Post Image

د افغانستان د زندانونو تنظیم اداره په هر ولایت کې د سرغړوونکو ماشومانو د روزنې او اصلاح یو مرکز لري، چې په‌کې نږدې ۶۰۰ ماشومان د بېلابېلو جرمونو په تور ساتل کېږي.

د یادو ماشومانو له ډلې ۸ یې نجونې او پاتې نور یې بیا هلکان دي. د یادو ماشومانو له ډلې ۲۱۰ په کابل کې، ۷۰په  هرات کې، ۶۴ بلخ کې، نېږدې ۳۰ ننګرهار او ۱۱ په کندهار کې ساتل کېږي.

مالومات ښيي، د هېواد په ګڼو نورو ولايتونو کې هم په روزنيزو مرکزونو کې د ټيټ عمر سرغړوونکي ماشومان ساتل کېږي، چې د ټولو شمېر کابو ۶۰۰ ته رسيږي.

د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکزونه هغه ځایونه دي چې په بېلابېلو جنایتونو تورن ماشومان له ۱۲ کلنۍ تر ۱۸ کلنۍ پورې ساتل کېږي او تر سالمې روزنې وروسته بېرته ټولنې ته وړاندې کېږي. په دې مرکزونو کې ماشومانو ته د ښوونځي نصاب سربېره تعلیمي، فرهنګي، اسلامي او رواني درسونه ورکول کېږي.

د زندانونو د تنظیم ادارې وياند فرهاد باياني وايي، په دې مرکزونو کې د نالوستو ماشومانو لپاره د سواد او حرفوي زده کړې پروګرامونه او د هغو ماشومانو لپاره چې ښوونځی یې تر يوه بريده لوستی وي، د حرفوي زده‌کړو ترڅنګ تعلیمي زده‌کړې هم ورکول کېږي.

دغه ماشومان په دریو ابتدایه، استیناف او تنفیض مرحلو او د محکمې له حکم وروسته یادو مرکزونو کې تر ۱۸ کلنۍ پورې ساتل کېږي. له ۱۸ کلنۍ بیا پورته دغه ځوانان نورو ارګانونو ته معرفي کېږي.

دغه ماشومان په کومو جرمونو نیول شوي؟

د اصلاح او روزنې مرکز کې دغه ماشومان د څلورو کټګوریو جرمونو لکه قتل، سرقت، لواط، د کورني او بهرني امنیت خلاف جرایمو په تور نیول شوي دي.

د دې ماشومانو د کورني او خارجي امنیت پر خلاف د دوسیو څېړلو یو څارنوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانیې ته وویل، د یادو ماشومانو له ډلې نږدې ۲۰۰ تنه یې د کورني او خارجي امنیت پرخلاف چې ترهګريزې کړنې هم په‌کې راځي، نیول شوي دي.

دغه سرچینه وایي، ډېری دغه نیول شوي ماشومان د طالبانو، داعش یا نورو ترهګريزو ډلو په فکرونو روزل شوي. یوه انګېرنه چې افراطي ډلو کې ده، هغه دا ده، چې دوی پوهېږي د ماشومانو محکمه او سزا تر لویانو کمه وي، نو ځکه خو له همدې ماشومانو استفاده کوي.

خو د زندانونو تنظیم اداره بیا وایي، یوازې له ۱۰۰ تر ۱۳۰ ماشومان د کورني او بهرني امنیت پرخلاف د جرمونو په تور نیول شوي.

د زندانونو تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني وایي، د نږدې ۶۰۰ ماشومانو له ډلې ۴۰۰ تنه یې په قتل، غلا، لواط تورن دي. دغه راز اته نجونې بیا د نشه‌یي توکو د قاچاق او غلا په تور نیول شوي دي:

« د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې راپه‌دېخوا تر دې دمه ۳۰۰ ماشومان د ولسمشر د فرامانونو له مخې خوشې شوي دي.»

ماشومان ولې جرمونو ته مخه کوي؟

ارواپوهان او د بشر حقونو فعالان په دې باور دي، چې په ټوله کې په افغانستان کې د مجرمینو سن ټیټ شوی دی. د افغانستان نفوس ډېری برخه له ۱۸ څخه د کم عمر لروونکي دي. ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف‌الدین عظیمي وايي، ماشومان د څو لاملونو پر اساس جرمونو ته مخه کوي:

«د ښار په واټونو او کوڅو کې د ماشومانو راوتل او کار کول، له زده‌کړو او تفریح محرومېدل، ماشومانو کې افراطیت، بې‌سوادي، د جنایي او ترهګريزو ګروپونو له‌خوا استفادې او د کورنیو ناغېړتوب هغه لاملونه دي، چې ماشومان جنایي کړنو ته هڅوي.»

ښاغلي عظیمي افغانیي ته وویل، ډېری تروریستي او جنایي ګروپونه ماشومان غولوي او د هغوی له ټیټ فهم د ځان په ګټه استفاده کوي، ځکه ماشومان د لویانو په پرتله په سزا او محاکمو کې د معافیت درلودونکي دي. دغه بانډونه ورته پیسې، خوراک، پوښاک او د ژوند سهولتونه برابروي، چې په ترڅ کې د ماشومان مېلان هم د هغوی خوا ته ځي.

نوموړی له حکومت غواړي، چې په دې مرکزونو کې دې یادو ماشومانو ته د روزنې او تدریس منظم چوکاټ جوړ کړي، څو په سمه توګه وروزل شي.

روزنې او اصلاح مرکز کې د ماشومانو ستونزې

په دې مرکزونو کې مېشت ماشومان له کورنۍ او ټولنې د لرې اوسېدو سربېره ګڼ شمېر نورې ستونزې هم لري. دوی ته د لوبو او زده‌کړو مناسب ځای نه‌دی برابر او ډېری یې په غیر معیاري ودانیو کې ساتل کېږي. 

د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د مطبوعاتو مسوول ذبیح‌الله فرهنګ افغانیې ته وویل،  هغه ټول مضامین چې په ښوونځيو کې تدریسېږي په دې مدرسو کې دوی ته په ښه ډول نه تدریسېږي. 

د ښاغلي فرهنګ په وینا، یادو مرکزونو کې ډېر پام په اسلامي روزنه کېږي، ریاضي، ساینسي او هنري مضمونونه ډېر کم دي. دوی چې کله هم له دې مرکزونو وځي، نو په ښوونځیو کې یې په همغه ټولګي کې نه‌نیسي کوم چې دوی د اصلاح په مرکزونو کې ویلي، ځکه هغه لازم کیفیت نه لري.

په دې اړه د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهار بایاني افغانیې ته وویل، د ۳۴ مرکزونو له ډلې یوازې په څو مرکزونو کې چې د ماشومانو شمېر ډېر دی د پوهنې وزارت نصاب په بشپړ ډول پلي کېږي، خو په ډېریو هغو مرکزونو کې چې دوو نه تر ۶ ماشومان ساتل کېږي پوره نصاب نه‌شي تدریسولی.

د همدې ستونزې د له‌منځه وړلو لپاره د زندانونو تنظیم اداره په داسې  یوه انلاین طرحې کار کوي، چې له مخې به یې د ټولو ولایتونو د اصلاح او روزنې مرکزونو ماشومان په انلاین ډول زده‌کړې وویني.

ښاغلی بایاني هغه موارد  هم رد کړل، چې ګواکې ماشومان په ښوونځيو کې په برابرو ټولګیو کې نه نیول کېږي. دی وایي، د پوهنې وزارت سره په همغږۍ ټول هغه ماشومان چې له دې مرکزونو وځي، د سه‌پارچې په وړلو ښوونځيو کې په همغو ټولګیو کې کېنول کېږي.

د روزنې او اصلاح مرکزونه څومره معیاري دي؟

د روزنې او اصلاح مرکزونه په کابل، فراه، هرات، هلمند، کندهار، بلخ، سمنګان، وردګ، بامیان، بدخشان، پکتیکا، ننګرهار، خوست ولایتونو کې دولتي ساختمانونه لري، خو په ډېریو ولایتونو کې بیا دغه مرکزونه شخصي یا کرايي ودانۍ لري. 

په ډېریو ولایتونو کې د معیاري ودانیو، تفریح‌ځایونو نه‌موجوديت او د مضمونونو نه برابروالي سربېره په یادو مرکزونو کې د ارواپوهانو نشتوالی هم د یادو ماشومانو له ستونزو څخه شمېرل کېږي. د بشر حقونو کمېسیون ویاند ښاغلی فرهنګ وایي، د دوی لپاره په ډېریو مرکزونو کې اروپوهان نه‌‌شته. ځینې وخت د شخصي موسسو له‌خوا یو شمېر پروګرامونه جوړېږي، خو هغه دومره ګټورې نه دي. حکومت باید د دې ماشومانو په حرفې او رواني اړخ کار وکړي، څو په سالمه توګه ټولنه کې ادغام شي او د بیا ځلي لپاره ورته جنایتونه ترسره نه‌کړي.

خو د زندانونو تنظیم اداره بیا وایي، چې د یوه منظم میکانیزم له مخې ټولو ماشومانو ته د نورو زده‌کړو ترڅنګ رواني او روحي زده‌کړې هم ورکول کېږي.

د پوهنې وزارت یادو ۳۴ مرکزونو ته د ښوونکو ۷۳ بستونه ورکړي، چې د څارونکو په وینا دغه معلمین نه‌شي کولای په تول هېواد کې د پوهنې وزارت  درسي نصاب پر دوی پلی کړي.

د ۷۳ بستونو سربېره بیا ۴۰ نور ښوونکي د همدې روزنې او اصلاح مرکز له‌خوا د حق‌الزحمه په توګه ګومارل شوي، خو دا چې له دې ډلې څومره ښوونکي د ارواپوهنې په برخه کې مسلکي دي په دې اړه دوی څه نه وایي.  

د څارونکو په باور په دې مرکزونو کې د ارواپوهانو نه شتون او د روحي زده‌کړو نه‌لیدل د دې لامل کېږي چې دغه ماشومان له دې ځایه تر وتلو ورسته يو ځل بيا په لویو جنایتونو لاس پورې کړي.

د ماشومانو د سن مسئله

په یادو مرکزنو کې ځینې داسې کسان هم شته چې په تذکره کې یې سن کم لیکل شوی وي، خو په اصل کې یې عمر له ۱۸ او ۱۹ هم پورته وي، چې داسې کسان بیا پر نورو ماشومانو چې سنونه یې له ۱۸ کم دي ناوړه اغېز پرې‌باسي.

د دې ماشومانو د دوسیو څېړلو یو څارنوال وایي، په دې مرکزونو کې دوی د سن ستونزه لري، داس کسان هم شته چې عمرونه یې ډېر دي، خو تذکره کې یې عمر کم لیکل شوی وي.


د نوموړي په وینا، ځینې بندیان چې عمرونه یې ډېر دي، کشران تر خپل اغېز لاندې راولي، هغوی ته ناوړه تبلیغات کوي، د زده‌کړې او اصلاح بهير یې تر اغېز لاندې راولي. له همدې کبله ډېری دغه ماشومان له خوشې کېدو وروسته بېرته له طالبانو، داعش یا هم نورو ورانکارو او جنایي ډلو سره یو ځای کېږي.

په دې اړه بیا د زندانونو تنظیم ویاند ښاغلی بایاني وایي، هغه کسان چې د سن تثبیت په برخه کې ستونزه لري، دوی یې د سم تثبیت لپاره اړوندو ادارو یاني عدلي طب ته استوي، که عمر یې له ۱۸ ټیټ و، خو همدلته ساتل کېږي او که عمر یې پورته و، نورو ارګانونو ته لېږدول کېږي.

په ورته مهال د کورنیو چارو وزات مسوولين هم وایي، چې په دې وروستیو کې د جنایي جرمونو په تړاو ډېری نیول شوي کسان تنکي ځوانان او یا هم ماشومان دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب