Post Image

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له لوري یو بلنلیک خپور شوی، چې په کې ويل شوي، د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه به په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه ترسره شي.
په دغه بلنلیک کې د افغان حکومت او ملي مصالحې شورا دوه دوه غړي، د سیاسي مشرانو۷ غړي او د طالبانو ۵ غړي بلل شوي دي.
ښاغلي کابلوف ویلي، په دغه غونډه کې به د جګړې ښکېلو غاړو سربېره د امریکا، پاکستان، روسیې او چین استازي هم ګډون ولري.
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي، د ملي مصاحلې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته د مسکو په جوړېدونکي کنفرانس کې بلنه ورکړل شوې ده. همدارنګه نور سیاسي او طالب مشران هم دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.
ارګ بیا تر دې دمه په یاده غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په اړه څه نه‌دي ویلي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب