عبدالمجيد خان زابلی؛ د افغانستان د لومړني بانکي سيسټم بنسټګر
د نومبر ۲۳مه د افغانستان لپاره د لومړني بانک بنسټ اېښوودونکي، د اقتصادي او پوهنيزې ودې د پياوړتيا د يوې نامتو مينهوال عبدالمجيدخان زابلي ( ۲۲) تلين دی.
عبدالمجيد خان زابلي د لومړي ځل لپاره د افغان بانکوالۍ (شرکت سهامي افغانستان) بنسټ کېښود، وروسته بيا ورو ورو نورو خلکو او پانګوالو هم پهکې ونډې واچولې، چې په ۱۹۳۳ميلادي کال کې د (افغان ملي بانک) په رسمي ډول رامنځته شو او د هېواد د لومړني بانک په توګه پېژندل کېږي. د وخت خپاره شوي مالومات ښيي، چې د افغانستان لپاره د سرو او سپينو زرو زېرمې د زابلي په هڅو جوړې شوې دي.
عبدالمجیدخان زابلي د افغان سوداګر عبدالحکیم ترهکي زوی او د زابل اوسېدونکی دی. په اصل کې دی په ۱۸۹۱ کال کې په هرات کې زيږېدلی، زده کړې يې په تاشکند کې کړې او له هغه ځایه يې مسکو او جرمني ته سفرونه کړي دي.
زابلي د ځوانۍ پر مهال دا فرصت تر لاسه کړ، چې د خپل پلار کاروان مالتجاره سره شوري اتحاد سیمو ته تګ راتګ وکړي او سوداګرۍ برخه کې زیاتې تجربې ترلاسه کړي، بالاخره مسکو ته لاړ، هلته یې له امکاناتو او خپلو تجربو ګټه پورته کړه. د شوروي اتحاد دولت هغه پرېکړه چې د سوداګرۍ پیاوړتیا لپاره ځینې برخې داخلي او بهرنیو سوداګرو ته په واک کې ورکوي، د ځان په ګټه وڅرخوله.
زابلي په مسکو کې د افغانستان د هغه مهال له سفیر سردار محمد هاشم خان سره ښې اړیکې درلودې او همدا اړیکې د دې لامل شوې، چې د نادر خان واکمنۍ پر مهال د سفیر په بېرته راتګ دی هم کابل ته راستون شي، د هاشم خان په ملاتړ د دې زمینه ورته برابره شوه، تر څو دلته سوداګرۍ برخه کې پر تاسیساتو جوړولو او مالي صنعت کار پیل کړي.
داسې مالومات هم دي، کله چې عبدالمجيد زابلی د پاچا نادرشاه په غوښتنه افغانستان ته راستون شو، په هرات، کندهار او کابل کې يې له سوداګرو سره وکتل او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره يې په ځينو پلانونو کار پيل کړ.
عبدالمجيد خان زابلی په افغانستان کې د صدراعظم شاه محمود خان د کابینه وزير شو، د ده په وخت کې د افغانستان اقتصادي حالت درک او يوه ژور اقتصادي بدلون ته کار پيل شو، په هغه وخت کې يې د هلمند د ناوې پروژه، د بغلان د قند، د پلخمري او ګلبهار د نساجي، کندهار وړۍ اوبدلو، کندز سپین زر شرکت، د پنبې کښت، د قرقل شرکت، د نساجۍ صنعت، د اقتصاد وزارت مقام او د هېواد پنځه کلن اقتصادي پلان طرحې يې وړاندې او جوړې کړې.
ښاغلي زابلي په خپل شخصي لګښت د خوشال خان او رحمن بابا د ليسو د لیلې امکانات هم برابرول.
شخصي اړيکې او د هغه وخت د عوایدو کمښت د دې لامل شوی و، چې دولت خپلې پالیسۍ په ګمرکي عوایدو متمرکزې کړي، د سوداګرو تشویق د دولت غوښتنه وه، ځکه نادر خان نه غوښتل د پخواني واکمن په څېر پر مخ لاړ شي. هماغه و، چې عبدالمجيد خان زابلی په لومړیو کې دولت سره یو ځای د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ( شرکت سهامي افغانستان) رامنځته کړ او وروسته یې د افغان ملي بانک په اډانه کې داخل کړ.
د ملي بانک له پیدایښت سره په ۱۹۳۳ ميلادي کال کې د سوداګرۍ ډېری چارې د دې بانک په کنټرول کې راغلې. ځينې لويې پروژې پيل شوې، د دولت خریداریانې هم د سرو او سپینو زرو په ګډون د کمېشن په اخیستو د همدې بانک له لارې ترسره کېدلې. د کانونو استفاده هم له اجازې پرته او یا کوم بانک سره د شراکت نه لرلو په صورت کې کورنیو او بهرنيو کمپنیو ته نه ورکول کېده. د هغه مهال مالومات په ډاګه کوي، په لومړيو څلور کلونو کې د ملي بانک رهبرۍ په اډانه کې تر نږدې ۴۰ سوداګریز شرکتونه د ۹۰ میلیون افغانیو پانګې په درلودو رامنځته شول. دغه پانګونه تر ۱۹۳۹ کلونو پورې تر ۲۹۲ میلیون افغانیو پورې ورسېده.
که څه هم دولت خپله سرمایه په ۱۹۳۹ کال کې له افغان ملي بانک بهر کړه او د ۲۰۰ میلیون افغانیو پانګونې سره د افغانستان بانک رامنځته کړ، خو د ګټورو وارداتي او صادراتي توکو انحصار بیا هم لکه تېر په څېر د ملي بانک او ورپورې تړليو شرکتونو ته ور پاتې شو.
ځينې ماخذونه کاږي چې په عبدالمجيد خان زابلي د وخت د واکمنو له لوري سوداګريزه چاپېريال راتنګ شو، مزاحمتونه ورته زيات شول، نو دی هم اړ شو، چې خپله پانګونه له افغانستان څخه د باندې وباسي، دی امريکا ته ولاړ او ۱۹۹۸ميلادي کال کې د امريکا په ماساچوست ښار کې ومړ.
خو پوښتنه دا ده چې د عبدالمجيد زابلي له مرګ وروسته هومره ډېره شتمني څه شوه او د چا لاس ته ولوېدې؟
عبدالمجيد خان زابلي د هېواد له اقتصادي ودې او پوهنيز پرمختګ سره لېونۍ او بې کچې مينه لرله، خپله يوه برخه شتمني يې د لرې پرتو سيمو بېوزلو خو لايقو زدهکوونکو ته ځانګړې کړه، دوی به له دې لارې بهر ته زدهکړو ته استول کېږي، خو شرط به يې دا و، چې د زدهکړو بهير له بشپړېدو وروسته بايد بېرته افغانستان ته راستانه شي او دندې تر سره کړي.
واک ته د نورمحمد ترهکي له راتلو او د سردارد محمد داود خان د واکمنۍ له سقوط وروسته ښاغلي زابلي خپل چوپتیا ماته کړه او د ترهکي له لارې يې په دواطلبانه توګه خپله ډېره برخه ملکیت دولت ته ور انتقال کړ. نورمحمد ترهکی د زابلي نږدې ملګری و او ويل کېږي، همدې ملګرتيا دی وهڅولو چې حکومت ته خپل شته وسپاري.
د زابلي دا کار د خلکو په منځ کې غږونه پورته کړل او د رژیم له خوا ورته د «ملي سوداګر» لقب ورکړل شو. په همدې توګه زابلي او ترهکي خپل تېرې اړیکې سره ژوندې کړې.
تر تنظیمي جنګونو او د زورواکانو واکمنۍ پورې د زابلي ټول ملکیتونه د دولت په اختیار کې و، خو د تېرو جګړو پر مهال د عبدالمجيد خان زابلي ځمکې او جايدادونه د جنګسالارانو، زورواکو او مافيا له لوري غصب شول، چې ددغو ځمکو حاصلات په کلني ډول تر۲۰۰ ميليونه ډالرو لوړ اټکل شوي دي.
د زابلي یوه بله برخه شتمنۍ چې له افغانستان څخه بهر وه اوس نه د ورثې په اختیار کې ده او نه یې د بیرته راګرځولو امکان شته. ځينې مالومات داسې دي، چې زابلي د عمر په پای کې په خپله وصیتنامه بیا کتنه کړې وه او هغه سې ور ګرځولې ده.