Post Image

 د کورنیو چارو زوارت مسوولین وایي، له دې وروسته ټول هغه موټرسایلکونو ته چې پلیټ او جوازسیر ولري، په مشروط ډول د تګ- راتګ اجازه ورکول کیږي.
د دوی په وینا،  ټول هېوادوال اړ دي، چې خپل بې‌اسناده او بې‌پلیټه موټرسایکلونه تر راتلونکو دوو میاشتو بایومېتریک، د نمبر پلېتونو د ترلاسه کولو او همدارنګه د جواز سیر د اخیستلو په پار د ترافیک په مدیریتونو کې ثبت کړي، له هغه وروسته په ښارونو کې بې اسنادو موټرسایکلونه ضبط کېږي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بې اسناده موټرسایکلونو ګرځونه او خپلسری پېر او پلور په بند دی،  ټولې دولتي ادارې او حقیقي اشخاص اړ دي، خپل موټرسایکلونه سجل او د ترافیکو له مدیریتونو څخه نمبر پلېټونه او جواز سیرونه ترلاسه کړي:
(( کله چې د موټرسایکل په وسیله ترهګريزې پېښې او یا هم جنايي جرمونه ترسره کېږي، نو مسوولیت به یې هغه شخص ته متوجه وي، چې نمبر پلېټ او جواز سیر یې په نامه صادر شوی وي. د یوه ولایت د پلېټ او جواز سیر لرونکي موټرسایکل په بل ولايت کې د ګرځولو اجازه نه لري. په ښارونو کې پر موټرسایکل د دوو کسانو سپرېدل منعه دي.))
خبر پاڼه زياتوي، کورنیو چارو وزارت یوازې هغو ورزشي موټرسایکلونو ته نمبر پلېټ او جواز سیر ورکوي، چې د المپیک ملي کمېټې رسمي غوښتنه کړې وي. همدا ډول په لویو ښارونو کې د تازه واردوشويو ورزشي او غرنیو موټرسایکلونو له پاره نمبر پلېټونه او جواز سیرونه نه صادريږي.
د ۱۳۹۹کال په حمل میاشت کې کورنیو چارو وزارت د جنایي پیښو د مخنیوي لپاره په کابل او ولایتونو کې د موټرسایلکونو په تک راتګ بندیز ولګاوه.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب