Post Image

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، که د کوچني اختر په څېر په لوی اختر کې هم د قرنطين محدوديتونه او د ياد وزارت سپارښتنې او لارښوونې عملي نه‌شي، نو د کرونا له امله رامنځ‌ته شوی وضعيت به لا بحراني شي.

د عامې روغتيا وزارت د وياند مرستيال نورالله ترکی وايي، اوس‌مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس ګراف اوج ته رسېدلی او تمه لري چې ډېر ژر به دا ګراف مخ پر ټيټېدو شي.

نوموړی زياتوي، په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ورځ تر بلې د کمېدو په حال کې دي:

«د کرونا له امله رامنځ‌ته شوی وضعيت تر ډېره کنټرول شوی دی، موږ له هېوادوالو هيله لرو چې په دې برخه کې له موږ سره همکار پاتې شي، د روغتيا وزارت ټولې لارښوونې دي عملي کړي، که چېرته په دې اختر کې د تېر اختر په څېر خلک بې‌پروايي وکړي، قرنطين مراعات نه‌کړي او صحي مواردو ته پاملرنه ونه‌کړي، نو وضعيت ډېر بيا ځلي کړکېچن کېدلی شي

دا په داسې حال کې ده چې  نن د روغتيا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني هم په خپل اختریز پيغام کې پر هېوادوال غږ وکړ چې د اختر نمانځلو پرمهال دې د ياد وزارت  ټولې سپارښتنې عملي کړي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب