Post Image

محمد هاشم میوندوال د افغانستان د خپلواکۍ پر کال «۱۹۱۹ز» د کابل په «عاشقان و عارفان» کې زېږېدلی دی. پلارنی ټاټوبی یې غزني دی. شهید میوندوال فصیح ویناوال، لیکوال او متفکر او مبارز سیاستوال و. هغه  فوق العاده استعداد او له وطن سره زیاته مېنه درلوده. کالیفورونیا پوهنتون په حقوقو کې افتخاري دوکتورا ورکړې.
هاشم میوندوال له ځوانۍ بیا د شهادت تر شېبې د ډیموکرات او مترقي افغانستان له‌پاره مبارزه کړې. څوکۍ، شتمني او آن سر یې د هېواد د آبادۍ او ولس د حاکمیت له‌پاره صدقه کړی.
میوندوال چې لا د ښوونځي زده‌کوونکی و، د سیاسي او ټولنیزو ناانډولیو او نارواو پر خلاف ودرېد. هغه د طبقاتي ژوند او امتیازاتو دښمن و. له مطلقیت او فردیت څخه یې کرکه لرله او ولسواک، قانونمند او متحد افغانستان یې غوښت. د میوندوال په باور، متحد افغانستان، مانا متحد ملت. د متحد ملت هر غړی برابر حقونه لري او له یو شان امتیازاتو برخمن وي. 
هاشم میوندوال په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د انیس ورځپاڼې مسوول مدیر شو. مرحوم محمدنجیم آریا په خپل کتاب «محمدهاشم میوندوال» کې لیکلي:« میوندوال د انیس ورځپاڼې نشراتي پالیسي بېخې بدله کړه. په انیس ورځپاڼه کې هغه وخت یوازې د ورځینو پېښو پر خپرېدو اکتفاه کېدله. هغه په دې باور و چې چاپي خپرونې باید د اصلاحاتو لارښود وي او خلک له خپلو ټولنیزو حقونو سره بلد کړي.»
میوندوال له فیوډالیزم او خان خانۍ سره د مبارزې لپاره په انیس ورځپاڼه کې د حاکمو چارواکو له نومونو څخه د «خان» وروستاړی لرې کړ. هغه په لومړي ځل د شاه محمود له نوم څخه، چې د وخت صدراعظم و، د خان کلیمه لرې کړه.
میوندوال هرڅه د ريښتینې ډموکراسۍ په تله تلل. هغه په دې باور و، چې د هېواد په ټولو چارو کې باید د خلکو رایو، نظرونو او وړاندیزونو ته اولویت ورکړل شي. میوندوال په دې پوهېده چې دې ستر هدف ته د رسېدو له‌پاره باید د ښارواليو د انتخاباتو ترڅنګ ولایتي او پارلماني انتخاباتو ته لاره هواره شي او ولس ته د انتخاب حق ورکړل شي.  شهید میوندوال د لومړي ځل لپاره په انیس ورځپاڼه کې د ازادو انتخاباتو له لارې د ښاروالانو د انتخابولو مسئله مطرح کړه. د وخت صدراعظم شاه محمود، میوندوال ور وغوښت او ورته یې وویل، چې حکومت ستاسې له دې طرحې سره موافق دی او غواړي چې یوه ورځ ټول خلک د عیدګاه جومات ته را وغوړاي او د پاچاه په مخ کې ښاروال وټاکي. میوندوال د حکومت له موافقت څخه د هرکلي ترڅنګ ورته وویل، چې دا کار باید د قانوني انتخاباتو له لارې وشي. حکومت د میوندوال دا وړاندیز هم ومانه. میوندوال په دې وخت کې د انتخاباتي اصولو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره په انیس ورځپاڼه کې مسلسل ښوونیز او اصلاحي مطالب ولیکل او بیا د انتخاباتو له لارې د کابل ښاروال وټاکل شو.
میوندوال د دې تجربې تر بري وروسته په هېواد کې د ريښتیني ډموکراسۍ د ودې لپاره یو بل مهم وړاندیز وکړ، چې له دې وروسته دې د ملي شورا غړي هم د شرعي وثیقې پرځای د انتخاباتو له لارې او د خلکو له‌خوا وټاکل شي. د مطلقه سلطنتي دولت تر ولکې لاندې په هېواد کې د ډموکراسۍ د ودې لپاره دا تر ټولو مهم ګام و. میوندوال له هرې ممکنې لارې هڅه وکړه، چې د مطلقیت پر ځای اصلي واک او حاکمیت د خلکو وي.
شهید میوندوال په دې باور و، چې د ټولنې د سمون او د ولس د ريښتیني حاکمیت لپاره ازادې رسنۍ خورا مهم او ارزښتناک رول لوبولی شي. کله چې په ۱۳۲۹ه.ل کال کې د مطبوعاتو مستقل ریاست رییس شو د وطن، ندای خلق، ولس او انګار جریدو د فعالیت جوازونه یې ورکړل، د هېواد د رسنیو په تاریخ کې دا یو لوی انقلاب و. د دغو ازدو جریدو ترڅنګ میوندوال انیس ورځپاڼې ته د دې اجازه ورکړه، چې د ولسي جرګې د اوومې دورې د ټولو علني غونډو جزیات او د وکیلانو خبرې له تحریف پرته خپرې او په دې توګه ولس د پارلمان له کړو خبر او اګاه شي. حکومت یو وخت هڅه وکړه، چې د ازادو جریدو د فعالیت مخه ونیسي، خو میوندوال د وزیرانو په شورا کې تر دې حده د دې پرېکړې مخالفت وکړ، چې د وزیرانو شورا ناسته یې د اعتراض په دود پرېښوده. (هغه وخت د مطبوعاتو مستقل ریاست رییس د وزیرانو شورا په ناستو کې د ګډون حق درلود).
د ۱۳۴۴ه.ل کال د عقرب درېیمه د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ وه. په دې ورځ د پارلمان په احاطه کې د محصلینو پر لاریون برید وشو. په دې برید کې یو نفر شهید او څو تنه نور ټپیان شول. له دې پېښې وروسته د هېواد وضعیت کړکېچن و. ډاکتر محمد یوسف د خپل صدارت په دویمه دوره کې یوازې درې ورځې د صدراعظم په توګه پاتې شو او ژر بېرته استعفا ته مجبور کړای شو. اعلیحضرت ظاهر شاه غوښتل چې په دغسې یو حساس وخت کې داسې څوک د کابینې پر جوړلو موظف کړي، چې د ولس او د خلکو د استازو له ملاتړه برخمن وي. 
وضعیت تر دې حده خراب و چې اعلیحضرت ظاهر شاه اړ شو، چې د جمعې په ورځ يې میوندوال ته د کابینې جوړولو دنده ور ورسپارله. میوندوال په ولس کې د بې ساري محبوبیت له امله وتوانېده چې په ولسي جرګه کې د مطلق اکثریت وکیلانو رایې خپلې کړي. د هېواد په سیاسي تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره په خپله کابینه کې یوه ښځه «کبرا نورزۍ» د عامې ورغتیا وزارت وزیره وټاکله.
میوندوال د ولس له منځه راوتلی سیاستوال و او د ولس په ژبه پوهېده. ولس یې خپل مټ ګاڼه او هېڅ وېره یې ترې نه لرله. میوندوال د صدارت پر لومړۍ ورځ کابل پوهنتون ته د تګ تکل وکړ. شاهي ماڼۍ منع کړ، خو دی له ساتونکو پرته یوازې د قهرېدلو محصلینو منځ ته ورغی او د محصلینو ټولو مشروع غوښتنو ته یې لبیک ووایه. د میوندوال دې کار د قهرېدلو محصلیونو پر غصه سړې اوبه واړولې. محصلینو دی پر اوږو اوچت کړ، ځولۍ ځولۍ ګلونه یې پرې وشېندل او د هغه داسې هرکلی یې وکړ، چې د هېواد په تاریخ کې یې ساري کم ليدل کېږي.
میوندوال د ولس حاکمیت او رښتني ولسواکي غوښتله. هغه د ولس د حاکمیت او ارادې د تمثیل لپاره انتخابي ولسي جرګه یو مهم اصل ګاڼه او تل یې د ولسي جرګې پرېکړو ته احترام کاوه. په ولسواکۍ باورمند میوندوال د معمول خلاف هره سه شنبه پخپله پارلمان ته تلو او د ولس استازو ته یې حساب ورکاوه. میوندوال د ټولنیزو اصلاحاتو او د مترقي ډموکراسۍ تطبیق یوازې د ګوندونو له لارې ممکن باله، خو په دې شرط چې ګوندونه داخلي ولسي ريښې ولري. هغه په افغانستان کې د مډرونو افکارو د ترویج لپاره «مساوات» جریده چلوله او د «ډموکراټ مترقي افغانستان» په نوم ګوند یې جوړ کړ.
که څه هم د شهید میوندوال په وخت کې د صدارت ماڼۍ دراوزې د عوامو پر مخ خلاصې وې خو دا چې میوندوال د خلکو له منځه راپورته شوی و، نو له ولس سره مېنه یې یوازې په صدارت ماڼۍ کې نه خړوبېدله، هغه پخپله د هېواد ټولو ولایتونو ته تللی دی.
میوندوال د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه پخپله خلکو ته ورتلی او له نږدې یې د هغوی غوښتنې اورېدلي. شهید میوندوال د «خلکو ته ورځم» د پروګرام له لارې کابو د هېواد ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته سفرونه کړي. هغه له زرنجه تر کونړونو، له ځاځیو بیا تر مزاره، له فاریابه بیا تر ارزګانه ټولو سیمو ته پخپله تللی او له نږدې یې د خلکو نظرونه، غوښتنې او وړاندیزونه اورېدلي او کار یې ورته کړی دی.
شهید میوندوال د متحد افغانستان غوښتونکی، په هېواد کې د بهرنیانو د لاسوهنې او د دولتونو د نسکورولو سخت مخالف و. هغه له کودتا کرکه لرله او په دې باور چې کودتا یوه سیاسي غلا او چور چپاول دی، چې یو څه کسه راپورته شي او جوړ نظام ونړوي. میوندوال واک یوازې ولس د خدمت لپاره غوښت، هغه د قدرت او مال تږی نه و. میوندوال د خپل صدارت پر مهال د یو رسمي فرمان له لارې خپل ټول شته او جایداد معارف وزارت ته وقف کړل. میوندوال اوس نشته خو، خو هر کال زرګونه زده کوونکي د هغه له خوا معارف ته په وقف شویو کورونو کې زدکړې کوي.
د وطن دښمانو لومړی میوندوال د کودتا په تور زنداني کړ او بیا یې د ۱۳۵۲ه.ل کال د میزان پر ۹مه د دهمزنګ په زندان کې شهید کړ.
میوندوال شهید شو، خو دا خاوره له یو صادق بچي او ولس له ريښتي غمخوار او خدمتګار څخه بې برخې شو.
مرد نمیرد به مرګ، مرګ از او نام جوست
نام چو جاوید شد، مردنش آسان کجاست؟
 اروا يې ښاده او یاد یې تل پاتې!
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب