Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام د تاریخ اوونۍ اختتامیه غونډه کې چې د انسان څېړنیز بنسټ په نوښت، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت، محمد حسن کاکړ بنسټ او د افغانستان مطالعاتو لپاره امریکایي انسټیټوټ په همکارۍ جوړه شوې وه وویل، د تاریخ اوونۍ باید د خپل ملت جوړولو بهیر په مفهوم ونمانځو، ځکه دا د پوهې د عطف ټکي په توګه د تاریخ له ژورو څخه سرچينه اخلي.
ولسمشر زياته کړه، افغانستان تر ۱۹ پېړۍ تل د تمدن مرکز و او په حاشيه کې نه و، نو ځکه خو تاریخي لیدلوری مهم دی او له دې پرته د افغانستان راتلونکی نه‌شو تعیینولی:
« پکار ده چې افغانستان د نړۍ په تاریخ او نړۍ د افغانستان په تاریخ کې تر بحث لاندې ونیول شي. زموږ سفارتونه او ډیپلوماټیکې استازولۍ دې د تاریخي اثار د سرچینو او همدا ډول زموږ د دوست هېوادونه دې د اثارو په ترلاسه کولو کې راسره همکاري وکړي.»
ولسمشر غني ټينګار وکړ، د دارالامان ماڼۍ د ملي هویت پر موزیم بدلوو او پر دیجیټلي سیستم به عیاره شي، ترڅو زموږ هر زده کوونکی د افغانستان د تاریخ په اړه پوهاوی ترلاسه کړي. 
ده وويل، د تاریخ او فرهنګ انجمن دایجاد طرحه مهمه ده، ما د چاپ، تالیف او ژباړې په اړه خپل وړاندیزونه کړي دي.
په یاده غونډه کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر په ټینګار سره وویل، چې لوړو زده‌کړو وزارت باید د هېواد د ځوانانو لپاره د تاریخ علم په برخه کې په کلني ډول شاوخوا سل تحصیلي بورسیې په پام کې ونیسي، ځکه د تاریخ بیا لوستل د تاریخي متخصصینو روزنې ته اړتیا لري.
د انسان څېړنیز بنسټ مشر فهیم کریم د یاد بنسټ د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل:
« نن د تاریخ په بحث کې د ستر بهیر پیل دی. تاریخ هغه پیوندونه روښانوي، چې ټولنه له تېر سره وصلوي.»
ښاغلي فهیم کریم دېته په اشارې چې د تاریخ اوونۍ د دوو پیاوړو او نوموتو مورخینو فیض محمد کاتب او ډاکټر محمد حسن کاکړ د نمانځنې په خاطر ایجاد شوې وویل، په ۲۰۲۱ کال کې د تاریخ اوونۍ عنوان "ولی تاریخ؟" د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه او پوهاوی وو، همداراز مو په تاریخ اوونۍ کې دا وموندله چې خلک له تاریخ سره لېوالتیا لري او زیاتې مطالعې ته یې اړتیا ده.
ورپسې د افغانستان مطالعاتو لپاره امریکایي انسټیټوټ، د افغانستان برخې مشر محمدعمر شریفي وویل، تاریخ اوونۍ د افغانستان د نوي نسل لپاره پېلیزه ده، چې باید ازاد فکر وکړي، د خپل تاریخ اکاډمیک اساسات وپېژني او د افغانستان تمدني موقعیت او ځای تعریف کړي.
په پای کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، په ۱۴۰۰ کال کې به په جلال اباد کې د عدم تشدد د بنسټګر خان عبدالغفار خان او همداراز په هرات کې د امیرعلي شیرنوایي او بلخ کې د امام بخاري او امام ترمذي د یاد نمانځنه وشي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب