Post Image

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د واک لېږد یوازې د ټاکنو له لارې کېدای شي او دغه راز ټینګار کوي، چې تر دې وړاندې هم پر کاغذونو ډېرې طرحې لیکل شوې دي، خو زموږ یوازینۍ وثیقه اساسي قانون دی.
ولسمشر غني د ملي شورا اوولسمې تقنیني دورې په پرانست‌غونډه کې وویل، د افغانستان برخلیک په اړه هېڅوک له مشورو پرته تصميم نه‌شي نیولای.
ولسمشر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د رسنیو راپورنو له مخې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت مشرانو، طالبانو او سیاسي مشرانو ته داسې طرحه سپارلې، چې له مخې به یې د سولې لنډمهاله انتقالي حکومت رامنځ‌ته کېږي.
د ولسمشر غني په خبره، هغه کسان چې واک غواړي، باید پوه شي، افغانستان سیاسي واک یوازې یوه کیلۍ لري، چې هغه کیلۍ له ولس سره ده.
د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې د هدفي وژنو ډېری قربانیان ملکي وګړي، پېژندل شوې څېرې، علماو، خبریالان او ښځې دي، چې دغه بریدونه په اصل کې زموږ په فکر او عمل تر سره کېږي. دی زياتوي، د دې بریدونو موخه زموږ د مایوسۍ هڅه ده.
ولسمشر غني د خپلو خبرو یوه برخه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې له شعارونو تېر شي او په عمل کې دې ځانونه ثابت کړي:
په هره برخه کې چې افغانان خپل ځان ونه ويني، پايلې او ثمر ته نه‌شي رسېدلای. افغانان له جګړې ستړي دي، د قبرستان سوله نه غواړي، تاسې هم له شعار تېر شئ او په عمل کې ثابت کړئ، چې د سولې نیت لرئ.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د مذاکراتو په مېز پايلې ته ورسېږي او زیاته یې کړه، په هره موضوع خبرې کېدلای شي، ځکه د جمهوریت لمن پراخه ده، د ملت رایو ته رجوع وکړئ او همدا مو سولې ته رسولی شي.
ولسمشر په پاکستان هم غږ وکړ، چې خپله د لسیزو پالیسي بدله کړي، دا ورته یو فرصت دی، چې خپلواک او سوله‌ییز افغانستان ومني او رښتینې سولې ته غاړه کېږدي.
د سولې اړوند د سیمې او نړۍ اجماع؛
ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د سولې لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع مهمه وبلله او ویې ویل، د سولې لپاره دننه افغانستان، سیمه او نړۍ کې اجماع رامنځ‌ته شوې، د دوی تضمین اړین دی او د لا پیاوړې کولو لپاره یې هڅې رواندې دي.
ولسمشر غني زیاته کړه، د امریکا نوې ادارې سره له نږدې اړیکه کې يو، همدا راز د سیمې او نړۍ هېوادونو سره هم د اجماع پیاوړې کولو لپاره تماسونه لرو.
ولسمشر غني وویل، زموږ ۴۰ زره ځانګړي کومانډو او هوایي ځواکونه له دښمن سره په نښتو بوخت دي، حال دا چې شپږ کاله مخکې به ویل کېدل چې افغانستان به هېڅکله د هوایي ځواک څښتن نه‌شي.
هغه د یو شمېر پروژو د پرانستولو خبره هم وکړه. د نوموړي په وینا، ډېر ژر به د ۸ ملي برنامو طرحې شریکې شي، چې ولس ته به ګټوره تمامه شي:
د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې هره ورځ یوه ملي پروژه پرانیزو او پیل به یې د کمال خان بند څخه وشي.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب