Post Image

له څه وخت راهيسې د پوځي جګړې ترڅنګ طالب اورپکو او پلويانو يې رواني جګړې ته هم زور ورکړی دی. دوی په يو وخت مختلف اهداف پر مخ وړي، له دې لارې غواړي د خپلو جنګياليو مورال لوړ وساتي.هڅه کوي چې په افغان لوري او نړيوالو  فشار واچوي څو په اسانۍ سره خپلې غوښتنې پرې وتپي، امتيازات تر لاسه کړي. دا نو د دوی د فتحې خوب دی، چې په اصطلاح يې اوس يې په حقيقت بدلېدوته نېږدې شوی دی.

په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو اسلامي امارت ترمنځ د خبرو له پرانست غونډې بيا د دوی تر  کارول کېدونکو ادبياتو او لهجې پورې هرڅه ترخه دي. که څه هم له جګړه مارو ډلو سره تر جګړې او ويجاړۍ پرته خبرې او منطق نشته، چې په مټ يې ځان بريالی کړي، نو ښه لاره همدا ور پاتې ده، چې شرارت وکړي او پام ورخپل کړي.

نړيوال د افغانستان د اوږدې معضلې حل وروستيو هڅو ته خوشبين دي، خو اساسي ستونزه د ځينو کړيو نامناسب حرکتونه دي، چې په لوی لاس نه غواړي دجګړې کيسه ختمه شي، ځکه چې په مستقيم او غير مستقيم ډول يې خپلې ګټې ور پورې غوټه دي. ځينې کړۍ او افراد دکته کېږي، چې د سولې پر وړاندې خنډونه پيدا کړي، ځينې ننګونې راپيدا کوي او شرارت جوړوي.

طالبان ولې په لومړي سر کې اوربند ته غاړه نه‌ږدي؟ دا ځکه چې دوی د فشار الې په ډول بايد د خپل ځای ځايګي د تضمينولو او ونډې تر لاسه کولو لپاره له شديدې جګړې کار واخلي، هغه لارې وکاروي چې د دوی ګټې ور تضمين کړي.

د اورپکيو مشران فکر کوي، که يې جنګيالي له جګړې خپلو کورونو ته ستانه شي، د کورونو ګرم استقبال وګوري او د اوربند خوند وڅکي، نو بيا کله هم په  قطر او کويټه کې ناستو مشرانو فرمايشونه نه مني، بيا ددې ژبغړاندي اور لمبې هغومره نه لېونۍ کېږي، لکه څومره چې طالب په دې وروستيو کې ګرمې ساتلې دي.

د نشه يي توکو کارباريان نه غواړي، چې خپله روزي په لغته  ووهي، د کانونو مافيا د خپلو ناقانونه کاربارونو دروازې نه تړي، د تورو پيسو سيفونه بايد لاک نه شي او ټول تور کاربارونه چې پيسې يې په دې جګړه کې سپينيږي، هغه بايد روان پاتې شي. که جګړه دريږي، دا ډول هرڅه ورسره بنديږي. دا شبکې او افراد له هرې ممکنه او ناممکنه لارې هڅه کوي، چې کيسه روانه وساتي او د خپلې روزۍ مېچنه په څرخ کې پرېږدي.

جګړه ګټونکی نه لري، خو طالب لاهم په دې باور دی، چې جګړه به دوی ګټي، ځکه چې لاهم د دوی ارادې او دريځونه مشخص نه دي. تر اوسه پورې طالبانو خپل غوڅ دريځ نه دی په ډاګه کړی اوربند خو ورته داسې ښکاري چې هرڅه به له لاسه ورکړي.

اوس د يوه نوي افغانستان لپاره هيلې راټوکېدلې، افغان حکومت ددې ماجراء د حل لپاره هڅې پيل کړې، خو  په کور د ننه هم ځينې ستونزې شته، يو شمېر افراد او کړۍ په سوله او ټيکاو کې خپلې ګټې نه ويني. څوک د موقت حکومت خوبونه ويني، څوک د نظام بنيادونه نړوي.

په کور د ننه يوې هراړخيزې سياسي اجماع ته اړتيا ده، داسې اجماع چې د ځان د ګټو پر ځای د افغانستان ګټې پکې وپالل شي.

ددې لپاره په پلان او طرحو کار وشي، چې د جګړې له ودرېدو سره جوخت څه ډول د فساد او نا انصافۍ سره مبارزه وشي، کومو سيمو کې پروژو ته لومړيتوب ورکړل شي او نړيوالو ته څه ډول قناعت ورکړل شي، چې مرستې وکړي، په سم او اغېزمن ډول يې ولګوي.

هغه سيمې چې په تېرو دوو لسيزو کې د طالب له برکته له پرمختګونو او پروژو پاتې دي، په هغو کې بايد لنډمهالي او اوږدمهالې پروژې پلې شي، د ژوند او ژواک لپاره ټول امکانات ورته برابر شي، داسې کسان او ډلې په پرمختيايي پروژو کې راښکېلې شي، چې وړاندې يې د پروژو لپاره خنډ جوړاوه.

له دې ټولو سره سره نړيوال بايد د طالبانو له حمايه کوونکو څخه په جدي ډول وغواړي، چې د افغانستان په تړاو ريښتيني پاتې شي، له منافقت څخه لاس واخلي. د دې لپاره چې طالب په پوره خود مختارۍ د خبرو مېز ته کېني، بايد کورنۍ يې له پاکستان څخه و ايستل شي، په هغه ځمکه يې حسابونه تصفيه شي، ترڅو يې مجبوريتونه پای ومومي او له تړليو زولنو خلاص شي.

طالبان باید د نوي افغانستان دا واقعیت وگوري او غاړه ورته کېږدي، چې دا ځمکه اوس د کادرونو او متخصيصينو له کمي سره مخ نه ده، که ستاسې ويجاړۍ ودريږي، افغانستان به په کم وخت کې ډېر مزل او پرمختګ وکړي. طالب مشرانو او د هغوی ملاتړي بايد په دې پوه شي، چې افغانستان بيا د غر او غار دورته نه ستنيږي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب