Post Image

پرون سه شنبه د اسراییلو، متحده عربي اماراتو او بحرین هېوادونو لوړپوړو چارواکو په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ په حضور کې د سولې جلا تړونونه لاسلیک کړل. د بي بي سي په حواله پدې مراسمو کې نږدې ۷۰۰ مېلمنو ګډون کړی و. دا سندونه چې ټرمپ ورته د ابراهیمي ادیانو د استازو ترمېنځ توافق وايي، په منځني ختیځ کې د یو داسې نوي جیوپولیټیک رامنځته کېدلو ته اشاره کوي، چې ممکن د سیمې نرنوشت، دوستۍ او دوښمنۍ له سره تعریف کړي.

افغانستان په سیاسي او فرهنګي لحاظ د منځني ختیځ د سیمې غړی که نوي، نو ګاونډی هېواد دی. له پورتني توافق وروسته لږ تر لږه په ټولنیزه مېډیا کې داسې پوښتنې رابرسېره شوې، چې ولې افغانستان د اسراییلو سره اړیکې نه ټینګوي؟ یا په بل عبارت آیا دا امکان لري، چې افغانستان دې د ترکیې، اردن، مصر، اماراتو او بحرین په پل باندې پل کېږدي او د اسراییلو سره اړیکې ټینګې کړي؟ یا دا چې د اسراییلو سره د اړیکو د ټینګولو پایلې به څه وي؟

دا او دې ته ورته پوښتنې د همدې لیکنې محوري موضوع ده، چې د بهرني سیاست د تیورۍ، په منځني ختیځ کې د جوړېدو په حال کې د جیوپولیټیک او ورځنیو سیاسي چارو په محور کې تحلیل شي.

 

ابراهیمي توافق

دا نوم ځکه جالب دی، چې امریکا د عربو – اسراییلو ترمنځ روغې جوړې ته د دین له زاویې ګوري او د اسماني ادیانو ( یهودیت، عیسویت او اسلام) ترمنځ د اتحاد په سترګه ورته ګوري. پدې ډول نور مسلمان هېوادونه هم تشویقوي چې اسراییل په رسمیت وپېژني. د اټکل له مخې تر دې وروسته به وار د عمان او سوډان وي. بیا به بلاخره سعودي عربستان هم ورته اقتدام کوي.

اصلي مسئله د عربي پسرلي او د داعش په محور کې د دیني افراطیت له تجربې وروسته په منځني ختیځ کې د نوي جیوپولیټیک تشکیل دی، چې د شیعه – سني په دښمنۍ کې یې سنیان د یهودو توربورانو غېږې ته ورګوزار کړل. ددې توافقاتو یوه پایله د سیاسي اسلام د سني روایت کمزورتیا او د شیعه روایت پیاوړتیا ده. بله پایله یې په سیمه کې د روسیې، چین او امریکا په څېر د زبرځواکونو ترمنځ  د ملي ګټو پر سر رقابت دی، چې دواړه ددې لیکنې موضوع ګانې نه دي.

د توافق متنونه ځکه مهم دي، چې په کې د اسراییلو – فلسطین ترمنځ اختلافاتو او د بیت المقدس او مسجد الاقصی د راتلونکې به اړه بحث نه دی شوی. یوازې د اماراتو سره په تړون کې د «دوو دولتونو پر اساس حلارې» ته لنډه اشاره شوې ده. دا پدې معنا ده، چې د فلسطین د اشغال شوې خاورې، اواره فلسطینیانو، اسراییلو غیر انساني کلابند، مسجد الاقصی د موقف او ورته نور مسایل چې عربانو او مسلمانانو لپاره سرې کرښې وې؛ اوس مطرح نه دي.

حقیقت دا دی چې فلسطین نور د عربو پر اوږو بېځایه بوج دی. عرب شیخان نوره علاقه نه‌لري، چې د اسلامي ورورولۍ تر شعار لاندې خپله راتلونکې په خطر کې واچوي.  د فلسطین داعیه اوس د ترکیې او ایران په څېر د غیر عربو او متخاصمو ګاونډیانو لپاره لنګه غوا ده او عرب شیخان یې شیدو ته اړتیا نه لري.

 

افغانستان او اسراییل

د افغانستان – اسرییلو ترمنځ د ډیپلوماټیکي اړیکو ټینګول لږ تر لږه د اوس لپاره امکان نه‌لري. که فرضاً داسې یو اقدام هم وشي؛ د افغانستان لپاره یې تاوان تر ګټې ډېر زیات دی. دا چې ولې او څنکه؟  په لاندې څو ټکو کې تشرېح شوي دي.

الف: د مسئلې تیوریک اړخ :

د بین المللي حقوقو په محور کې د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا کنوانیسیون چې په ۱۹۶۱ کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لخوا منل شوی دی؛ افغانستان د یو خپلواک، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکم دولت په توګه کولای شي، حد اقل په تیوریک ډول کولای شي چې د بل خپلواک، ځمکنۍ بشپړتیا خاوند او حاکم دولت سره ډیپلوماټیکي اړیکې ټینګې کړي. د اسراییلو په اړه مسئله دا ده، چې افغانستان یې د یو حاکم دولت په توګه په رسمیت نه پېژني. له همدې امله د اړیکو ټینګولو لومړنی او اساسي شرط دا دی، چې افغانستان اسراییل په رسمیت وپېژني او بیا ورسره اړیکې ټینګې کړي.

د ډیپلوماټیک تعامل پر اساس که چېرې غواړئ چې د کوم بل هېواد سره اړیکې ټینګې کړئ، نو ضرور ته چې د اړوند هېواد سره اړیکې د خپلو ملي ګټو پر بنسټ تعریف کړئ. دا تعریف تاریخي، فرهنګي، اقتصادي، جغرافي او سیاسي اړخ لري. په بل عبارت د اړیکو د تعریف په موخه باید داسې مشترک تاریخي، فرهنګي، سیاسي او یا اقتصادي زمینه موجوده وي چې پر اساس یې اړیکې ټینګې شي. مثلاً د هند سره زموږ په اړیکو کې پورتني موارد په تمامه معنا رعایت کېږي. د سولې مذاکراتو په غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې له افغانستان سره زر کلنې اړیکې لري. په ورته ډول د ایران، ترکیې، منځنۍ اسیا، سعودي عربستان، اروپا، چین او لسګونو نورو هېوادونو سره ورته مشترکات لرو، چې پر اساس یې بهرنی سیاست مو تعریف شوی دی. د ۲۰۰۱ څخه وروسته له نړۍ سره د افغانستان د مراوداتو چارې ګړندۍ شوې. هغه مهال په افغانستان کې مثلاً د جنوبي کوریا، اسټرالیا او نیوزیلانډ په څېر د هېوادونو اړیکې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې تعریف شوې چې اوسمهال هم دوام مومي.

پورتني حقیقت ته په کتلو سره پوښتنه دا ده، چې له اسراییلو سره موږ څه ډول مشترکات لرو، چې پر اساس یې خپلې اړیکې تعریف کړو؟ مثلاً په ۱۹۴۸ کې د اسراییلو د تاسیس سره سم د ترکیې او پهلوي ایران په څېر دولتونو؛ په خپل هېواد کې د یهودي لږه کیو او د عثمانیانو او ایراني بادشاهانو لخوا د یهودو سره د مرستو  په بهانه اسراییل په رسمیت وپېژندل. آیا افغانستان د اسراییلو سره سیاسي، فرهنګي، تاریخي او جغرافي مشترکات لري، چې پر اساس یې دا هېواد په رسمیت وپېژني؟ د کانسپرنسۍ د هغې مشهورې تیورۍ پرته چې پښتانه د یهودانو ورکه شوې ۱۲مه قبیله بولي؛ له اسراییلو سره هېڅ ډول مراودات نه لرو! موږ د عربو سره دومره نږدې هم نه یو چې ووایو د یو مشر ورور په توګه هر څه چې هغوی کوي؛ موږ یې د سر په سترګو منو.

 

ب : د مسئلې جیوپولیټیک اړخ:

راځئ  د یوې شېبې لپاره فکر وکړو، چې د اسراییلو سره حد اقل اقتصادي مشترکات لرو چې پر اساس باید اړیکې ټینګې شي. آیا د سیمې جیوپوليټیک موږ ته اجازه راکوي چې دا کار وکړو؟ په بل عبارت آیا دا کار به زموږ په ګټه وي او که په تاوان؟

د نوي جیوپولیټیک پر اساس عرب شیخان د ۴ مهمو لاملونو پر اساس د اسراییلو مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

۱ – اسراییل د تاسیس راهیسې د سړې جګړې په دوران کې تر ننه پورې په منځني ختیځ کې د امریکا طبعي متفق او د جګړې لومړی کرښه او مستحکم سنګر دی. حتا اسراییل د امریکا د کورني سیاست مسئله ده، چې د ولسمشرانو په تعین کې رول لري. عربان پدې قانع شوي دي، تر څو پورې چې امریکا وي؛ اسراییل به وي.

۲ – عربي شیخان نور قانع شوي، چې سیاسي اسلام نشي کولای، په ۲۱مه پېړۍ کې د جهاني نظم سره پخلا شي. پدې اساس د عربي پسرلي تجربې وښودله چې د شیخان او حاکمانو ماڼۍ دومره پیاوړې هم نه دي، چې دروازې یې د ولسي پرګنو مخه ونیسي. په مراکش، مصر، لېبیا، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو کې د دیکتاتوري نظامونو د ړنګېدلو تجربه هم د لوېدیځ لپاره او هم د منځني ختیځ لپاره ډېره ګرانه تمامه شوه. د اخوان المسلمین د غورځنګ پیاوړتیا او بیا وروسته په افراطي بڼه یې د داعش او نورو سلفیانو ظهور دا شیخان او دیکتاتوران مجبور کړل، چې پر یو نوي جیوپولیټیک فکر وکړي. هغه د محمد بن سلمان په اصطلاح « معتدل اسلام» تر نامه لاندې معما ده، چې د غرب سره پخلا وي. خلاصه د سیاسي اسلامپالو او داعش تجربې شیخان مجبور کړل چې د امریکا او اسراییلو غېږې ته پناه یوسي.

۳ -  یو زیات شمېر ستراتیژستان پدې اند دي، چې د ۲۰۵۰مو کلونو تر پایه پورې به په جهاني بازارونو کې نفت خپل ارزښت له لاسه ورکړي. پدې معنا چې د انرژۍ په تولید کې د باد، اوبو، یورانیمو په څېر بدیدلونه ددې سبب کېږي چې پر نفتو ولاړ اقتصادونه نسکور شي. منځنی ختیځ او د خلیج هېوادونه د نفتي اقتصاد پر ځای پر نورو بدیلونو کار کوي، چې د غرب پانګه جلب کړي. دا کار د غربي ارزښتونو د منلو پرته ناممکن دي، چې اسراییل یې په سیمه کې تر ټولو ښه استازی دی. مثلاً د وسلو اخیستل یې یوه طبعي پایله ده.

۴  - د ایران په څېر شیعه اسلامپاله رژیم چې اساس یې د اسلامي انقلاب په صادرولو ایښودل شوی دی؛ د عربو شیخانو لپاره ستر ګواښ دی. البته ایران په یوازې ځان نشي کولای، چې په سیمه کې مزاحمت وکړي، خو ددې هېواد جیوستراتیژیک موقعیت ددې سبب شوی، چې د چین او روسیې په څېر د زبر ځواکونو اشتها را وپاروي. ایران ددې وړتیا لري، چې په هر هېواد کې شیعه لږه کي د حاکمو رژیمونو په مقابل کې را وپاروي. په سوریه، یمن، عراق او حتا بحرین کې عملاً دا کار کوي. نه امریکا، نه اسراییل او نه عربان غواړي، چې سیمه بې ثباته شي. په طبعي ډول یې یو بل سره اتفاق ته مجبوري.

 

ج‌: روانې سیاسي چارې

د تېر ۴۰ کلن جهاد له برکته افغانستان د پیاوړي مرکزي دولت څخه بې برخې دی او عملاً په فدرالي ډول د قدرت د جزیرو لخوا اداره کېږي. په همدې موده کې د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو د نیابتي جګړې په میدان بدل شوی دی. د هېواد په سیاست، فرهنګ، اقتصاد او ټولنې باندې ددې هېوادونو له اغېز هېڅوک انکار نشي کولای.

پدې اساس که ته چېرې غواړې چې مثلاً د ایران سرسخت دښمن په رسمیت وپېژنې، نو باید پایلو ته یې هم منتظر اوسې. کله چې په اروپا کې د یو افراطي احمق لخوا د قرآن کریم یوه نسخه وسوځول شي، افغانان یې په مقابل کې خپل دوکانونه او دفترونه سوځوي. آیا دولت دې ته آماده دی چې عام ولس ته د فلسطیني شهیدانو د وینو حساب ورکړي؟!

خلاصه د اسراییلو سره د افغانستان د اړیکو پلویان باید پوه شي، چې بهرنی سیاست د ملي ګټو پر اساس تعریفېږي او د اسراییلو په رسمیت پېژندل د افغانستان د ملي ګټو خلاف عمل دی.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب