Post Image

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې یې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو دود کولو او د کوکنارو کرکېلې مخنیوي په پار يې ۶۶ شنې خونې جوړې کړي دي.
د کرنې وزارت وايي، له دې ډلې ۳۰ لویې شنې خونې نارینه وو او ۳۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې شوي دي.
په خبر پاڼه کې لیکل شوي، شنې خونې چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيك جوړېږي، اوس د شیرزاد ولسوالۍ د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري، چې د خپلې ولسوالۍ د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت وایي، د دې تر څنګ چې خصوصي سکتور د شنو خونو په جوړول کې پانګونه کوي، یاد وزارت هم په کلني ډول په ټول هېواد کې تر ۲۰۰۰ شنې خونې جوړوي.
شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید، خوړو خوندیتوب، په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړېږي، چې ور سره د خلکو په اقتصاد ښه اغېز کوي او له بهر څخه د سبو او مېوو په وارداتو کې کموالی رامنځ ته کېږي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب