Post Image

د افغانستان، امریکا او ترکمنستان استازو د ویډیويي کنفرانس له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادنو غوښتي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر ملاتړ وکړي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په دغه کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي ډیوډ هېل، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر راشد میریدوف پر سوله، سیمهییز امنیت او ګډې همکارۍ خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په خبرو کې په افغانستان کې د وروستیو لاسته راوړنو پر ساتنې او د کرونا ویروس سره په ګډې مبارزې او همکارۍ ټینګار شوی دی.

دا غونډه په داسې مهال تر سره شوې چې له تېرو درې اوونیو راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالبانو تحریک ترمنځ  په دوحه کې خبرې روانې دي خو لا هم دواړه خواوې پر کړنلارې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب