Post Image

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دېبورا لاینز وایي، د افغان سولې بهیر اوږدمهاله دی او په دې اړه باید له لاسته راغلي فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
اغلې لاینز دغه څرګندونې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوو غړو سره په لیدنې کې کړې دي. هغې ویلي، ملګري ملتونه به په منظم ډول د افغان سولې په بهیر کې حضور ولري، څو ټولې چارې له نژدې وویني او له پرمختګونو او چټکوالي په تړاو یې ډاډ ترلاسه کړي.
د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو دغې استازې په دوحه کې د طالبانو تحریک له پلاوي سره هم لیده کاته کړي دي.
دا لیدنې په داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې د مارچ په ۱۸مه مسکو کې د افغان سولې په تړاو یوه غونډه ترسره شي، چې په‌کې به د افغان مشرانو او سیاسیونو په ګډون د طالبانو پنځه غړي هم ګډون وکړي.
اوس تازه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د روانې مارچ میاشت په ۲۷مه ڼېټه به د افغان سولې یوه لویه غونډه په ترکیه کې جوړه شي، هغه غونډه چې د افغان حکومت مشرانو ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر په استول شوي لیک کې یې د جوړېدو غوښتنه شوې وه.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب