Post Image

ځایي مسوولین وایي، د يکشنبې له سهار راهيسې وسله‌وال طالبانو چې پاکستاني او چچنیایي اورپکي یې ملتیا کوي د هلمند مرکز څلورمې حوزې سر بېره په نهر سراج، ناد علي، ګرشک او ناوه ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه پيل کړي، لا هم په ځینو سیمو کې سخته جګړه روانه ده، د ښار د څلورمې حوزې او د ۶۰۱ نمبر لويې لارې د نيولو خبرونه هم ورکول کېږي، خو حکومت وايي، له څلورمې حوزې يې تاکتيکي شاتګ کړی او پرې اېښې سيمې به بېرته تر خپل کنټرول لاندې ونيسي.
په هلمند کې داسې مهال جګړه زور اخلي، چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوی د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له يوې مياشتې راهيسې په چنو بوخت دي، تر څو د یوې کړنلارې پر ټاکلو هوکړې ته ورسيږي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.
افغان حکومت او نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې بیا بیا پر طالبانو غږ کړی، چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنې رد کړې او په تېره يوه مياشت کې يې خپلې جګړې ته زور ورکړی دی، چې په هلمند ولايت يې د بهرنيو اورپکو په ملاتړ هجوم نوی اړخ بلل کېږي.
د مالوماتو له مخې، د يکشنبې سهار راهيسې د جګړې له کبله د مرکز لښکرګاه د باباجي، بولان او ځینو نورو سیمو څخه ۴۵۰۰کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې، دوی هڅه کوي، چې د ښار په خوندي سيمو کې ځای پر ځای شي، دا يو بشري ناورين دی، چې زور يې له ولس ايستل کېږي، هغه ولس چې هر ساعت د سولې او ټيکاو راتلو لپاره سترګې غړوي، خو طالبان يې دا هيلې په اوبو لاهو کوي.
 ځايي مالومات په ډاګه کوي، چې اوس مهال هلمند کې تر ۵۰۰۰ طالب جنګیالي فعالیت کوي او  دوی د يوې شديدې جګړې  او د هلمند د بشپړه نيولو تابيا کړې.
په همدې تېره يوه اوونۍ کې طالبانو پر لویو لارو تر ۴۰ پلونو او پلچکونو په بمونو الوزولي، له دې لارې غواړي په جګړه کې د امنیتي ځواکونو د پرمختګ مخه ډب کړي، خپلې جګړې ته لا زور وکړي.
بلخوا ځايي اوسېدونکي وايي، چې خلکو ته ګڼ زيانونه اوښتي، د هلمند ولایت د برېښنا ریاست د مسوولينو په خبره، سیمه کې د جګړې له امله د دوراهي د برېښنا سب سټېشن ته زیان اوښتی او د ياد سب سټېشن ځينې تجهیزات او وسايل هم چور شوي، چې ارزښت يې تر ميليونونو ډالرو رسيږي. دا نو د طالب له لوري له ټولګټو پروژو او تاسيساتو سره ښکاره دښمني ده.
په داسې حساسو شرايطو کې چې طالب د افغانستان د تصرف خوبونه ويني، ولې حکومت، کشفي او امنيتي ارګانونه دومره بېغوره شول، چې طالب يې تر سنګر ور ورسېد او هرڅه يې په لوی لاس تلا ترغۍ کړل. مالومه خبره ده، چې ولايتي مسوولينو په خپلو مېلو او چړچو بوخت دي، دوی هېڅ ډول جنګي او دفاعي پلان نه‌لاره، که ور سره وای، طالب په دومره اسانۍ د دوی تر مرچلونو نه‌شوای را رسېدلای.
لا هم وخت دی، حکومت دې پوره پوره چمتوالی ونيسي، هلمند ورته بېلګه کېدای شي، دا اور تر کندهار، زابل، روزګان او نورو سيمو پورې د غځېدو وېره شته. پکار ده، چې ددې سيمو د خوندي کولو لپاره له وړاندې حکومت چمتوالی ونيسي. په هلمند کې دې داسې ځواب ورکړي، چې د بلې سيمې د نيولو خوب ونه ګوري.
اساسي خبره دا ده، چې طالبان د اوربند ټینګښت ته د خپلې سیاسي ماتې په نظر ګوري، دوی غواړي په خپلو بریدونو عام ولس ۹۰مې لسیزې ته ورستون کړي، په هلمند يې هجوم کټ مټ په جلال اباد د پاکستان يرغل په شان  دی. له وروستۍ شديدې جګړې ښکاري، چې دا ډله د بهرنیو او داخلي تحولاتو ناسم برداشت لري، د سولې بهیر او ملي ارادې ته په کم نظر ګوري.
داسې برېښي، چې طالبانو دا جګړه او هجوم د ګاونډيانو په ملاتړ تر سره کړی او دوی غواړي، هلمند فتح کړي، خو له حالاتو داسې ښکاري، چې طالب وسله‌وال به يوازې د ولس د بې ځايه کېدو او هغوی ته د مالي او ځاني زيانونو پرته بل څه ونه‌لري. په اوسنيو حالاتو کې دا وحشت هسې هم د طالب په زيان دی. که د سولې په روان بهير کې کوم ځنډ او خنډ رامخته کېږي، مسووليت يې د طالب پر غاړه دی، ځکه چې همدا طالب ددې جګړې د غځولو هڅه کوي.
په ټوله کې جګړه او سوله په يو وخت کې نه کېږي، افغان لوری د خبرو لپاره له نهايت خود ګذرۍ او انعطاف څخه کار اخلي. له زندانونو ازاد شوي۵۵۰۰ طالبان اوس د جګړې ليکې ګرمې ساتي او د خپلو عقدو او نفرتونو لوګي له هلمند او د هلمند په څېر له نورو ولايتونو پورته کوي.
 افغان حکومت او مرکچي پلاوی دې د يو وخت لپاره د سولې مذاکرات تر هغه بای کاټ کړي، څو يې طالبان په ريښتينې مانا سولې ته نه وي حاظر کړي او د هغوی له سره يې د افغانستان د فتح خوب نه وي ايستلی. 
پکار ده، چې نړيوال په ځانګړي ډول امريکا له منافقت لاس په سر شي او وښيي، چې په دې حالاتو کې له افغانستان سره دي او که د افغانستان له دښمن سره. پوښتنې دا دي، چې دوی دې جګړې ته ولې د خير په غونډۍ ناست دي؟ دا جګړه حل غواړي او حل يې بايد را وايستل شي، خو په دې ډول يې حل را ايستل، چې په لوی لاس افغانستان پاکستان ته لاس تړلی سپارل کېږي، له تېرو دوو لسيزو لاسته راوړنو او قربانيو سره جفا ده.
دا لینک شریک کړئ

ورته مطالب