Post Image

د اسراییلو – متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د آګست په ۱۳مه نېټه د دوه اړخیزو همکاریو یو تاریخي تړون لاسلیک شو. سمدستي ورپسې پرون « دوشنبه، آګست ۳۱مه» د اسراییلو له پلازمېنې تل آبیب څخه د اماراتو پلازمېنې ابوظبي ته لومړنۍ الوتنه ترسره شوه. پدې الوتنه کې د منځني ختیځ په چارو کې د ټرمپ مشاور او زوم جېړد کوشنر، د امریکا او اسراییلو د ملي امنیت د شوراګانو مشاورین او یو شمېر نور دولتي چارواکي ابوظبي ته لاړل. پدې ډول د مصر او اردن څخه وروسته متحده عربي امارات دریم هېواد دی، چې اسراییلو سره یې سوله وکړه.
ددې ترڅنګ په منځني ختیځ کې د اسراییلو – عربو ترمنځ د څه باندې اویا کلنې دښمنۍ د پای ته رسولو په موخه یو بل ګام هم پورته شو. پرته له شکه دا چارې د منځني ختیځ په سیمه کې د قدرت د موازنې او په ځانګړي ډول د فلسطین پر داعیې باندې اغېز لري. 
پدې لیکنه کې په سیمه او په ځانګړي ډول فلسطین باندې د اسراییلو – اماراتو د تړون پر څرنګوالي او احتمالي پایلو لنډ بحث کېږي، خو تر دې وړاندې د موضوع د تیوریک اړخ د لا روښانتیا لپاره د فلسطین د داعیې شالید ته لنډه کتنه اړینه ده. 
د وینو او اوښکو سمبول؛ فلسطین
 فلسطین په شلمه پېړۍ کې د عربانو، مسلمانانو او ټولې نړۍ لپاره په زخم ناسور بدل شو، چې اوس هم ترې وینې روانې دي. د سړې جګړې پر مهال په ۱۹۴۸م کال کې اسراییلو دولت د انګرېزانو په ملاتړ د فلسطین پر خاوره جوړ شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د هولوکاسټ د پېښې او یهودانو سره په نړۍ کې د سراسري خواخوږۍ، د امریکا پر سیاست باندې د یهودي پانګه والو د اغېز، د عربي دولتونو ترمنځ نفاق او ځانځاني او په ټوله کې د سړې جګړې پر مهال دوه قطبي نړۍ ددې سبب شوه، چې فلسطین د مقاومت، اوښکو او وینو په سمبول بدل شي. حتا پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د مجاهدینو د الهام یوه سرچینه هم د فلسطیني مقاومت اسلامپاله روایت و، چې د فلسطیني عبدالله عزام په رهبرۍ د عربو جهادیان یې د افغانستان جګړې ته جلب کړل. په ۱۹۸۰یمو کلونو کې عبدالله عزام د یو خبریال ددې اعتراض په ځواب کې چې ولې په خپله پلرنۍ خاوره فلسطین کې جهاد نه کوې؟ ویلي وو چې په فلسطین کې اسلام ته خطر نشته. هلته خاورې ته خطر دی. خو په افغانستان کې اسلام ته خطر دی. د عزام په وینا اسراییل نشي کولای، چې له فلسطینیانو ایمان واخلي، خو روسان د افغانانو د ایمانونو پسې راخیستې ده. ددې روایت اوسنی استازی حماس دی، ځکه خو ورته مهمه نه ده چې پر اسراییلو د یو راکټ په مقابل کې هغوی څومره فلسطینان وژني. 
د فلسطیني مقاومت تر ټولو پیاوړی مدعي چې زموږ اسلامپالي ورسره نه غواړي آشنا شي؛ هغه چپي غورځنګونه دي، چې د اسراییلي یرغل پر وړاندې یې مقاومت کړی. د فلسطین د خلکو د آزادۍ جبهه یې یوه په زړه پورې افراطي نمونه ده، خو د یاسر عرفات په مشرۍ د فلسطین د آزادۍ سازمان «الفتح» یې تر ټولو لوی مبارز غورځنګ دی. نړۍ ته د فلسطین د داعیې په معرفي کولو او د نړیوال ملاتړ د جلبولو په موخه د یاسر عرفات هلې ځلې د هېرولو نه دي. 
د سړې جګړې د پای ته رسېدلو سره سم په ۹۰یمو میلادي کلونو کې د فلسطین داعیې نوی رنګ غوره کړ. یاسر عرفات په ۱۹۹۴ کال کې د اسلو د خبرو اترو په محور کې د اسراییلو د دولت شتوالی په رسمیت وپېژندلو چې په پایله کې د داسې خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدلو هېلې زیاتې شوې چې پلازمېنه یې ختیځ بیت المقدس وي. پدې موده کې له یوې خوا په نظامي حل لارې د حماس ټینګار او له بلې خوا په اسراییلو کې د ښي اړخو نشنلستانو اقتدار او ورسره د نوي جهاني نظم په محور کې د منځني ختیځ په اړه د امریکا په دریځ کې د بدلون له امله دا هڅې هم ناکامې شوې.
د ۲۰۰۱م کال د سمپټمبر د ۱۱مې پېښو یو ځل بیا د نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ په اړه د امریکا په سیاست کې ژور بدلون راوست. په ۲۰۰۲م کال کې د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتېژۍ له مخې چې د بوش دوکتورین په نامه هم شهرت لري؛ د نړۍ په هر ګوډ کې د امریکا ګټو ته ګواښونه باید مخکې له مخکې له منځه یوړل شوي. د بېلګې په ډول د افغانستان او عراق جګړې ددې دوکتورین محصولات دي. په دې موده کې اسراییل په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو مقدمه جبهه وه، ځکه خو هېڅ ډول خبرو اترو نتیجه ورنکړه. په ۲۰۰۶ ټاکنو کې د حماس بریالیتوب پر فلسطین باندې د ظلم او بېداد نوې څپه پیل کړه. 
په ۲۰۱۱ کال کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د عربي پسرلي تر نامه لاندې رامنځته شوي بدلونونه چې په پایله کې یې منځنۍ ختیځ د یوې نوې جګړې اور ته ګوزار کړ؛ د فلسطین داعیه نوي پړاو ته داخله کړه. پدې لړ کې په سوریه، مصر، یمن، لېبیا، مراکش، الجزایر، بحرین او یو شمېر نورو هېوادونو کې د کلاسیک نظام د له‌منځه تللو سره د سیمې دوه نور هېوادونه ایران او ترکیه د قدرت صحنې ته راووتل. د اسراییلو – آماراتو تړون او د فلسطین د داعیې راتلونکی د اوسني جهاني نظم په محور کې د پوهېدنې وړ دی. 
 اوسنی حالت او د منځني ختیځ جیوپولیټیک 
په منځني ختیځ کې په اقتصادي ډګر کې پر نفتو او نفتي اقتصاد باندې د عربي شاهانو د اتکا د احتمالي خطرونو او په سیاسي ډګر کې د عربي پسرلي په محور کې رامنځته شوی نوی نظم ددې سبب شوی چې هېوادونه په خپلو جیوپولیټیکي ګټو له سره فکر وکړي. په ۲۰۱۵م کال کې د لوېدېځ سره د ایران د اتومي هوکړه لیک له برکته نوموړی هېواد ددې جوګه شو چې په سیمه کې د خلیج د هېوادونو او اسراییلو ګټې په خطر کې واچوي. په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د ایراني ملېشو فعالیت جهاني نظم ته جدي ګواښونه رامنځته کړل. ددې ترڅنګ د سیاسي افراطي اسلام نوي روایت او د داعش د ډلې ظهور د عربي واکدارانو خوبونه وتښتول. 
پورتني واقعیتونه ددې سبب شوي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج هېوادونه، مصر، اردن، مراکش او سیمې یو شمېر نور هېوادونه د ایران د ګواښ پر وړاندې د اسراییلو سره پټې اړیکې ولري. دا اړیکې حتا د سړې جګړې د پای ته رسېدلو سره سم آن د ۹۰یمو میلادي کلونو راهیسې دوام لري، خو یادو هېوادونو د عربي پسرلي د توپانونو پرمهال د امریکا او اسراییلو نظامي او استخباراتي ملاتړ ته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لرله. 
حقیقت دا دی چې فلسطین نور د عربو پر اوږو بې ځایه بوج دی. د منځني ختیځ عربان نوره علاقه نه لري، چې د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې دې ملي ګټې په خطر کې واچوي. په تېره بیا کله چې د فلسطین داعیه د ترکیې او ایران په څېر د غیر عربي هېوادونو لاس ته ولوېدله او دې هېوادونو ترې د خپل کورني سیاست ابزار جوړ کړل؛ د عربانو لپاره یې سرخوږی نور هم زیات شو. 
د اسراییلو سره د عرب مشرانو د اړیکو جوړولو اشتها لا کلونه پخوا موجوده وه، خو عرب شاهان د خپلو خلکو له عکس العمله وېرېدل. د عربي پسرلي پر مهال د داعش کارنامو دا وښودله چې سیاسي اسلام که چېرې د افراطیانو او رقیبو استخباراتو لاسونو ته ولوېږي څومره خطرناک دی. په تېرو لسو کلونو کې په نږدې ټولو عربي هېوادونو باندې د بې ثباتۍ څپه راغله، چې ځینو کنترول کړه، د سوریې، یمن، لېبیا او عراق په څېر ځینې نور یې له ځانه سره ډوب کړل. د سعودي عربستان، آماراتو، مصر، مراکش، عمان او بحرین په څېر هېوادونو له عربي پسرلي زده کړل، چې څنګه د خپلو خلکو احساسات کنترول کړي. ددې تاریخي تړون په اړه لویه وېره دا وه چې خلک به اعتراض وکړي. عرب مشران د چا په رایو باندې اقتدار ته نه دي راغلي او نه هم له دې وېره لري چې ټاکنو کې به اقتدار وبایلي. له بله پلوه پر رسنیو او ټولنې باندې کنترول او نظارت دومره زیات دی، چې څوک خوله نشي پرانیستلی. پر دې پرېکړې باندې اعتراض اوس یوازې د پاکستان د جماعت اسلامي چڼو ته پاتې دی. 
د فلسطین د داعیې راتلونکې
تر دې وړاندې د سړې جګړې پر مهال او تر هغه وروسته د عربي پسرلي پورې عربانو د اسلامي او خوني ورورولۍ د ایډیولوژۍ په محور کې له فلسطینیانو ملاتړ کولو اوسمهال دا ایډیولوژي مړه شوې او پر عربي نړۍ ځانځاني حاکمه ده. پخوا ټولو عربي هېوادونو د « خاورې په مقابل کې د سولې» داعیه درلودله. یعنې هغه مهال به اسراییلو سره سوله کېږي چې صهیونیستي رژیم د فلسطین ټولې اشغال شوې ځمکې پرېږدي او ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. متحده عربي آمارات لومړنی هېواد دی، چې د « سولې په مقابل کې د سولې» سیاست یې غوره کړ. جالبه ده چې هېڅ یو هېواد هم د اماراتو پدې پرېکړه اعتراض ونکړ. داسې ښکاري چې په لین کې مراکش، عمان او بحرین هم ولاړ دي. سعودي عربستان لا هم حالات له نږدې څاري او شرایطو ته په کتلو سره به پدې کاروان ورګډ شي. 
په سیمه کې د اردوغان ترکیه اوس په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره هلې ځلې نه کوي. ترکیه د نیوعثمانيزم د سیاست په محور کې په منځني ختیځ کې د خپلو ګټو لپاره کار کوي. حقیقت دا دی چې د ترکیې ګټې د سعودي او اماراتو په څېر د عثمانیانو د پخوانیو مستعمراتو په تاوان دي. په لنډمهاله موده کې ټوله پاملرنه د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ سرنوشت ته اوښتې ده. په اوږدمهاله موده د ایران او ترکیې پر وړاندې د عربي هېوادونو د احتمالي اتحاد او د سیمي د بل ځواک اسراییلو سره د دوی د همغږۍ میکانیزم ته اوښتې چې لا ډېرې خبرې لري.
خلاصه اوس هغه ټولې ایډیولوژیګانې مړې شوي دي، چې پر بنسټ به یې د فلسطین له داعیې ملاتړ کېدلو. نه د یاسر عرفات، غسان کنفاني، ترېسا هلسا او یا لیلا خالد په څېر مبارزین پاتې دي، چې د نړیوالو پاملرنه جلب کړي او نه اوس په اسلامي اخوت او عربي نشنلېزم کې هغه خوند پاتې دی چې له صهیونیستي رژیمه فلسطین وګټي. د نړۍ په نوي نظم کې هر څوک په خپلو خولو کې ډوب دي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب