Post Image

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد په کندهار، هلمند، زابل او وردګو ولایتونو کې د طالبانو بریدونو په ځواب کې پر یادې ډلې عملیات کړي چې په‌کې ۳۸طالب وسله‌والو وژل شوي ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

مسوولین وایي، زیات شمېر وسله‌وال طالبان له هلمند څخه کندهار ته اوښتي چې هلته بیا په میوند ولسوالۍ کې پرې عملیات شوي، درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې.

کورنیو چارو وزارت وایي، د غور مرکز فیروزکوه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي دي، بدخشان کې هم د واده مراسمو کې چاودنې له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.

خوست کې د طالبانو په یو برید کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی، دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل پولیس وایي، جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو کابل ښار کې ۵ کسان د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب