Post Image

افغانیې ته رسېدلي مالومات ښيي، د هرات په مرکزي زندان کې د ۳۰۵۳ بندیانو له ډلې ۸۰۰ بندیان په نشو روږدي دي، چې د چارواکو په وینا ډېری دغه کسان دننه په زندان کې روږدي شوي دي.
د هرات عامې روغتیا ریاست د نشه‌یي توکو غوښتنې د کموالي څانګې مشر زمری حصین وایي، په مرکزي زندان کې ۲۶سلنه بندیان په نشه‌یي توکو روږدي دي، چې شمېر یې شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته رسېږي. د نوموړي په وینا، د یادو روږدو شویو بندیان لپاره په دننه زندان کې یو ۲۰بستریز روغتون جوړ شوی چې په خبره یې یاد شمېر روږدو ته بسنه نه کوي.
دوی ټینګار کوي چې د زندان مسوولین باید د دې روغتون ظرفیت لوړ او ترڅنګ یې دننه زندان ته د نشه‌يي توکو د لېږد مخنیوی وکړي.
په ولسي جرګه کې د هرات ولسونو استازې مسعوده کروخي هم د دې ولایت په زندانونو کې د ځوانانو له عمدي روږدي کولو خبره کوي او وایي، چې د مرکزي زندان سربېره د هرات په  ټولو زندانونو کې بېلابېل نشه‌یي توکي د زندانونو مسوولینو له خوا په زندانیانو وېشل کېږي.
اغلې کروخي افغانیې ته وویل، په سلګونه ځوانان، ماشومان او ښځي په زندانانو کې روږدي کیږي چې په تړاو یې په وار وار د هرات مسوولین د ولسي جرګې نشه‌یي توکو سره د مبارزې کمېسیون ته غوښتل شوي او د دې کار د مخنیوي په موخه هر شپږو میاشتو کې د مسوولینو د تبدیلي غوښتنه شوې ده، خو د لوړپورو چارواکو له خوا نه ده منل شوې:
 « په زندان کې داسې کړۍ شته چې بندیانو ته هرډول نشه‌یي توکي برابروي، ځکه عام خلک او د بندیانو کورنۍ د دغو توکو د لېږدولو توان نه لري.  سره له دې چې موږ په وار وار غږ پورته کړی خو دا چې په دې ستر فساد کې یوه لویه کړۍ ښېکله ده نو د اصلاحاتو لپاره یې دپام وړ کارونه نه ترسره کیږي.»
بل‌خوا د زندانونو د چارو تنظیم اداره وايي، په تېر یوه کال کې یې د هېواد زندانونو کې د نشه‌يي توکو په ګډون، د زندانیانو په لاس جوړې جارحه وسیلې، موبایلونه او ګڼ نور هغه شیان نیولي، چې زندان کې یې پر ساتلو بندیز دی.
د دوی د مالوماتو پر بنسټ، په تېر يوکال کې د زندانونو اداره توانېدلې، چې ۷۱۲۱ ګرامه چرس ۱۷۷۶ ګرامه هیرویین، ۱۸۱۹ ګرامه شیشه، ۱۷۸۲ ګرامه تریاک، ۳۲۵ عدد تابلیت کا له زندانيانو او پايوازانو څخه تر لاسه کړي.
د هرات مرکزي زندان مشر امرالله نورزایي که څه هم تاییدوي چې په هرات زندان کې روږدي کسان شته او د نشه‌یي توکو د لېږد په برخه کې هم  کې د بندیانو د خپلوانو سربېره ځیني امنیتي منسوبین هم ښکیل دي، خو ټینګار کوي چې په زندان دننه بندیان نه روږدي کېږي، بلکې روږدي بندیان ټول هغه کسان دي چې له وړاندې یې هم نشې کولې.
ښاغلي نورزایي افغانیې ته وویل، د اصلاحاتو د بهیر له مخې تر دې دمه د پولیسو هغه شپږ منسوبین له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي، چې بندیانو ته یې نشه‌یي توکي وېشل.
هغه وویل:
« موږ دننه زندان کې یو ۲۰بستریز روغتون د نارینه‌و لپاره لرو چې په کې د روږدو زندانیانو درملنه په یوه ۴۵ورځني پروګرام کې کوو او زموږ یوازینۍ ستونزه دبسترونو کموالی دی.»
د هرات ځایي خلک بیا وایي چې یاد ولایت کې په نشه‌يي توکو د روږدې کېدو اساسي لامل له ایران سره د ګډې پولې لرل دي. دوی ټینګار کوي چې نشه‌یي توکي ډېری له ایران څخه دلته قاچاق کېږي او ځوانان هم ورته په ډېرې اسانۍ لاسرسی پیدا کړی دی. د راپورنو له مخې د روږدو بندیانو له ډلې زیات شمېر یې‌ ځوانان،  ۳۰سلنه‌یې ښځینه او ۵سلنه یې ماشومان دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب