Post Image

د ملي دفاع وازت وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونه  د هوایي ځواک په مرسته د کندهار ولایت په میوند، ارغنداب،  ډنډ او ارغستان ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي چې له امله یې ۳۳ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي،  د یاد ولایت ارغنداب، میوند او معروف ولسوالیو کې د دې ډلې ۴۹ ماینونه هم له‌منځه وړل شوي دي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند په بارګینو سیمه کې په یوې ریکشا کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

بلخوا بیا، وسله والو تېره شپه غور کې د وژل شوي خبریال بسم الله عادل پر کور برید کړی چې له امله یې د عادل یوه خور، یو ورور او کاکا زوی وژل شوي او پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.

غزني کې هم د یاد ولایت د مقام د ناستو د تنظیم مدیر د نامالومه وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

 

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب