Post Image

د سرپل د ولايتي شورا غړي او په ولسي جرګه کې ددې ولايت استازي وایي، د یاد ولایت امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی، تر ۴۰۰۰ اورپکي پکې فعالیت کوي، چې له ډله يې ۲۰۰ بهرني ازبک، عرب، پاکستاني، چيچنایي او نور جنګيالي له خپلو کورنيو سره دېره دي.
دوی وايي، کوهستانات ولسوالۍ له تېرو شپږو کالونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې ده او له هماغه ځایه په ټولو شمالي ولایتونو د بریدنو او ورانکارو فعالیتونو پلانونه جوړوي.
سرپل د هېواد په شمال کې پروت ولایت دی، چې له جوزجان، فاریاب، بامیان، بلخ او سمنګانو ولایتونو سره ګډه پوله لري.
د دولایتي شورا غړي سید اسدالله دانش ادعا کوي، چې اوس مهال د سرپل لومړۍ او  دویم نمبر لويې لارې په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي، صیاد، سوزمه قلعه، سنچارک ۹۰ سلنه، پاتې نورې ولسوالۍ ۸۰ سلنه د طالبانو په ولکه کې دي او ان تردې چې مرکز هم له محاصرې سره مخ دی .
په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازي سید حیات الله عالمي افغانیې ته وویل، په دې وروستیو کې د سرپل امنیتي وضعیت خورا ګواښونکی شوی، د کوهستانات ولسوالۍ له تېرو شپږو کالو د طالبانو په لاس کې ده، هلته د ازبک، پاکستاني، یمني عرب او چچنایي جنګیالیو تر ۲۰۰ کورنۍ میشت دي چې ښځې او نارینه یې د ماینونو په جوړولو، پر شمالي ولایتونو دبریدنو پلانولو، جنګي زده‌کړو او استخباراتي برخو کې کار کوي:
 بهرني طالبان له تېرو دوو کالو په کوهستانات کې پراخ مرکزونه لري او له همدې ځایه خپلو فعالیتونو ته په ټول شمال کې ادامه ورکوي، تازه یو شمېر نور هم راغلي، خو کورنۍ ورسره نه‌شته او نه یې هم شمېر مالوم دی.
نوموړی وایي، دا موضوع یې څو ځله ملي امنیت شورا سره شریکه کړې، هغوې هم منلې چې په کوهستانات کې بهرني ترهګر فعالیت کوي، خو لا هم  په دې تړاو څه نه دي تر سره شوي، که وضعیت په همدې ډول روان وي، پر سرپل سربېره به ګاونډي ولایتونه هم له خورا ناوړه برخلیک سره مخ شي.
استازي وايي، حکومت د طالبانو او غیر مسوولو وسله‌والو په ځپلو کې پاتې راغلی، هر ورځ تر واک لاندې سیمې له لاسه ورکوي، هلته د پولیسو او ملي اردو ځواکونو شمېر خورا کم دی او باید جدي پاملرنه ورته وشي.
د استازو د مالوماتو له مخې، د سرپل ولایت بلخاب ولسوالي چې د افغانستان په سطحه یوه له امن ولسوالیو څخه وه، خو په دې وروستیو کې هلته د وحدت ګوند چې د ولسمشر سلا کار محمد محقق یې مشر دی، ۱۵۰ غیر مسوول وسله وال فعالیت کوي، د ډبرو غیر قانوني استخراج، باج ګیري، زورګوي او اختطاف تر سره کوي او خلکو ته په لوی سرخوږي بدل شوي دي.
مالومات په ډاګه کوي، د وحدت ګوند یاد وسله وال هلته له هر بار وړونکي موټر له ۲۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۵۰۰۰ افغانۍ باج اخلي او باید دې ناخوالې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ورته مهال دولایتي شورا غړي سید اسدالله دانش افغانیې ته  وویل، طالبان په دې وروستیو کې د مرکز تر ناحیو را رسېدلي او ښار یې تر محاصرې لاندې نیولی، ولسوالیو او ولایتونو ته غزېدلې لارې د دې ډلې تر کنټرول لاندې دي، هر څه یې چې زړه وغواړي هغه  تر سره کوي:
 طالبان په لومړۍ او دویم نمبر لویه لار کې دولتي کارکونکي له موټرو ښکته کوي، له ځانه سره یې بیایي او همدا راز له هر سوداګریز موټر له ۸ زرو تر ۱۰ زرو افغانۍ باج اخلي.
نوموړي وایي، په سرپل کې تر ۴۰۰۰ ترهګر فعالیت کوي، چې په کې ازبک، عرب، پاکستاني، چچنایي او نور هم شامل دي.
د ولایتي شورا بل غړي مولوي نور محمد بیک  وویل، هره ورځ د سرپل مرکز په څو کېلومترۍ کې جګړه روانه وي، د ولسوالیو ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي او خلکو ته یې خورا ستونزې جوړې کړي دي:
طالبان د سرپل ولایت ټولو ولسوالیو ته له ۴۰۰ څخه نیولې تر ۶۰۰ جنګیالي تشکیل لري، خو د دولتي ځواکونو تشکیل تر ۲۰۰ کسانو نه رسېږي، ځکه خو په جګړه کې طالبان لاس بري دي.
نوموړي هلته د داعش ډلې له فعالیت هم پرده پورته کړه او زیاته یې کړه، داعش ډله په سرپل کې فعالیتونه کوي خو د طالبانو په پرتله کم رنګه دي، اوس مهال یوازې د سرتېرو په جذب او ځای موندنې بوخت دي، خو شمېر یې مالوم نه دی.
بلخوا د سرپل امنیې قومنداني هلته د طالبانو او بهرنیو ترهګرو فعالیت نه ردوي، خو وایي، چې د کوهستانات ولسوالۍ څخه بغیر د نورو ټولو ولسوالیو په ډېری سیمو ولکه لري او تر کنټرول لاندې دي.
د سرپل د امنیې قومندانۍ ویاند څارمن نور اغا فیضي په دې اړه افغانیې ته وویل، طالبان یوازې د کوهستانات پر ولسوالۍ له ۱۳۹۴ کال را په دې خوا ولکه لري، د نورو ولسوالیو ډېری سیمې د امنیتې ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، مرکز ته هم کوم ګواښ نشته.
نوموړی د بهرنیو ترهګرو دموجوديت په اړه وایي،  بهرني تروریستان په ګوهستان کې فعالیت کوي او هغه سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده، اوس مهال یې دبېرته نیولو لپاره کوم پلان نه دی جوړ شوی او نه هم هلته د بهرنیو جنګیالو د شمېر په اړه دقیق ارقام شته، خو په ټول سرپل کې به تر ۲۰۰۰ طالبان فعال وي.
ښاغلي فیضي په بلخاب ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله‌والو موجوديت رد نه‌کړ خو په دې اړه یې بې خبري وښوده، چې دوی څوک او هلته کوم فعالیتونه تر سره کوي.
د امنیې قومندانۍ له ویاند مو وپوښتل، چې په دې وروستیو کې په امنیتي برخه کې ستاسو لاس ته راوړنې څه دي، هغه یې په ځواب کې همدومره وویل، اوس مهال  موږ په دفاعي حالت کې یو، د دښمن بریدونو ته ځواب وایو، خو د طالبانو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه یې مالومات نه‌لرل.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب