Post Image

افغانیې ته رسیدلي مالومات ښیي، په افغانستان کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ۵۰ جرېبه معلومه ځمکه او زرګونه جریبه نامعلومه ځمګه چې میلیاردونه افغانۍ ارزښت لري په بېل بېلو ولایتونو کې غصب شوې ده.

اطلاعات او فرهنګ وزارت ته تر اوسه پورې د خپل ټول ملکيت مالومات نه‌شته چې چېرت او د چا له لوري غصب شوی دی، خو مسوولين وايي، پر يوه پلان کار کوي، چې د هېواد په هر ګوټ کې د خپل ملکيت تثبيت وکړي او اجارې يې راټولې کړي.

 په ورته وخت کې مالومات ښیي، بېلابېل ارګانونه د اجارې نه ورکولو له درکه هم له یاد وزارت څخه په لسګونه میلیونه افغانۍ پوروړي دي، خو دغه وزارت ته د خپلو اجارو کره ارقامو مالومات هم نه‌شته.

 د شته مالوماتو پربنسټ، د یاد وزارت ۵۰جریبه ځمکه په ۱۳ولایتونو کې غصب شوې، چې ډېری ځمکې په کابل کې د ښاروالۍ له لورې په مختلفو ناحیو کې نیول شوې او دوسیې يې د دولت د قضيو په ریاست کې ترڅېړنو لاندې دي.

د یاد وزارت معین شیوای شرق افغانیې ته د ځمکو د غصب موضوع مني او وايي، زموږ ځمکې په تخار ولایت کې د سره میاشت له خوا، په بلخ کې د یو مارکیټ او دوکانونو لپاره، په فاریاب کې د قومندان شرف‌الدین بیګ له خوا د یوه رهایشي تعمیر لپاره، په غور کې د محمد عیسی له خوا ، په پروان کې د جلب او جذب اردو له خوا، په کونړ کې د معلولینو اتحادې او عامې روغتیا وزارت له خوا نیول شوې دي، چې د ټولو دوسیې په عدلي او قضایي ارګانونو کې تر څیړنو لاندې دي.

ښاغلي شرق د خبرو په دوام وویل، په ګڼو ولايتونو کې ځينو مشهورو کسانو هم د اطلاعات او فرهنګ وزارت په ملکيتونو خېټې اچولې، شخصي ابادۍ يې پرې کړې دي.

د یاد وزارت مالي او اداري معینې مژګان مصطفوي وویل، چې پر یادو ځمکو سربیره اطلاعات و فرهنګ وزارت خپلې یو شمېر ځمکې ځينو سکټورونو ته په اجاره ورکړې، چې له دې درکه یاد ارګانونه او بنسټونه په لسګونه میلیون ډالر پوروړي دي: « له دوی څخه تر ټولو زیات پور د کابل سرینا هوټل دی، چې ۱۰۱ میلیون افغانۍ پوړوی دی او په همدې توګه نور هوټلونه او ځایونه هم شته چې له کلونو راهیسې یې خپل پورونه نه دي ورکړي

اغلي مصطفوي زياته کړه، په دې اړه کار دوام لري او له دوی څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې خپل پورونه تادیه کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

بل لورته د یاد وزارت معین ښاغلی شرق په نږدې وختونو کې د املاکو د غضب او پوروړو د کره اما او لستونو چمتو کولو وروسته د پوروړو او غاصبینو د نوم‌لړ خپرول خبر هم ورکوي.

د وسله‌والو طالبانو تر واکمنۍ وروسته  په افغانستان کې د ځمکو غضب د دولت پروړاندې له جدي ننګونو څخه بلل کیږي، چې  دولتي چارواکي، قومندانان، جهادي مشران، زورواکان او د پارلمان وکیلان د غصب له اصلي لاملونه دي، چې د شته راپورونو پر بنسټ یوازې په کابل کې له ۸۵زره جریبه زیاتې دولتي ځمکې غصب شوي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب