Post Image

د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وایي، تېر ماښام یې د طالبانو مرکچي پلاوي سره په ښه فضا کې ليدنه کړې، چې په‌کې د مذاکراتو پر دوام ټينګار شوی دی.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي له لوري په ‌خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د دواړو پلاوو مشرانو ګډون درلود او د مذاکراتو پر دوام ټینګار تر څنګ د اجنډا د موضوعاتو  ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته دنده سپارل شوې ده.
ورته مهال د مرکچي پلاوي  غړي غلام فاروق مجروح په یو لنډ ویډيويي پیغام کې ویلي، ټاکل شوې، نن د تماس ډلې د اجنډا له مخې په جزياتو کار وکړي او مذاکرات په نورمال ډول پر مخ ولاړ شي.
وروسته له هغې چې د امریکا نوي حکومت د دوحې تړون بیا ارزولو خبره وکړه او طالبان یو شمېر هېوادونو ته پر سفرونو بوخت شول، دا د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ لومړۍ غونډه ده، چې ۴۰ ورځې وروسته له افغان پلاوي سره خبرو ته کېني.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، افغانستان کې د شل کلنې جګړې پای‌ته رسېدو لپاره له سیاسي بهیر ملاتړ کوي او د سولې روانې خبرې باید چټکې شي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب