Post Image

په ترکیه کې د یوې اداري محکمې تر پرېکړې وروسته پرون ولسمشر رجب طیب اېردوغان اعلان وکړ، چې  په استانبول کې د آیا سوفیا موزیم  ۸۶ کاله وروسته بېرته په مسجد بدل شو.

پدې ډول دا تاریخي ودانۍ چې ۹۲۱ کاله یې د کلیسا، ۴۸۲ کاله یې د مسجد او ۸۶ کاله یې د موزیم په توګه خدمت وکړ؛ یو ځل بیا د مسجد په توګه نوي تاریخي پړاو ته شاملېږي.

آیا سوفیا د لومړي ځل لپاره په ۳۶۰ میلادي کال کې د ختیځ روم د امپراتورۍ په مرکز کستانتینوپولیس یا اوسني استانبول کې جوړه شوه. اوسنۍ معماري یې د امپراتور جوستنیانوس لخوا د مرکزي کلیسا لخوا جوړه شوې. په ۱۴۵۳ میلادي کال کې کله چې عثماني بادشاه فاتح سلطان محمد د روم د امپراتورۍ مرکز فتحه کړ؛ د جعمې لمونځ یې په همدې کلیسا کې ادا کړ او پدې ډول ۹۲۱ کاله وروسته کلیسا په مسجد بدله شوه.

په ترکیه کې په ۱۹۲۳ میلادي کال کې د مصطفی کمال اتاترک لخوا د جمهوریت تر اعلانېدلو وروسته د لوېدیځو ملتونو سره د نېکو اړیکو او مسامحې په پار یې پلان درلود چې د آیا له مسجد څخه موزیم جوړ کړي. بلاخره دا پلان په ۱۹۳۴ میلادي کال کې د وزیرانو د شورا لخوا تصویب او څو میاشتې وروسته عملي شو.

دا دې ۸۶ کلونه وروسته یو ځل بیا د آیا سوفیا د موزیم دروازې د عبادت پر مخ پرانیستل کېږي.

د پرېکړې شالید؛ علتونه او احتمالي پایلې

 سمبولیک اهمیت:

آیا سوفیا د ترکانو په تاریخ کې سمبولیک مفهوم لري. ددې مفهوم دوه اصلي معماران سلطان احمد خان او کمال اتاترک دي او دا دی رجب طیب اېردوغان هم ددې سمبولیک مفهوم د درېیم معمار په توګه په تاریخ کې ثبت شو.

عثماني دولت هغه مهال په امپراتورۍ بدل شو چې د ختیځ روم د امپراتورۍ مرکز یې ونیولو او د رومیانو مرکزي کلیسا یې پر مسجد بدله کړ او پدې ډول د اروپايي تمدن لپاره یې بدیل رامنځته کړ. آیا سوفیا د ترکيې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي اتاترک لخوا په ۱۹۳۵ کال کې د عبادت پر مخ وتړل شوه، چې پدې ډول جمهوري ترکیې یو ځل بیا لوېدیځ ته مخه کړه. اېردوغان بیا د درېيم ځل لپاره د اتاترک میراث له پامه وغورځولو او خپل نېکه سلطان احمد خان ته یې رجوع وکړه. د ترکیې د نږدې سل کلن جمهوري تاریخ په اوږدو کې اېردوغان لومړنی لیډر دی، چې په سمبولیک ډول یې د اتاترک ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راوستل.

ورځنی سیاسي اهمیت:

د عبادت لپاره د آیا سوفیا د موزیم د پرانیستلو غوښتنه لږ تر ږله ۳۰ کاله پخوانۍ ده. حتا  ۳ – ۴ کاله وړاندې اېردوغان په خپله هم ددې غوښتنې مخالفت کولو. نوموړي څو ځله ټینګار کړی و، چې « تاسې لومړی دا نور مسجدونه ډک کړئ، بیا د آیا سوفیا د مسجد غوښتنه وکړئ!»

هغه څه چې اوسمهال یې اېردوغان او واکمن ګوند دې پرېکړې ته مجبور کړ؛ تر ډېره بریده د ترکیې کورني سیاست پورې اړه لري. د اېردوغان ګوند چې د ۲۰۰۲ميلادي کال راهیسې په ترکیه کې حاکم دی د لومړي ځل لپاره یې اقتدار د جدي ګواښ سره مخ شوی دی. تېر کال یې په ځايي ټاکنو کې د استانبول او انقرې ښاروالۍ له لاسه ورکړې. په هېواد کې اقتصادي ستونزې، امنیتي ګواښونه، د کډوالو کړکېچ او بیروکراتیک خنډونه ددې سبب شوي، چې عام وګړي ترې مخ واړوي. حتا داسې اټکل کېږي، چې له ټاکلي وخت وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته اړ ویستل شي.

اېردوغان هیله لري، چې پدې ډول به د ترکي – اسلامي سنتېز پر مټ د محافظه کارو ترکانو په ملاتړ سره په راتلونکو ټاکنو کې رایه ترلاسه کړي.

ددې تر څنګ په بهرني سیاست کې ترکیه عملاً په سوریه، عراق او لېبیا کې په جګړه اخته ده. له یوې خوا اقتصادي ستونزې او له بلې خوا له پولو بهر جګړې د عامو خلکو غصه را پارولې ده. د عامه اذهانو د مدیریت په موخه دا پرېکړه به تر یوې مودې پورې له نوموړي سره مرسته وکړي، خو په اوږدمهالي سیاست کې یې ممکن په زیان تمامه شي.

ټاکل شوې ده چې ۱۴ ورځې وروسته به په آیا سوفیا کې لومړنۍ لمونځ ادا شي، خو د عامه افکارو برعکس به آیا سوفیا د نورو عادي مسجدونو په توګه فعالیت نه کوي. د مسجد معماري داسې ده، چې دننه یې په دېوالونو باندې د حضرت عیسی او حواریونو نقاشۍ دي، چې دا به په خپل ځای پاتې کېږي او یواځې د لمانځه پر مهال به د نور پردازۍ د ځانګړي تخنیک په واسطه پوښل کېږي او پاتې نورو وختونه به ښکاري. یعنې آیا سوفیا به د موزیم په توګه فعالیت کوي، خو د لمانځه پر مهال به په کې جمعه کېږي.

اېردوغان پدې وتوانېدلو چې د امریکا، روسیې، اروپايي ټولنې او یونسکو د مخالفتونو سره سره دا پرېکړه وکړي او دا تمه په ترکیه کې یوازې د اېردوغان په څېر سیاستوال څخه کېدلای شي.

دا چې په منځمهالې موده کې به ددې پرېکړې ګټه چاته رسېږي؛ دا به وخت وښايي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب