Post Image

د سلواغې په ۲۵مه شنبه له هرات ښار څخه ۱۲۰ کيلومټره لرې په اسلام کلا ګمرک کې هغه مهال يوه شديده او کم‌سارې اور لګېدنه رامنځ ته شوه، چې کله د ګازو يو ټانکر لومړی اور واخيست او بيا يې چاودنه وکړه. دغه اور لګېدنه هغومره زوروره وه، چې تر يو کيلومټرۍ پورې د ورنېږدې کېدو شونتيا نه وه او ان په ډېر کم وخت کې ټول ګمرک ته د اور لمن وغځېده.

اسلام کلا له ایران سره پر پوله پروت د افغانستان یو خورا مهم بندر دی، چې د راپورونو له مخې تر ۲۵۰۰ بار وړونکي موټر، د تیلو او ګازو ټانکرونه په‌کې درول شوي وو.

ځايي مسوولين او سوداګر تر ډېره پړه په سوداګرۍ وزارت اچوي، چې د نوې تګلارې پر بنسټ يې دوه اوونۍ په اسلام کلا ګمرک کې د موټرو ساتلو امر کړی و. ددې ترڅنګ د ګمرک مامورينو ته ګوته نيول کېږي، چې د مراجعينو کارونو ته په وخت رسيدګي نه کوي، فساد او بډې اخستلو ته لار هواروي.

د مالوماتو له مخې، د هرات اسلام کلا ګمرک د ۶۰۰ موټرو د ځايدو وړتيا لري، خو هورې تر۲۵۰۰موټر درول شوي وو، همدا ګڼه ګوڼه ددې لامل شوه، چې د زيانونو کچه لوړه شي.

د هرات سوداګرۍ خونې د مالوماتو له مخې، په دغه اور لګېدنه کې نژدې ۵۰۰ موټر سوځوېدلي، چې زيان يې تر ۵۰ميليون ډالرو لوړ ښودل کېږي، خو لاهم د یادې اورلګېدنې د زيانونو کره اندازه نه ده په ډاګه شوې.

د هرات والي وايي، ۱۵سلنه موټر سوځېدلي، چې د ۲۵۰۰ موټرو  ۱۵سلنه ۳۷۵ هغه کېږي.

د موټر چلوونکو او سوداګرو له قوله راټول شوي مالومات ښيي، د اور لګېدنې په لومړيو کې د ګمرک ساتونکو ګڼو موټر چلوونکو ته اجازه نه ده ورکړې، د موټرو پر مخ يې دروازې تړلې وې، ګني دومره زيان نه اوښتلو.

له بل لوري د افغانستان د ګمرکونو سيسټم خورا زوړ او پېچلی دی، د امکاناتو نشتوالی د دا ډول خونړيو پېښو د رامنځ‌ته کېدو لامل کېږي، يوه عادي پېښه په لويه فاجعه بدلېدای شي. د اسلام کلا ګمرک هم خورا کم امکانات لري، نو ځکه خو د اور وژنې په برخه کې له ناټو او ايران څخه د مرستې غوښتتنه وشوه.

له بل لوري حکومت بيا خلکو ته د نيوکې ګوته پورته کوي، چې د اور لګېدنې پر مهال يې چور تالان ګډ کړ، نه يوازې دا چې همکاري يې نه‌ده کړې، ګڼو موټر چلوونکو په لوی لاس غوښتل موټر يې وسوځيږي او دوی ډېر امتياز تر لاسه کړي. ددې ترڅنګ لوټ تالان هغه څه دی، چې بې شمېره موټر د پېښې له ځای څخه لرې کليو او د حکومت له سترګو الونيا ځايونو ته تښتول شوي، مالونه يې تخليه شوي او ورک شوي دي.

د هرات د مسوولينو په وينا، د اسلام کلا ګمرک کې تر اورلګېدنې وروسته نامسووله کسانو له اوره پاتې ځینې مالونه او موټر لوټلي، خو بیا هم د سوداګرو ۷۰ غلا شوي موټر بېرته د امنیتي ځواکونو له لوري ترلاسه شوي دي.

ان کومانډو ځواکونو ته دنده سپارل شوې، چې په څېرمه سيمو کې عمليات پيل کړي، ترڅو د ټولو هغو سوداګرو چې موټر او مالونه یې لوټل او غلا شوي، بیرته ترلاسه او مالکانو ته وسپاري.

داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ځينو کسانو په اسلام کلا ګمرک هجوم ور وړی، دفترونه او ان د بانکونو د لوټلو تابيا يې کړې وه.

په ټوله کې د افغانستان په ګمرکونو کې فساد يوه لويه پديده ده، چې د افغانستان اقتصاد ته يې لويه ضربه ورکړې او له مافيايي کړيو سره په دغو ګمرکونو کې لاس يو شوی، د افغانستان د اقتصادي بربادۍ لپاره کار شوی دی.

 په ګمرکونو کې فساد له بېلابېلو اړخونو اندېښمنوونکی دی. لومړی دا چې ځينې قېمتي مالونه له ګمرکونو د ارزان بيه توکو په نوم راتېريږي، چې ټکس پرې کم وضعه شي. بې کيفيته توکي له دې لارې راتېريږيي، ډېر مال د کم هغه په نوم ګمرک کېږي او نور بې شمېره عوامل هغه څه دي، چې په ګمرکونو کې يې د ګټې پرځای زيان لوړ کړی او د مافيايي کړيو فعاليت ته يې زمينه برابره کړې، چې په بدل کې يې ملي سوداګرو زيان من شوي دي.

په ټوله کې که په افغانستان نړيوالې مرستې ودريږي، ګمرکونه د عوايدو د راټولولو اصلي سرچينې دي، ددې څه مديريت بايد لومړيتوب ومومي.

لومړی بايد د تېرې اورلګېدنې اصلي رېښه پيدا شي او هغو سوداګرو ته رسېدنه وشي، چې هستي نېستي يې په دې اورلګېدنه کې لولپه شوې.

 پکار ده چې د افغانستان ګمرکونه په سټنډرډ او معياري ډول جوړ شي، داسې سيسټمونه په‌کې ولګول شي، چې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو ترڅنګ د فساد مخه هم پرې ونيول شي. که په ګمرکونو کې حالت په دې ډول روان وي، نو بيا ددې امکان شته، چې افغانستان ته ژمن ملي سوداګر به خپل کاربارونه پرېږدي، خپلې پانګې به له افغانستان څخه وباسي، چې دا بيا د افغانستان لپاره يو لوی او نه جبرانېدونکی زيان دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب