Post Image

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په عامې روغتیا وزارت کې د اصلاحاتو او کرونا ویروس سره د مبارزې برنامې اورېدو په غونډه کې ویلي،  په راتلونکو دوو کلونو کې دې زموږ د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهیزاتو په هکله هر اړخیزه څېړنه وشي، خلکو ته دې د کرونا ویروس دویمې څپې او د اکسیجن تولید دستګاو نصبولو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

ولسمشر زیاته کړې، د روغتونونو چارې دې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په دوو شفټونو کې تنظیم شي، موږ  په پام کې لرو چې ټول هېواد کې معیاري روغتونونه جوړ کړو.

ښاغلي غني ویلي، شفاف میکانیزم رامنځ‌ته شوی، پروژې دې تفتیش او راپور دې ولسمشرۍ ماڼۍ سره شریک شي.

نوموړي ویلي، تمرکز او سپما دې زیاته شي، د افغانستان پر ډیجیټلي کېدو کار روان دی او په روغتیايي برخه کې باید د ډیجیټلي کېدو له ګټو استفاده وشي.

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب