Post Image

په سیاستپوهنه کې یو ډېر جالب بحث دا دی چې خلک ولې سیاسي قدرت ته غاړه ږدي؟ په دې اړه سیاستپوهان بېلابېلې نظریې وړاندې کوي چې هره ډله خپل جالب استدلال هم لري. د بېلګې په توګه یوه ډله سیاستپوهان فکر کوي چې سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه د انسانانو بیالوژیکي مجبوریت دی. دوی د ارستو هغه نظر پسې ځي چې ویلي دي انسان سیاسي (ټولنیز) ژوی دی او له ټولنې پرته ژوند نه شي کولای. دا ډله وايي انسانان د خپل بیالوژیکي جوړښت و فطرت له امله مجبور دي چې د نورو سیاسي قدرت پر ځان ومني او غاړه ورته کېږدي، پرته له دې چې د هغه پر ښه والي یا ناښه والي باندې فکر وکړي.

 یوه بله ډله بیا وايي چې نه، دا استدلال سم نه دی، بلکې سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه د انسانانو اروايي او رواني اړتیا ده. دوی وايي چې انسانان په اروايي لحاظ محبوره دي چې د نورو سیاسي قدرت ته غاړه کېږدي او دا کار د خپلې اروايي تکیې و اشباع په خاطر کوي یا هم کله کله د دې لپاره چې نور ترې راضي و خوښ اوسي. دا ډله د میل ګرام په نوم د یو پروفیسور پر تجربې استدلال کوي وايي چې دغه پروفیسور یو بیچاره شخص (چې په حقیقت کې یې د بیچاره ګۍ تمثیل کاوه) په یوې اوسپنیي څوکۍ کېناوه، او څوکۍ یې په برق پورې وصل کړه، بیا یې له خپلو شاګردانو څخه وغوښتل چې دغه بيچاره شخص ته برقي شارټونه ورکړي. نو هر شاګرد د خپل استاد د خوشحالۍ په خاطر هڅه کوله چې بيچاره شخص ته ډېر شارټونه ورکړي (اصلاً بیچاره شخص د شارټونو اخیستلو تمثیل کاوه، خو شاګردان نه پوهېدل چې برق قطع دی). سیاسي قدرت ته د غاړه ایښودنې د اروايي مجبوریت نظریې پلویان فکر کوي چې د سیاستوالو پلویان په رواني لحاظ په سیاستوالو یا د هغوی په ایډیالوژيو پورې تړلي دي او دوی د همدغې تړلتیا له امله مجبوره دي چې د هغوی سیاسي قدرت پر ځان ومني، پرته له دې چې د ښه یا بد په اړه یې فکر وکړي.

یوه بله ډله له دې دواړه نظریو سره مخالف دي، وايي نه سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه نه د انسان بیولوژیکي مجبوریت دی او نه یې هم اروايي، بلکې دا مجبوریت انسانانو ته له کولتور څخه ورپېښ دی. دوی استدلال کوي چې سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه لکه نورې کولتوري پدیدې، انسانان په ټولنه کې په اوسېدو او ژوند سره زده کوي او انسانان په حقیقت کې له خپل کولتور څخه مجبوره دي چې سیاسي قدرت ته غاړه کېږدي. دوی وايي هماغسې چې انسانان په کورنۍ کې د کورنۍ د مشرانو اطاعت د کولتور د یوې برخې په توګه زده کوي، په ښوونځي کې د ښوونکي اطاعت، په کلي و منطقه کې د کلي و منطقې د مشر اطاعت، په پوهنتون کې د استاد اطاعت، په کارځای او دفتر کې د خپلو مشرانو اطاعت زده کوي، نو دغسې سیاسي اطاعت او سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه هم زده کېږي او انسانان بلاخره مجبورېږي چې له سیاسي قدرت څخه سرغړونه ونه کړي.

څلورمه ډله پوهان د نامعقولیت نظر وړاندې کوي، دوی هم جالب استدلال لري. دوی وايي دمخه یادې شوې نظریې دقیقې نه دي. سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه اصلاً د انسانانو په نامعقولیت پورې تړلې ده. دوی وايي انسانان اصلاً نامعقول یا احساساتي او جذباتي دي. سیاستوال چې کله غواړي پر خلکو خپل سیاسي قدرت عملي کړي، نو دوی په احساساتو او جذباتو راولي، دغه مهال د دوی عقل کښته راځي، نو سیاستوال پرې خپل سیاسي قدرت عملی کوي. دا ډله پوهان خلک د ټانګې د هغه آس په څېر ګڼي چې سیاستوال یې په قمچینې وهي، هغوی د درد له امله خېز کوي، هڅه یې دا وي چې د ټانګوال له قمچینې وتښتي، خو دا چې بګۍ ورپورې تړل شوې، نو نه یوازې چې تښتېدلای نه شي، بلکې بګۍ او بګۍ کې ناست ټانګوال هم په ځان پسې راکاږي. دوی وايی معمولاً سیاستوال په خپلو سیاسي ویناوو کې هغو مسایلو باندې فوکس کوي چې د خلکو احساسات ورپورې تړلي دي. لکه د دین، مذهب، قوم، ژبې ساتنه او پالنه. یا د ښځو او ماشومانو حقوق، کارګرانو ته د کار د زمینو پراختیا او د خلکو د اساسي حقوقو مسایل.  خو سیاستوال دا ټول مسایل د دې لپاره راپورته کوي چې پر خلکو خپل سیاسي قدرت عملی کړي.

یوه بله ډله پوهان د نامعقولیت پر خلاف د معقولیت نظریه لري. دا نظریه ډېر پلویان هم لري او نسبت نورو ته ډېره معقوله هم برېښي. د دې نظريې پلویان وايي په دمخه یادو شوو نظریو کې سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه د انسان په بېلابېلو مجبوریتونو پورې تړل شوې وه، خو حقیقت کې داسې نه ده. انسانان په هېڅ لحاظ مجبور نه دي چې سیاسي قدرت ته غاړه کېږدي. دوی وايي چې دمخه یادې شوې نظریې ټولې د سیاستوالو یو نوعه فریب دی چې غواړي خلک مجبور وښيي، د هغوی اراده نفي کړي، خو په حقیقت کې خلک هېڅ ډول مجبوریت نه لري یا یې باید ونه لري. دوی وايي انسانان معقول و منطقي دي او سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه د دوی په عقل و منطق پورې تړلې ده او په دې کار کې د دوی اراده دخیله ده. دوی استدلال کوي چې انسانان د خپل عقل و منطق پر اساس په یو سیاستوال پسې ځي، د هغه سیاسي قدرت ته غاړه ږدي، خو کله چې هغه د خلکو د عقل و منطق له مخې کږېږي، نو خلک هم سیاسي قدرت ته له غاړه ایښودنې څخه سرپېچي کوي. د معقولیت د نظریې پلویان وايي که ټول انسانان معقول هم نه وي، دا ښه خبره ده چې سیاستوال فکر وکړي چې خلک معقول دي او د دوی تصامیم د عقل په تله تلي. که د منلو وړ وي، مني یې او که د مخالفت وړ وي، مخالفت يې کوي. په دې ډول به سیاستوال خپلو تصامیمو ته دقیق اوسي او همېشه به د خلکو د معقولیت تر فشار لاندې وي.

د حاکمې سیاسي ډلې په مقابل کې اپوزیسیون، آزادې رسنۍ، د مدني ټولنې بنسټونه او په کُل کې عام خلک د معقولیت د اظهار مظهرونه دي. همدا لامل دی چې سیاستوال په خپلو سیاسي تصامیمو کې دوی له ځان سره شریکوي او یا یې هم د مقابل لوري په توګه چې د رد و مخالفت حق ورته حاصل دی په پام کې نیسي. د لارډ اکټن په نوم یو انګرېز عالم ویلي دي: قدرت فاسدېږي او مطلق قدرت مطلق فساد کوي. سیاستوال چې د قدرت د اعمال واګې ورسره دي، که د خلکو پر مجبوریت یا نامعقولیت باوري شي، خامخا فساد کوي. په همدې خاطر زیاتره سیاستپوهان سیاستوالو ته په یوه سترګه ګوري او د هغوی انفرادي ښه والی و بدوالی په پام کې نه نیسي. زیاتره سیاستپوهان د سیاستوالو د قدرت د ناوړه استعمال د مخنیوي او فساد نه کولو لپاره د هغوی په مقابل کې د خلکو ویښتیا، هوښیاري او سترګه ورتوب باندې ډېر تاکید کوي. یو عام نظر د قدرت په اړه دا دی چې قدرت د اوبو مثال لري او اوبه که په هر څومره پاک ځای کې تجمع وکړي، نو بوی کوي. قدرت هم که هر څومره پاک او سپېڅلي شخص ته د اوږدې مودې لپاره وسپارل شي، په بوی و فساد بدلېږي. په همدې استدلال د ولسواکۍ پلویان فکر کوي چې د ولسواکۍ یوه ښېګڼه دا ده چې قدرت په کې د اوږدې مودې یا تل لپاره له یو شخص سره نه پاتې کېږي او لکه د اوبو په څېر که له یو شخص څخه بل ته جریان پیدا کړي، نو د فاسدېدا امکان به یې کم وي.

په اوسني وخت کې چې له یوې خوا د حکومت ډېر کم تصامیم پټ پاتې کېدای شي، او له بلې خوا نسبت پخوا وختونو ته خلک ډېر هوښیار و معقول دي او یا هم د خلکو د هوښيارۍ و اګاهۍ چینلونه هم زیات دي، نو حکومت بایده دي چې پر خپلو تصامیمو ډېر غور وکړي. له بلې خوا خلک بایده دي چې حکومت او سیاستوالو ته دا زباد کړي چې دوی معقول دي، نه مجبور. دوی تر هغې سیاسي قدرت ته غاړه ږدي چې سیاسي قدرت معقول روان وي او کله هم چې خلکو ته د سیاسي قدرت تصامیم نامعقول ښکاري، دوی یې مخالفت کوي او ردوي یې. خلک په دې کار سره کولای شي چې سیاسي قدرت له فساد او کږلېچونو څخه وژغوري او سمې لارې ته یې برابر کړي. ځکه سیاسي قدرت ته غاړه ایښودنه زموږ مجبوریت نه دی، بلکې زموږ معقولیت دی!

دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب