Post Image

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې بهیر په اړه د پاکستان له لوی درستیز قمر جاوید باجوه او د ای اس ای له مشر فیض حمید سره خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، خلیلزاد سره په دغه غونډه کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم مل و. پاکستاني رسنیو هم لیکلي، چې د پاکستان پوځ د دې غونډې په اړه ډېر مالومات نه‌دي خپاره کړي، دوی په خپلې خبرپاڼه کې ویلي، چې له خلیلزاد سره یې د سیمې امنیت او افغانستان سولې بهیر په اړه خبرې کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، ویل کېږي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په دغه غونډه کې د امریکا پر نوې طرحې هم خبرې او بحث کړی دی.
د امریکا حکومت افغان مشرانو سره د نوي حکومت رامنځ‌ته کولو لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې په ترکیه کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې د سولې بهیر پایله نهایي کړي.
دغې طرحې پسې جوخت د امریکا بهرینو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته لیکونه استولي. په دغه لیک کې څلور وړاندیزونه شوي:
 په لومړي وړانديز کې امریکا له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د روسیې، هند، پاکستان، ایران او چین د استازو او بهرنیو چارو وزیرانو يوه غونډه را وبولي، تر څو د افغان سولې بهیر ملاتړ وکړي او د پرمختګ لپاره یې متحد بحث رامنځته شي. دویم وړاندیز کې لیکل شوي، ما له خلیلزاد څخه غوښتنه وکړه، چې زموږ جوړه شوې طرحه له تاسې او طالب مشرانو سره شریکه کړي، ترڅو د سولې پروسه چټکه کړي اوربند او خبرو ته زمینه برابره کړي. پخوانیو چارواکو یاده طرحه له امریکا سره شریکه کړې وه او اوسنۍ طرحه د هماغه نظرونو انعکاس دی، دا طرحه به د خبرو د چټکوالي لامل شي. د دې طرحې له مخې به د  اساسي قانون تعدیل ته لاره هواره شي، د نوي حکومت جوړول،  دایمي او ټول‌شموله اوربند دی. درېیم وړاندیز کې هم د ترکیې له حکومت غوښتنه شوې، چې په راتلونکو څو اوونیو کې د دواړو لوريو یوه لویه غونډه راوبولي، څو د سولې تړون نهايي کړي. بلنکن له غني او مطرح لوبغاړو غوښتي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. څلورم وړاندیز کې بیا لیکل شوي، چې افغانستان کې باید د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي. د طرحې له مخې، په افغانستان کې بايد د  ۹۰ ورځو لپاره تاوتریخوالي کې کمښت راشي، څو د طالبانو د پسرلني عملیاتو او جګړې مخنیوی وشي.
په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د روسيې په بلنه مسکو کې د سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه کې د ګډون خبر ورکوي، په دې غونډه کې طالب مشرانو، سياسيونو د سيمې او امريکايي لوري مسوولينو ته هم بلنه ور کړل شوې ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب