Post Image

سعودي عربستان او د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی چې سبا د جوزا ۴مه د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

دا اختر په داسې حال کې راځي چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونه د کرونا ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي، دا لومړۍ اختر دی چې د نړۍ مسلمانان یې په کرونايي ماحول کې نمانځي.

روغتيايي چارواکي بيا په داسې حساسو شرایطو کې د کوچني اختر رارسېدو ته اندېښنمن دي او زياتوي که چېرې د اختر په ورځو شپو کې صحي لارښوونې او سپارښتنې په جدي ډول مراعات نه‌شي نو ښايي لوی ناورين رامنځ‌ته شي.

لکه څنګه چې کرونا ویروس د ټولنیز ژوند ډېرو قواعدو، طرزالعمل او قوانينو ته تغییر ورکړ همدا شان یې د اختر نمانځو بڼه هم بدله کړې، ځکه په تېرو اخترونو کې خلک تفريحي ځايونو، پارکونو، ملګرو او خپلوانو کورونو  او نورو ځايونو ته تلل، مېلې یې کولې او اختر یې په ګډه نمانځه، خو اوس دوی اړ دي چې په کور پاتې شي او دا اختر د عادي رخصتيو په څېر تېر کړي.

له بلې‌خوا افغانستان د کرونا ویروس په یوې داسې مرحلې کې دی چې هره ورځ د مثبتو پېښو د ثبتېدو ګراف مخ پر لوړېدو دی.

کابل د افغانستان له هغو ښارونو څخه دی چې د نفوذ تراکم په‌کې د نورو ولايتونو او ښارونو په پرتله په مراتبو زيات  دی، که څه کابل د اختر په ورځو شپو کې قرنطين دی او هېچا ته د تګ او راتګ اجازه نه‌ورکول کېږي او ټولې لارې به تړلي وي.

خو کابل ښاريانو تر ننه قرنظين چې بايد څه ډول مراعات کړی وی، نه‌دی کړی او ښايي همدا یې وجه وي چې کابل له هغو ولايتونو څخه دی چې د کرونا ویروس تر ټولو زياتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.

دا اختر به افغانانو لپاره لوی ازمون وي، ځکه په کور پاتې کېدل بيا ځانګړي ډول د اختر په ورځو شپو کې افغانانو ته سخت وي او دا په خپله یوه نوې تجربه ده چې دوی ورسره مخ کېږي.

که څه هم د کابل ولايت مقام چارواکو د جدي تدابیرو  خبر ورکړی، خو د خلکو له همکارۍ پرته ښايي دا چاره بريالۍ نه‌وي.

د روغتيا د برخې متخصصين په دې باور دي د نورو اخترونو په څېر په دې اختر کې د خلکو ترمنځ تګ او راتګ په خپله د کرونا ویروس انتقال ته زمينه برابروي.

په دې اړه د عامو خلکو له لوري هم په خواله رسنيو کې تبصرې شوې دي او ډېرو ليکلي چې د خپل ځان، کورنۍ او ټولنې د خوندي پاتې کېدو لپاره اختر له خپلو کورنيو سره نمانځي.

موږ په دې برخه کې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه نظريات راټول کړي او ټول په دې باور دي چې دا اختر بايد له تېرو اخترونو متفاوت په خپلو کورونو کې ونمانځل شي.

کابل مېشتی رومان اسرار وايي چې دوی به دا اختر په خپل کور کې له خپلې کورنۍ سره نمانځي او په خبره یې نه‌بايد د اختر نمانځنه د دې لامل شي چې د کرونا ویروس لمن نوره هم پراخه شي.

دی زياتوي د کرونا ویروس له امله رامنځ ته شوی وضعيت حساس دی او ټول بايد د روغتيايي چارواکو سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او دوی سره همکار پاتې شي.

مريم رحيمي وايي، هيله یې درلوده چې په اختر کې به قرنطین مات کړي او ملګرو او خپلوانو کورونه د اختر نمانځلو لپاره ورشي، په خبره یې د کرونا ویروس د زيات خپرېدا مخنيوي لپاره په خپل کور کې پاتې کېږي.

نوموړې زياتوي چې د اختر ورځو شپو کې د مسوولينو له‌خوا د قرنطين تشدد هرکلی کوي او نورو کسانو هم غواړي چې په دې برخه کې له مسوولينو سره همکار پاتې شي.

د  کندز ولايت اوسېدونکی حفیظ‌الله نيازی وايي، کرونا د افغانستان او نړۍ لپاره يو لوی ګواښ دی او له دې ګواښ څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره بايد ټول د اختر په ورځو شپو کې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

دی زياتوي چې ټول بايد له صحي کارکوونکو سره همکار پاتې شي او دا دوی له لوري ټولې سپارښتنې بايد عملي کړي او د امکان تر بريده دې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

لغمان مېشتی رحيم‌الله دانش وايي چې په  دې ورځو شپو کې دې تر هر بل وخت زيات صحي لارښوونو ته پاملرنه وشي او له ګڼې ګوڼې او داسې ځايونه څخه چې هلته د کرونا ویروس د خپرېدا امکان زيات وي، ډډه وشي.

دی زياتوي چې د نورو اخترونو په څېر په دې اختر کې په ډله‌ییزه توګه مېلې او د اختر نمانځنه د کرونا ویروس خپرېدا ته زمينه برابروي او ټينګار کوي چې دوی به د ټول صحي مواردو په پام کې نيولو سره دا اختر له خپلو کورنيو سره ونمانځي.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکی نعمت‌الله همدرد وايي چې که څه هم اختر بايد په ټولنیز ماحول کې ونمانځل شي، خو د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعيت ته کتو  سره ټول اړ دي چې دا اختر کې په کور پاتې شي او ملګرو سره دې له بېلابېلو ارتباطي وسايلو څخه په  استفادې اختر مبارکي وکړي.

دی زياتوي چې د کرونا ویروس د ګواښ له ختميدو وروسته به د اختر خوشحالۍ نمانځي.

د لوګر ولايت  اوسېدونکی جعفر علي خوارزمي وايي، که څه هم د اختر په ورځو شپو کې يو بل ته د اختر مبارکي ورکول اړين وي، په خبره یې دې کرونايي اختر کې بايد دا چاره د مبايل او انلاين رسينو له لارې ترسره شي.

خوارزمي زياتوي چې دا اختر به نوې تجربه وي او ټينګار کوي چې ټول بايد ځانونه له نويو تحولاتو سره عيار کړي.

د بلخ ولايت اسېدونکی جمعه حکيمي وايي چې کرونا جدي ګڼي او هڅه کوي چې دا اختر  د کرونا ویروس د خپرېدا له امله په کور کې ونمانځي.

دی زياتوي چې ګڼې ګوڼې ځايونو کې پر کرونا د اخته کېدو امکان زيات وي او ټول بايد د ځان خونديتوب او روغ پاتې کېدو لپاره دا اختر متفاوت ونمانځي.

د هرات اوسېدونکی عبیدالله سلطاني بيا وايي چې ځان ساتنه فرض ده او د اختر درې ورځې د دې ارزښت نه‌لري چې خپل ځان او د کورنۍ د نورو غړيو ژوند له ګواښ سره شي.

دی زياتوي دا د ټولو مسووليت دی چې د دې ویروس په مهارلو کې له حکومت او صحي کارکوونکو سره همکار پاتې شي، نه دا چې د دې ویروس د لا زياتو خپرېدو لامل شي.

بغلان مېشتی بسم‌الله رحيمي بيا وايي دې ځای کې خلک پر کرونا ډېر باوري نه‌دي او دا ویروس خلکو ته ټوکې ټکالې ښکاري.

دی زياتوي چې دلته که خلک ښايي په کورونو پاتې نه‌شي، او که پاتې کېږي هم لامل به یې امنيتي ستونزې او ګواښونه وي، نه کرونايي وېره.

د روغتيا وزارت وروستيو شمېرې ښيي چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ۹۹۹۸ پېښې ثبت شوي، له ډلې يې ۱۰۴۰تنه بېرته روغ شوي او ۲۱۶تنه  نور بيا همدې ناروغۍ مړه کړې دي، د دې حالت کنټرول او له کرونا ویروس څخه د افغانستان لپاره په کور پاتې شئ.

راپور: منصور یوسفزی

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب