Post Image

د افغانستان او ايران بهرنيو چارو وزيرانو پرون ټلېفوني خبرې کړې او د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف د دافغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو اسلامي امارت د خبرو د پیلېدو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، جواد ظريف د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست محمدحنيف اتمر ته ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې د افغان دولت او طالبانو د خبرو د بریاليتوب په برخه کې خپله ټوله هڅه کوي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو له طالبانو د بېړني اوربند غوښتنه کړې او د تاوتریخوالي پر کمېدو یې ټنیګار کړی دی.

دا خبرې داسې مهال تر سره کېږي، چې د شنبه په ورځ په قطر کې افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو پرانېستغونډ وشوه، چې په‌کې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړيوالو سازمانونو استازو په انلاين بڼه خبرې وکړې، په اوربند او د تېرو ۱۹کلونو لاسته راوړنو پر ساتنه يې ټينګار وکړ.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب