Post Image

د چارو شنونکي د افغانستان اسلامي جمهوريت مرکچي پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې خبرو بیاځلې پیل ته د شک او اندېښنې په نظر ګوري او وايي، که څه هم طالبان د نړیوالو د فشار له کبله د سولې خبرې پيل کړې، خو دوی به بيا هم هڅه وکړي، چې یوازې وخت ضایع کړي، ځکه طالبان به د دوحې تړون د ارزونې په تمه پاتې شي او تر هغه مهاله به ولس او نړیواله ټولنه په همدې تشریفاتي غونډو تېر باسي، ذهنونه به اغوا کړي.
د وروستيو مالوماتو له مخې، تېره ورځ ماښام افغان مرکچي پلاوي او د طالبانو ډلې غړو سره کتلي او د مذاکراتو پر دوام يې ټينګار کړی دی.
شنونکي اندېښنه ښيي، چې طالبان به بیا هم خبرې د تخنیکي ډلو ترمنځ محدودې وساتي او له دې سره به د سولې په پروسه کې په اساسي موضوعاتو چې یو یې هم د تاوتریخوالي کموال او يا اوربند دی، هېڅ ډول خبرې ونه کړي، ځکه چې طالبانو د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره تاوتريخوالی زيات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما له لوري همدا نن خپورشوی تازه راپور په ډاګه کوي، چې د سولې د خبرو له پیل وروسته په افغانستان کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی. د یاد راپور له مخې  په ۲۰۲۰ کال کې د ملکي تلفاتو شمېر۸۸۲۰ تنه دی، چې له دې ډلې ۳۰۳۵ وژل شوي او ۵۷۸۵ ټپیان شوي دي:
 ((په داسې حال کې چې په ټولیز ډول په۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ملکي تلفاتو کچه د کال په لومړیو کې د کمو تلفاتو له کبله ټیټه ښودل کېده، خو  د۲۰۲۰ کال له اکټوبر میاشتې وروسته د مذاکراتو له پیل څخه تر نورو میاشتو ډېر ملکي تلفات رامنځ ته شوي دي. حکومت ضد عناصر په ۲۰۲۰ کال کې ۶۲ سلنه د ملکي تلفاتو لامل شوي، چې له دې څخه ۴۶ سلنه د طالبانو ته منصوبيږي.))
شنونکي په دې باور دي، طالبان وروسته له هغه چې د ټرامپ ادارې له خوا خپل لاسته راغلي امتیازات په خطر کې ولیدل، د بایډن ادارې له لوري د دوحې تړون بیا ارزونې يې پښې ور ولړزولې، د سيمې د ملاتړو هېوادونو او استخباراتي کړيو په فرمایش يې هڅې پيل کړې، چې ذهنونه اغوا کړي، دوی يوځل بيا په مکار ډول د خبرو مېز ته ور وګرځېدل، خو فکر نه کېږي، چې دوی دې دا مزل په صادقانه ډول تر سره کړي.
د سولې چارو شنونکې شهلافرید افغانیې ته په مرکه کې وویل، طالبان اوس هم سولې ته لېوالتیا نه‌لري او سیاسي فشارونه نه‌شي کولای، طالبان د سولې خبرو ته راوګرځوي، بلکې د ایران او پاکستان له خوا د پوځي، تخنیکي ملاتړ پرې کول یوازینۍ لار ده، چې طالبان اړ کیږي، خبروته په جدي ډول کیښنې:
 « نړۍ بايد د طالبانو ملاتړي او ملګري په ځانګړي ډول پاکستان او ایران تر فشار لاندې ونيسي، چې طالبان عملاً د جګړې په ډګر کې نظامي، مالي او تخنیکي سپوټ کوي. »
د ملي دفاع وزارت مرستيال شامحمود مياخېل وايي، تېر کال طالبان د جګړې زیاتېدو هڅې ګړندۍ کړې، د هېواد په اوو ولایتونو او ۱۳۲ ولسوالیو کې طالبانو ډله‌ییز بریدونه وکړل او غوښتل یې چې یادې ولسوالۍ سقوط کړي، خو ونه توانېدل. 
ښاغلي مياخېل زياته کړه، د تېر یو کال پر مهال ۱۸ زره طالبان وژل شوي،۱۰ زره نور ټپیان شوي او ۲۹۵۹ يې د ملي اردو ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
بل لورته سیاسي شنونکی مطیع الله خروټی په دې باور دی، چې د سولې خبرو ته د طالبانو بیاحاضریدل د نړیوالې اجماع رامنځته کېدل او د نړۍ د فشارونو پایله ده، خو په دې منځ کې طالبان د وخت ضایع کولو هڅې کوي، چې نړۍ او حکومت بايد دې ټکي ته متوجه وي:
« حکومت او طالبان دواړه په کمه کچه لېواله ښکاري، خو حکومت ځکه دا کار کوي، غواړي د سولې خبرو کې په مستقیم ډول دخیل شي او د دوحې تړون فرمایشاتو ځان خلاص کړي. بل لورته بیا طالبان وخت ضایع کوي، دوی په دې تمه دي، چې دبایډن اداره وروستۍ او کره پرېکړه وکړي.»
د ښاغلي خروټي په وینا حکومت ته په‌کار ده، چې د نړیوالې او سیمه‌ييزې اجماع ترڅنګ غښتلې کورنۍ اجماع رامنځته کړي، ترڅو د سولې خبرو کې طالبانو ته د امتیازاتو ترلاسه کولو دروازې وتړل شي.
د ناټو دفاع وزيرانو په غونډه کې هم له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل مشروط شوي او په دې ټينګار شوی، چې تر هغه طالبان ژمنې پوره نه کړي، نو دوی به پاتې شي.
د ناټو مشر ويلي، چې که په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان ووځي، نو تېرې لاسته راوړنې به يې له منځه لاړې شي.
بل لورته بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت مسوولین وایي، حکومت په سیمه او نړۍ کې دا اجماع رامنځته کړې، چې د افغانستان کشالې حل د مذاکراتو دوام او سیاسي حل لاره ده، نو له همدې کبله د هېوادونو فشارونو په پایله کې طالبان هم بیاځلې خبرو ته حاضر شول.
د یاد وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل، تمه ده، چې د سولې خبرې دوام ومومي او يوې ښې هوکړې ته ورسيږو.
د اغلې انوري په وینا د دواړو لوریو پرونۍ غونډه کې په دې هوکړه کړې چې د سولې خبرې به تخنیکي ډلو ته نه محدودیږي او په مختلفو ډلو کې به د اجند اړوند موضوعاتو باندې بحثونه کیږي:
« زموږ پلاوی په دوحه په پوره زغم سره له مقابل لوري سره خبرو ته چمتو دی، ترڅو په ترڅ کې یې د خلکو غوښتنې تحقق ومومې او په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، ترڅنګ یې د سولې لاسته راغلي فرصت د افغانستان په ګټه وکاريږي.»
د افغان دولت د مذاکراټي تیم یوه غړی محمد رسول طالب وايي، د امریکا، قطر او ځینو نورو هېوادونو له خوا د وړاندیز شوي میکانیزم پر سر کار روان دی، چې رامخې ته شوې ستونزه حل او خبرې ژر پیل شي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای‌ته رسېدو لپاره له سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د سولې روانې خبرې باید چټکې شي، خو دوی د ټرمپ ادارې له لوري له طالبانو سره د شوې هوکړې ارزونې ته لومړيتوب ورکړی دی، چې دې کار طالبان خواشيني کړل او د سيمې په سفرونو سر شول.
د دواړو خواو ترمنځ مخامخ غونډې له ۴۵ورځني ځنډ وروسته ترسره کېږي. افغان چارواکو په دې موده کې بیا بیا پر طالبانو نیوکه کوله چې د خبرو مېز یې پریښی او په بهرنیو سفرونو بوخت دي.
طالبان ددې پر ځای چې بيا خبرو مېز ته ور وګرځي، پاکستان، ايران، روسيې او ترکمنستان ته سفرونه وکړل، ترڅو د سياسي ملاتړ ترڅنګ مادي ملاتړ هم ور خپل کړي او خپلې اړيکې غښتلې کړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب