Post Image

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ یو مزاحمتي، سیاسي غورځنګ دی او هېڅکله به پارلماني ګوند نه‌شي.
نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ په ګډون د یاد غورځنګ یو شمېر نورو غړو د دې غورځنګ ګوند کېدو په اړه ناسته کړې ده.
منظور پښتین ویلي، د یادې ناستې په تړاو تر اوسه په ښکاره کوم څه نه دي ورسره شریک شوي او که دا خبره ریښتیا شي له هغه وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.
د راپورنو له مخې یاده غونډه د محسن داوړ،  لطيف افريدي، افرسیاب خټک، بشرا ګوهر او جميله ګيلاني ترمنځ شوې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ګوند کېدو پرېکړه یې کړې ده. 
د مالوماتو له مخې په پرونۍ غونډه کې د ګوند جوړولو پرېکړه شوې، خو لا د جوړ شوي يا جوړېدونکي ګوند اعلانېدو نېټه نه ده ټاکل شوې.
مالومات په ډاګه کوي، چې د راتلونکي سیاست او فعالیت لپاره له ډېرې مودې راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ګوند بدلېدو خبرې روانې دي او له دې خبرو د یاد غورځنګ مشر منظور پښتین هم خبر دی.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب