Post Image

د کابل ښاروالي مسوولين وایي، د ۱۳۹۷ کال له پيله تر اوسه ۵۶زره سپیان په درېيو پړاونو کې واکسین شوي او ۱۲۰۰ نور لېوني سپي چې د درملنې وړ نه‌و، د وترنرانو له لوري له‌منځه وړل شوي.

د ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمت‌الله بارکزي افغانیې ته وویل، چې د ۱۳۹۸ کال پيله تر اووسه ۷۵۰۰ سپیان عقیم شوي او په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې ۲۸زره نور سپيان هم عقيم شي.

ښاغلي بارکزي وویل:

«موږ په لومړي پړاو کې ۲۳۰۰۰سپیان، په دویم پړاو کې ۲۶۵۰۰سپیان او په درېیم پړاو کې ۶۵۰۰ سپیان واکسین کړي دي

نوموړي همداراز په کابل ښار کې د اختر په شپو ورځو کې د قرباني شویو څارويو د خځلو بې‌ځایه اچولو ته اندیښنه وښودله او زياته یې کړه، خلک بايد د قرباني وروسته د څاروېو پاتې کثافات په سمو ځایونو کې واچول شي:

موږ  د کابل ښار په ۱۷ ناحیو کې ۸۶ ځانګړي ځایونه جوړ کړي او د کابل له ښاریانو څخه غواړو چې کثافات د ښار پاکوالۍ ته دې هم پاملرنه وکړي او د تخلف او کثافاتو لیدو په صورت کې دې د ۱۵۵ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.

په ورته مهال د روغتیايي برخې متخصص شعېب احمد حیدري وایي، په عامو ځایونو کې د قرباني شویو څارویو د پاتې موادو اچول ډېر مضر دي او د بېلابېلو ناروغيو د پيدا کېدو لامل کېږي.

: په عامه ځایونو کې د کثافتو اچول خطرناکه دي او د هوا او چاپېریال د ککړتیا لامل کیږي، د دې ترڅنګ د شمال او بادونو له کبله دا کثافات هوا ته پورته کیږي چې مکروب تولیدوي او زمونږ بدن ته د تنفس او غذايي توکو د ملوث کېدو له لارې ننوځي.

په همدې تړاو د عامې روغتیا وزارت وویل، چې د اختر په ورځو او د قرباني پر مهال د کرونا ویروس او کانګو ناروغۍ ته پاملرنه وکړي ځکه هرکال له اختر وروسته په ګانګو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زیاتیږي او پکار ده چې د څارو غوښه  څو ساعتونو لپاره په یخچال کې وساتل شي او وروسته دې پاخه شي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب