د ۳۳زره خیالي شهيدانو او معلولینو اسناد رد شوي دي
د
شهيدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له لوري افغانیې ته رسیدلي مالومات ښیي،
په ۱۳۹۹مالي کال کې د اسنادو څېړلو
کمیسیون کابو د ۳۳زره خیالي شهيدانو او معلولینو جعلي اسناد تثبیت او رد کړي، چې له کبله یې ۱.۴میلیارد افغانۍ سپما شوې
دي.
د
استول شوي مالوماتو له مخې، په همدې کال کې ۱۷۴۱۰۸ سندونه څېړل شوي، چې له
دې څخه ۳۲۵۳۳ سندونه رد شوي او له درکه یې یو میلیارد او ۴۶۳میلیونه افغانۍ د بودجې
له بېځايه لګېدو او درغليو څخه مخینوی شوی
دی.
د
شهيدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسوولینو د یادو مالوماتو په تایید سره وویل،
اټکل شوی د څېړنو په پای کې ۵۰زره جعلي سندونه وپيژندل شي، چې ورسره به د تخصیص د ۱۰ سلنې حیف او میل مخینوی
کېږي.
د
سرچینې له لوري استول شوي مالومات په ډاګه کوي، چې د منظم او روښانه سیستم نهشتوالي
له کبله تر ۱۳۹۸ کال پورې هم ډېری خلکو د خیالي شهيدانو او معلولینو په نوم له حکومت څخه
په میلیاردونو افغانۍ د معلولیت او د شهيدانو حقوق او تقاعد اخیستی دی.
د
شهېدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ضیاالحق فضلي وایي، په ۱۳۹۹مالي کال کې له ټولو څېړل
شويو اسنادو څخه ۱۴۱۵۷۵سندونه تایید شوي او ۱۸۶۳۱۷نور اسناد لا هم نه دي څېړل شوي:
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې دولت وزارت د روڼتیا ټینګښت په موخه د مرکز او ولایتونو په کچه د شهیدانو او معلولینو د اسنادو او وثیقو څېړلو او سمولو لپاره کمیټې رامنځته کړې، چې د ۱۴۰۰کال تر لومړيو میاشتو به د ټولو راجستر شويو کسانو اسناد وڅېړي.
د ښاغلي
فضلي په وینا، په ۱۳۹۹کال کې د ولسمشر حکم پربنسټ په ټولو ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو د
اسنادو د څېړنې او سمونې کمیټې رامنځته شوي چې د سترې محکمې، لویې څارنوالۍ، عامې
روغتیا وزارت، د مرکزي احصایې او معلوماتو اداره، ملي امنیت، دفاع وزارت او کورنیو
چارو وزارت مسوولین پهکې شامل دي، چې د قانوني او غیرقانوني اسنادو جلاکولو په
موخه یې د شهیدانو د ورثې او معلولینو دوسیې او اسناد څیړي.
راټول
شوي ارقام څرګندوي، په ټول هېواد کې د معلولینو شمېر ۱۶۵۷۹۱ ته رسیږي، چې ترټولو زیات
شمېر یې په کابل او تر ټولو کم شمېر په نیمروز ولایت کې دی او همداراز په ټول
افغانستان کې د شهيدانو شمېر ۲۰۳۶۳۴ ته رسیږي، چې ترټولو زیات شهيدان په کابل او ترټولو کم
هغه په نورستان ولایت کې دي.