Post Image

د هلمند د خلکو استازي وایي، د ياد ولايت په جګړه کې له طالبانو سره د مرستې په موخه د پاکستاني ترهګرو يو ۱۰۰ موټريز کاروان يو ځای شوی او د طالب جنګياليو په هره ډلګۍ کې یو سنايپر لرونکی ماهر ځای پر ځای شوی دی.
د هلمند ولایتي شورا رییس عطاالله افغان افغانیې ته وویل، طالبان د هلمند په سنګین، موسی‌کلا او نوزاد ولسوالیو بشپړ کنټرول لري او له دې لارې له ډېر وخت څخه پاکستان او ایران ته تګ‌راتګ کوي:
«ایران او پاکستان په دې جګړه کې له طالبانو سره ډېره همکاري کړې، هلمند په جګړه کې له پاکستان څخه د سلو موټرونو کاروان هم د مرستې په موخه يوځای شو او له ایران څخه هم وسلې ورته رارسېدلې دي.»
وسله‌والو طالبانو پنځه ورځې وړاندې د یکشنبې په ورځ په نادعلي، نهر‌سراج، ناوه او د مرکز په باباجي او درېیمې حوزې ډ‌له‌ییز بریدونه وکړل، ګڼ شمېر ځایونه یې ویجار کړل، چې له کبله یې شاوخوا ۶۰۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې.
ځینو سرچینو افغانیې ته وویل، چې د هلمند جګړې لپاره د بهرنیو ملیشو ترڅنګ  له غزني او ارزګان ولایتونو هم د  مرستې او اشر لپاره وسله‌وال طالبان ورغلي، نو ځکه خو یې مقاومت او جګړه وغځېده او لا یې هم جنګ روان ساتلی دی.
په ورته مهال په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی میرویس خادم وایي، طالبان په یوازې ځان دومره مقاومت نه‌شي کولای، له دوی سره پاکستانی او نور بهرني اورپکي مل وو:
« په دې جګړه کې ډېری وسله‌وال پنجابیان وو، دوی په خپلو منځو کې په اردو غږېدل، په پښتو نه پوهېدل او د همدې وسله‌والو په وینا خلکو د هلمند سب‌سټېشن هم چوړ کړی و.»
ښاغلی خادم ټینګار کوي، چې ایران له طالبانو سره په دې جګړه کې د وسلو مرسته کړې او پرمختللي وسلې یې ورته رسولې دي.

تر دې وړاندې د زمري میاشتې په ۳۱مه د هلمند والي محمد یاسین ضیا هم رسنیو ته ویلي و، چې ایران له طالب جنګیالیو سره د نوې وسلې او مهماتو مرسته کړې ده.
دغه راز د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د اوکټوبر په ۱۲مه په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي و، د طالبانو هغه غړی چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، په لښکرګاه یې برید کړی دی. ښاغلي نبیل ویلي و، د طالبانو مشران ځکه غلي دي، چې د خپلو جنګیاليو مدیریت او کنټرول له لاسه ورنه‌کړي.
د طالبانو ټپیان چېرته درملنه کېږي؟
د هلمند ځایي سرچینې وایي، د طالبانو سطحي ټپیانو لپاره پاکستان خپل ډاکټران رااستولي، خو شدید ټپیان بیا پاکستان ته انتقالېږي.
د دوی په وینا طالبان خپل ټپیان له لښکرګاه مارجې او له هغه ځایه د بهرامچې له لارې د پاکستان ګردي جنګل ته اړوي او بیا یې کويټې ته رسوي. هلته د دوی لپاره ځانګړي روغتونونه جوړ شوي دي.
مالومات په ډاګه کوي، چې د اورپکو ګڼ جسدونه د کرښې بلې غاړې ته ور رسول شوي، ان په جنازو کې يې ځايي مسوولين ګډون کوي.
پر هلمند د طالبانو وروستی برید د تېرو دوو کلونو په پرتله بې‌ساري ښکاره شوی دی. چارواکي وایي، یادې ډلې له تېر کال راهیسې د خپلو جنګیالیو په تجهيز لګیا ول، د تریاکو کښت یې ټول او عشرونه یې واخیستل، ځانونه یې ښه چمتو او لښکرې يې سره منسجمې کړې، خو حکومت له بده مرغه خپل امنیتي ځواکونه تجهیز نه‌کړل او نه یې پوستې پیاوړې کړې، چې پایله یې د طالبانو داسې برید شو.
د هلمند امنیه قومندانۍ په دې ولایت کې د پاکستان او ایران له‌خوا طالبانو سره د همکارۍ راپورونه تاییدوي او وایي، له طالبانو سره بهرني مسلکي وسله‌وال په جګړو کې برخه اخلي.
د یادې قوندانۍ د مطبوعاتو امر ښاغلی دین محمد ځلاند افغانیې ته وویل:
« طالبانو د هلمند جګړې لپاره لومړی د دې ولایت شاوخوا ولسوالیو ۱۰۰۰ وسله‌وال راټول کړل او چې کله دوی وژل کېږي بیا له پاکستان نور جنګیالي هم راغواړي.»
نوموړی دغه راز وایي، طالبانو د امنیتي ځواکونو څخه پاتې هاموې او ټانکونه په پاکستان د کباړ په تول پلوري.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب