Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې په غونډه کې د تاريخ اوونۍ لمانځنې نوښت وستايه او د رامنځته کوونکو بنسټونو څخه يې مننه وکړه، چې دا نوښت يې کړی، خپل مورخين يې لمانځلي دي.
تاريخ اوونۍ د دويم کال لپاره يوځل بيا د انسان څېړنيزې موسسې په نوښت، د اطلاعات اوفرهنګ وزارت، ملي موزيم، د افغانستان د مطالعاتو امريکايي انيستيتيوت او محمدحسن کاکړ بنسټ له لوري د روانې جنورۍ مياشتې له څلورمې تر نهمې نېټې پورې لمانځل کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني وويل، تاريخ اوونۍ داسې  مهال لمانځل کېږي، چې د دوو نامتو تاريخ ليکوالو علامه فیض محمد کاتب هزاره او محمد حسن کاکړ له تلین سره برابر ده، چې په‌کې به دوی له اثارو او میراثونو یادونه کیږي.
ولسمشر له خپلو فرهنګي همکارانو وغوښتل، چې په نوي ۱۴۰۰کال کې دې په تاریخ اوونۍ کې د تاریخ‌لیکونکو او ځانګړو شخصیتونو د لیدلوري مطرحه کولو لپاره ځانګړي مراسم ترتیب کړي.
ولسمشر همداراز څرګنده کړه، چې د تاریخ اوونۍ په پای غونډه کې به وینا کوي، هغه بنسټونه او مورخين چې دا ابتکار يې کړی، له هغوی سره به ليدنه کوي.
ښاغلي غني وویل، د اسلامي تاریخ ۱۵م پير را روان دی او اړتیا ده، چې امام بخاري او امام ترمذي په ګډه د افغانستان او اوزبیکستان له خوا ولمانځل شي:
 د خان غفارخان او علي شیرنوایي تلینونه هم شته چې د ټولو مناسبتونو لپاره دې ورته ګډ او منسجم مراسم په پام کې ونیول شي.
د انسان څېړنيزې مووسسې له لوري ډيزاين شوې تاريخ اوونۍ پروګرام په لاندې موخو راڅرخېږي، چې بحثونه، ویناوې، کتنې، سفرونه، خپرونې او نور اړوند فعالیتونه به په‌کې شامل وي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب