Post Image

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، کابل کې یې په نشه د روږدو کسانو را ټولونې کمپاین پیل کړی چې په‌کې به د ښار له بېلابېلو سیمو ۶۰۰ په نشه‌ روږدي کسان راټول، د درملنې په موخه به روغتونونو ته واستول شي.

د عامې روغتیا وزارت په خبر پاڼه کې راغلي، د نن ورځې په کمپاین کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو ۲۰۰ په نشه روږدي کسان را ټول شوي، په نشه‌يي توکو د روږد کسانو درملنې روغتونونو ته استول شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، اوس مهال افغانستان کې ټول ټال دوه نیم میلیونه خلک له نشه‌يي توکو ګټه پورته کوي چې له ډلې یې نیم میلیون په بشپړ ډول معتاد دي.

د یاد کمپاین پیل مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني ویلي، د عامې روغتیا وزارت اوس مهال له هرو ۱۰۰  روږدو کسانو د ۱۷ هغو د درملنې وړتیا لري، هڅې رواني دي تر څو دا کچه لوړه شي.

ښاغلي عثماني ویلي، له ښار وروسته به په کلو کې هم په نشه روږدو کسانو ته د درملنې ته زمینه برابره کړي، له خلکو یې غوښتنه کړې تر څو له درملنې وروسته یاد کسان د کورنۍ غړو په توګه ومني.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب