امنیتي حال: هلمند او غزني کې ۲۶ طالبان وژل شوي
د ملي دفاع وزارت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو په هلمند او غزني ولایتونو کې ۲۶ طالبان وژلي، دوه یې ټپیان کړي او څلور یې ژوندي نیولي دي. همدا راز ننګرهار کې د دوو ترهګرو نیول کېدو سربېره د نشهیې توکو دقاچاق په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د وژل شویو له ډلې ۱۱ یې په غزني او ۱۵ نور په هلمند کې وژل شوي دي، د دې ډلې ۲۰۰ کړۍ مایونونه هم لهمنځه وړل شوي دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو د وسلهوالو طالبانو د ډلې یو ځانمرګی او د داعش ډلې د هدفي وژنو مسوول نیولي دي.
د یاد ولایت رسنیز دفتر په خبر پاڼه کې راغلي، پولیسو همدا راز د ۵۳ کیلو ګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تور دوه کسان نیولي دي.
بلخوا د بلخ ولایت ځایي رسنۍ وايي، نن سهار د مزارشریف ښار پنځمه حوزه کې په يوه نظامي موټر وسلهوال برید شوی، چې په ترڅ کې يې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
غزني کې هم د کابل بانک یو کارکونکی د نامالومه وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.