Post Image

 د صنعت او سوداکرۍ وزارت مسولین وایي، افغانستان کې د لاسي صنایعو تولید او صادراتو برخه کې ټول ټال لس زره کسان کار کوي، چې ډېری یې ښځې دي، د ښځو له ډلې یې ۶۰ سلنه تولېدونکې، ۴۰ سلنه صادرونکې(سوداګرې) دي.
د افغانستان په صنعت كې كه غالۍ تر ټولو ځانګړې ځاى لري، خو په لاسونو له جوړو شويو افغاني جامو نيولې بيا تر ګاڼو پورې هغه څه دي، چې نه يوازې خپله د افغانانو بلكې د نړۍ د زياتو سيمو خلكو پاملرنه يې ځانته را اړولې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اطلاع رسونې مسوول یونس شفق افغانیې ته وویل، اوس مهال افغانستان کې پر چرمي صنایعو سر‌بېره غالۍ او غاړو اوبدلو، حکاکۍ، زرګرۍ، خیاطۍ، د قیمتي کاڼو سنګار او شیشه جوړونې برخه کې خلک کار کوي، چې ښه داخلي او نړیوال شهرت لري.
ښاغلی شفق وایي، له روان کال پرته په تېرو پنځو کلونو کې د لاسي صنایعو تولید او صادراتو بیه کې د پام وړ لوړ والی راغلی، چې په ۱۳۹۸ کال کې د نورو کلنو په پرتله دا کچه ۷۰ سلنه لوړه شوې ده.
د مالوماتو له مخې هغه کمپنۍ چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، ډېری یې په مرکز کابل، بدخشان، بامیان، بلخ او نورستان ولایتونو کې فعالیت لري، هڅه کیږي، نورو ولایتونو ته هم دا لړۍ وغځېږي.
مالومات ښیي، په تېرو لسیزو کې د لاسي صنایعو معرفي او بازار موندنې برخه کې په مسکو او عربستان کې نمایندګۍ وې، خو د یو شمېر ستونزو له امله اوس مهال فعالیت نه کوي، هڅه کیږي، چې د دې هېوادونو سر بېره په نورو هېوادنو کې هم دا لړۍ بیا پرانستل شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاع رسونې مسوول یونس شفق همدا راز وایي، په دې ورستیو کې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه رامنځته شوي، چې له ډلې یې د لاسي صنایعو بیې په کور دننه او بهرنیو هېوادنو کې لوړې شوي، په کنفرانسونو او غونډو کې په ګډون سره یې سوداګر هڅولي تر څو د لاسي صنایعو برخه کې پانګونه وکړي.
خو د لاسي صنایعو په برخه یو شمېر ستونزې هم په ګوته کوي او وایي، په ولایتو او بهرنیو هېوادونو کې لاسي صنایعو برخه کې د نمایندګیو نه شتوالی، په لاسي صنایعو کې د نوښت او خلاقیت  نه موجوديت،
د پرمختللو ماشینونو نشتوالی، د صنعت کارانو نه تشویق او له هغوی نه ملاتړ او همدارنګه صنایعو ته په کور دننه او بهر د مناسب بازار نه موجوديت هغه ستونزې دي، چې د لاسي صنایعو په برخه کې ټولې اړوند ادارې یې باید په حل کې جدي پاملرنه وکړي.
شفق وویل:
د صنعت او سوادګرۍ وزات په پام کې لري چې د جامو په برخه کې حج او اوقافو او کورنیو چارو وزارت سره هوکړه وکړي، ترڅو د دې داوړو وزارتونو اړتیا وړ جامې صنعت او سوادګرۍ وزارت ورته چمتو کړی، همدارنګه لاسي صنایعو ته د خرڅلاو مرکزونو جوړل کړي.
افغانستان يو له هغه هېوادونو څخه دى، چې د پېړېو پېړېو راهيسي د صنعت په برخه كې خپلې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې دي، خو په تېرو څلور لسيزو جګړو او ناخوالو د دې هېواد صنعت هم بې اغيزې نه دی پرېښئ.
 اوس ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې لاسي صنایعو ته د بازار موندنې او صادراتو برخه کې په هند او متحده عربي اماراتو کې نمایندګۍ خلاصې شي، چې دا به د  هېواد لاسي صنایع تر نړیوالو بازارنو ورسوي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب