Post Image

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، ولسمشر او لومړي مرستيال امرالله صالح د کرکټ ملي ټيم له غړو او  شپږېزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو له لوبغاړو سره په کتنه کې ويلي، لوبغاړي بايد د افغانستان په یووالي کې مهم رول ولوبوي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کرکټ لوبغاړو ته ویلي:
«حکومت به په لوبغاړو لازیاته پانګونه کوي، ترڅو کرکټ ټول هېواد ته پراختیا ومومي.»
له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه زياتوي، کرکټ بورډ رييس فرهان یوسفزي او د کرکټ بورډ غړي هارون میر، هغه بیټ چې د کرکټ ملي ټیم غړو پرې لاسلیکونه کړي وو، ولسمشر محمد اشرف غني ته ډالۍ کړ.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي:
« تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست، هغه لاسته راوړنې چې تاسې افغانستان ته راوړې، موږ پرې ویاړو.»
همدا راز د کرکټ بورد مشر یوسفزي د کرکټ لوبغاړو ته په خطاب دوی د جمهوریت استازي بللي او غوښتنه يې ترې کړې، چې د لوبو قوانینو او وډسپلین ته پام وکړي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب