Post Image

کورنیو چارو زوارت مسوولین وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د جعلي پیسو، وسلو او نشه‌یې توکو قاچاق په تړاو له کابل او ننګرهار ولایتونو ۸ کسان نیولي دي.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي‌، د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په یاد ولایت کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی. یاد کس ۵۱ قبضې تفنګچې او دوه میله کلاشینکوفونه په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځای پر ځای کړي وو.
خبر پاڼه زیاتوي، د یاد ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې يې ۲۰۲ کیلوګرامه چرس او ۱۴ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه کړي دي. همدارزا په دې ولایت کې دوه تنه د دوه میلیونه او سل زره جعلي افغانیو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
بل لورته په کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبر له ۷۹ کیلوګرامه هیرویینو سره نیول شوي دي.
 امنیتي مسوولین وايي، د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې دوه اورپکي وژلي او یو بل یې نیولی دی.
 د مالوماتو له مخې، په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول "قاري صلاح الدین" نیول شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت مسولینو په وینا ، امنیتي ځواکونو په لغمان کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی. دوی زیاتوي، په نیمروز کې يې هم د اورپکو د جنګي مهماتو یوه زېرمه هم کشف کړې ده.
 همداراز د هلمند امنیتي مسولینو په دې ولایت کې د جنګ له دوام خبر وکړی او وایي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې ۶وسله‌‌والو طالبان وژلي دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب