Post Image

د کابل ژوبڼ مسوولين وايي، تر څلورو میاشتني ګرځبندیز وروسته د کابل ژوبڼ څخه په ورځني ډول له ۵۰۰ تر ۷۰۰ سيلانيان لیدنه کوي او هڅې دا دي، چې په دې برخه کې رامنځته شوي زيانونه جبران شي.

د کابل ژوبڼ امر عزیز ګل ثاقب افغانیې ته وویل، د کال لومړیو څلور میاشتو کې د لیدونکو راتګ د ګرځبندیز له امله کم شوی وو،  خو د کابل ژوبڼ له پرانیستو نږدې یومیاشت تیریږي، چې د لیدونکو راتګ ډېر شوی، په ورځني ډول له ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې لیدونکي راځي، په ژوبڼ کې ګرځي، ننداره کوي.

ښاغلی ثاقب وايي، تېر کال مو د کابل تر څنګ د هېواد له بېلابېل ولایتونو او ان بهرنیو هېوادونو پاکستان، ایران، چین، هند او امریکا څخه ليدونکي لرل:

 په عادي ورځو کې تر ۲۰۰۰، په رخصتیو کې تر ۸۰۰۰ ، په اخترونو، نوروز او نورو ځانګړو ورځو کې تر ۲۲۰۰۰ لیدونکو له کابل ژوبڼ څخه ننداره کړې ده. 

نوموړي زیاته کړه، تېر کال يو میلیون لیدونکي چې له ډلې یې ۵۰ زره د وړکتونونو ماشومان، د ښوونځیو او پوهنتونونو زده‌کوونکي وو، د سیر علمي، څېړنو او سرګرمۍ په موخه يې له کابل ژوبڼ لیدنه کړې ده.

د مالوماتو له مخې، تېر کال کابل ژوبڼ يو میلیون لیدونکي لرل، چې له درکه يې ۲۳ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه شوی، خو سږ کال د ۴ میاشتو ګرځبندیز له امله ۱۵ میلیونه افغانۍ زيان کړی دی.

د کابل ښاروالۍ  ویاند نعمت الله بارکزې افغانیې ته وویل، څه دپاسه سل ډوله ژوي په کابل ژوبڼ کې ساتل کېږي. د دغو ژوو له ډلې زرافه، اېږې، زمري، بیزوګانې، لېوان، ماران، لړمان، طوطیان، فیل‌مرغان او سویې او نور د یادولو وړ دي، چې له هېواد دننه او بهر څخه راوړل شوي دي.

د نړۍ نورو هېوادنو په څېر په معیاري توګه حیواناتو ته ۴۳ قلم خوراکې توکي چې په کلني ډول ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي ورکول کېږي.

کابل ژوبڼ په ۱۳۴۶ هجري لمریز کال د ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شو، چې د کورنیو جګړو پر مهال ورته تر ډېره زيان ورسېد، ډېری ژوي يې د لوږې او جګړې له امله هلاک شول.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب