونيسي، نو ځکه خو يې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې ايتو د طالبانو له خوا تر تښتول کېدو وروسته ووژل شو. د ايتو تر مرګ وروسته ډاکټر ناکامورا  په مطلق ډول دې برخې ته را واوښت او د هغه د نابشپړ شوي فصل او کار د تمامولو لپاره يې شپه او ورځ په ځان يوه کړه، خو له بده مرغه چې دا ارمان يې له ځان سره يووړ.
ناکامورا يو کس نه بلکې يوفکري هڅه وه، چې د افغانستان د ابادۍ او سوکالۍ خوبونه ور سره نغښتي و، ځکه چې د سیندونو په مهارولو، د دښتو په شنه او حاصلخېزه کولو، د کرنې په معياري کولو، د خلکو د خېټو په مړولو او له ننګرهار څخه د غلو دانو او سبو د کندو جوړول کې يې مټې بډوهلې وې. له سره ناکامورا (کاکا مراد) ته ګواښونه موجود و، د ځمکو مافيا او له هېواد د باندې د افغانستان د ابادۍ دښمنانو دا څه نه شوای زغملای، خو بيا هم ده خپل کار ته تر وروستۍ ورځې دوام ورکړ.
ان په ۲۰۱۴ کې ده يوځل جاپان ټايمز ورځپاڼې ته ويلي و، چې د ځان د خوندي ساتلو لپاره له بېلابېلو لارو تېريږي، ياني له وړاندې ده ته ګواښ موجود وو او دی هم له دې څه وېرېدلو، خو د  ناکامورا په وينا ښه احتياطي ګام هغه دی، چې له هرچا سره ملګريا وشي او هغوی را خپل شي. ده ويلي و، هڅه کوم، چې د ځان لپاره هېڅ دښمن پيدا نه‌کړم.
په ۲۰۰۳ کال کې تېتسو ناکامورا د رامون مګسېسه جايزې ګټونکی شو، چې د اسيا مشهوره جايزه بلل کېږي. ددې ترڅنګ د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړل شوی و. ناکامورا يا کاکامراد بې شمېره  خلک د ژوند له اسانتياوو سره بلد کړل، هغومره خدمت يې وکړ، چې بيخي کمساری بلل کېږي.
د جاپان لومړی وزیر شینزو آبې د ناکامورا په نوم د ورکول کېدونکي مډال په جوړو شوو مراسمو کې وويل: ناکامورا د جاپان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو او پراخو ولسي خدمتونو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
 د هندوستان حکومت جاپاني‌والاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا ته د هغه له مرګ وروسته په افغانستان کې د بشر دوستانه فعالیتونو او خيريه کارونو د درناوي په هدف لوړ ملکي (پادما‌شري) مډال ورکړ.
افغانستان داسې ناکامورا ګانو ته اړتيا لري، چې پرته له کوم تکلف او ځان لوړ ګڼلو ددې وطن دښتې ښېرازې کړي، دا وږی او فقير ولس په ګېډه موړ کړي، کندوان يې له غلو او دانو ډک کړي. داسې يو حرکت افغانستان له جګړې او بدبختۍ ژغورلای شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب