Post Image

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي، په ټول افغانستان کې د اوسپنې ویلې کولو ۳۶ کارخونې شته، اوس مهال يوازې ۵۰ سلنه فعالې دي، چې د يوشمېر ستونزو له امله په کلني ډول ۸۰۰۶۴۰ ټنه تولید کوي، خو د توليد وړتيا يې په اصل کې تر دوه ميليونه ټنه لوړه ده.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال سخي احمد پیمان افغانیې ته وویل، د برېښنا کموالی او تر یوې کچې د هېواد په بازارونو کې بهرنیو محصولات موجوديت هغه لاملونه دي، چې ګڼ شمېر کارخونې ور سره فلج شوې دي.

ښاغلي پیمان وویل، چې کارخونې په کلني ډول ۲۰۰۱۶۰۰ ټنه اوسپنې د ويلې کولو ظرفیت لري، خو د ځینو ستونزو له امله اوس مهال د کال ۸۰۰۶۴۰ ټنه تولید لري. د ګاونډیو هېوادنو د مپینګ سیاست او د نړیوال ګول سیخ بیې توپیر د اسیکوډا سیسټم کې له ثبت شوې بیې سره توپير، په قاچاقي ډول له ګمرکي محصول پرته د اوسپنې راوړل، همدا ډول د خام توکو کموالی او د برېښنا نشتوالی هغه لاملونه دي چې د اوسپنې تولیدي فابریکو په چارو يې بد اغېز کړی دی.

د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، که څه هم تر یو کچې د بازر ستونزه د ولسمشر له لوري د وارداتي توکو باندې د لوړې تعارفې په وضع کول حل شوې، خو د نورو فابریکو په شان د اوسپنې ویلې کولو کارخونې هم د برېښنا کموالي له جدي ستونزې سره مخ دي.

ښاغلی پیمان وايي، کابل، ننګرهار، هرات او کندهار هغه ولایتونه دي، چې په کې د اوسپنې ویلې کولو کارخونې فعالیت کوي، چې په کې کابو ۴۰۰۰ کسانو ته دې کار زمینه برابر شوې ده.

د نوموړي د مالوماتو له مخې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان زړه اوسپنه چې د دې فابریکو خام مواد برابره وي، تر ۵۰ سلنه کم شي، له دې سره به اړوند کارخونې د خامې اوسپنې له کمښت سره مخ شي د دې لپاره چې دغه فابریکو د خام وسپنې له کموالي سره مخ نه‌شي، په پلان کې ده، د اوسپنې د کان کیندنې په برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وشي. دغه پانګونه به په پنجشير، هرات او ځينو نورو ولایتونو کې په کانونو وشي.

ښاغلی پیمان زیاته وي، د نورو کانونو په شان د اوسپنې د کان کیندنې پر وړاندې هم د کانونو په سیمه کې د امنیت نشتوالی، زورواکانو راج هغه لاملونه دي، چې جدي ستونزې او اندېښنې يې را ولاړې کړې دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب