Post Image

د هلمند ځایي چارواکي وایي، تېره شپه د هلمند ناوې ولسوالۍ او د مرکز اړوند څلورمه او درېیمه حوزې سيمه کې سخته جګړه روانه وه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۰ طالب وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې. ځايي مالومات ښيي، د دوو څرخي الوتکو د ټکر له امله ۱۵ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې د هلمند جګړه کې چې پاکستاني او چچنیا یي اورپکي هم په‌کې دي، تر اوسه لسکونه طالبان وژل شوي، خو لا هم امنیتي ځواکونه په جګړه بوخت دي، ځينې سيمې له اورپکو پاکوي.
د هلمند امنیه قومندانۍ سرپرست ویاند دین محمد ځلاند افغانیې ته وویل، تېره شپه امنیتي او د فاعي ځواکونو د هلمند په هغه سیمو کې عملیات تر سره کړي، چې د طالبانو په ولکه کې دي، هڅې رواني دي یادې سیمې بېرته له طالبانو ونیول شي.
ځلاند وویل:
«د تېرې شپې عملیاتو په پایله کې ۴۰ طالبان وژل شوي، ۳۰ نور ټپیان شوي دي، لا هم د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې نه‌شته.»
نوموړی وایي، ناوه کې له وړاندې ځانګړي ځواکونه موجود وه، ځکه خو طالبان د پام وړ پرمختګ نه‌لري، له مرکزي ادارې مو غوښتنه دا ده، چې  امنیتي او دفاعي ځواکونه لا نور تجهیز کړي ځکه جګړه لا هم په شدت دوام لري.
 ورته مهال تېره ورځ د هلمند د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي و، امنیتي او دفاعي ځواکونو په نادعلي او ۶۰۱ نمبر لویه لار کې ۹ پوستې بېرته ځای پر ځای کړي دي، دا بهیر لا هم دوام لري.
مالومات ښیي، له تېرو دوو ورځو راهیسې امریکایي ځواکونه هم هلمند کې پر طالبانو هوایي، بریدونه تر سره کوي، بېګاه هم په ناوه ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو دوه هوایي بریدونه تر سره کړي دي.
افغانستان کې د امریکا سفارت منلې چې پر طالبانو یې هوایي بریدونه کړي، ځکه  د طالبانو وروستي بریدونه د هوکړې خلاف عمل دی، طالبان باید ژر تاوتریخوالی کم کړي.
همدا راز ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې تېره شپه د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د ملي پوځ دوه چورلکې چې سیمې ته یې تازه دمي ځواکونه رسولي و، خپلو کې ټکر له امله لوېدلې دي.
رسنیو ویلي، په یاده پېښه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۱۵ ټپي سرتېري چې د جګړې له سیمې د در ملنې په موخه مرکز ته لېږدول کېدل د چورلکو له حملو سره یو ځای وژل شوي دي.
خو د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادر زي بیا افغانیې ته وویل:
«تر اوسه لا مالومه نه ده چې چورلکې لوېدلې او که نه، په دې اړه څېړنې راوانې دي، له څېړنو وروسته به ټول جزیات له رسنیو سره شریک شي.»
د هلمند مرکز څلورمې او دریمې حوزې سر بېره په نادعلي، ناوه او نهر سراج  ولسوالیو کې له تېرو څلورو ورځو سختې جګړې روانې دي.
 افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، هلمند کې د تېرې درې ورځنۍ جګړې  له امله تر اوسه ۳۵زره کسان بې کوره شوي دي چې د مرکز لښګرګاه په ځینو امن سیمو کې په بد حالت کې ژوند کوي.
یوناما پر افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو غږ کړی، چې د ولسي وګړو خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي، عامو خلکو ته دې اجازه ورکړل شي چې په خوندي ډول له سيمو ووځي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب