Post Image

په کابل کې د امریکا شارژدافیر روز ویلسن وایي، د سولې مذاکراتو پایلې په افغانانو پورې اړه لري او امریکا په دې باور ده، چې دا پایلې باید د افغانانو هیلې او ارمانونه څرګند کړي.
نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي، موږ په افغانستان کې له موقت حکومت ملاټر نه‌دی کړی او امریکا یې هم نه‌کوي:
ما او زلمي خلیلزاد له افغانانو سره د دوحې خبرو د ګړندي کولو د اړتیا په اړه خبرې کړي او دغه خبرې به روانې وي.
ښاغلي ویلسن دغه راز د سولې لومړی پړاو خبرې بریالي بللې، خو ټینګار یې کړی، چې لا هم ډېر کارونه پاتې دي، چې باید ترسره شي. د نوموړي په خبره امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ژر تر ژره کمېدو او اوربند غوښتنوونکی دی.
نوموړی دغه خبرې په داسې مهال کوي، چې په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تحریک ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې پیل شوې دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب