د افغانستان ۵۰۰۰ ديني مدرسې معیاري او ګډ نصاب نهلري
افغانیې ته رسېدلي مالومات ښیې، د افغانستان ۵۰۰۰ ديني مدرسې چې د ارشاد، حج اوقاف وزارت اړوند دي، معیاري نصاب نه لري او ګڼ شمېر مدرسې په خپل سرې ډول د هند، مصر، پاکستان، ایران، لبنان، سعودي عربستان او نورو هېوادونو راوړل شوی نصاب تدریس وي.
د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د ارشاد، حج اوقاف او پوهنې وزارت اړوند ۶۱۲۸ رسمي ديني مدرسې ثبت شوې، چې له دې څخه۵۰۰۰ یې د حج اوقاف او ۱۱۲۸ نور یې پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.
د ارشاد حج اوقات وزارت سره په ثبت شویو ديني مدرسو کې کابو ۶۰۰زره زدهکوونکي په لومړینو دینو زدهکړو بوخت دی چې ۱۰۰زرهیې نجوني او ۴۰۰زرهیې هلکان دي.
همدا راز د پوهنې وزارت په ۸۰۱ دديني مدرسو، ۱۱۰دارالعلوم او ۲۱۷دارلحفاظونو کې ۲۰۸۴۹۶ زدهکوونکي زدهکړې کوي، چې ۱۱۵۲۴۳یې هلکان او ۵۳۲۵۳ یې نجونې تشکيلوي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، که څه هم پوهنې وزارت د ټولو ديني مدرسو لپاره واحد نصاب لري، خو د حج اوقاف اړوند هیڅ مدرسه واحد نصاب نهلري.
مالومات ښيي، د لومړنيو زدهکړو اړوند ديني مدرسو د فعاليت جواز د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لوري ورکول کېږي، خو د لوړو زدهکړو جواز به بيا له پوهنې وزارت څخه اخلي. همدا دوه موازي حرکتونه ددې لامل بلل کېږي، چې د واحد نصاب په برخه کې پاتې راشي.
د حج اوقاف وزارت د نشراتو مشر فضل محمد حسیني د یادو مالوماتو په تایید سره وویل، چې د دوی اړوند مدرسو کې ابتدایي زدهکړې کیږي او دوی کوم ځانګړی او معیاري نصاب نه لري، ديني مدرسې د خپلو سلیقو پربنسټ تدریس کوي.
د یاد وزارت مسوولین که څه هم ادعا کوي، چې په داسې طرحېیې کار روان کړی، چې له مخې به یې ټول ابتدایي مدرسو لپاره واحد نصاب رامنځته شي، خو یاد وزارت کې باوري سرچینې افغانیې ته وویل:
« چې تر دې مهاله د مدرسو د واحد نصاب جوړولو لپاره هېڅ کوم طرحه باندې کار نه دی شوی او ان کوم فکر هم ورته نشته.»
له هغه ځایه چې د پوهنې او حج اوقاف وزارتونه پرته له کومې همغږۍ ديني مدرسو ته جوازونه ویشي، نو له همدې کبله په هېواد کې د ټولو شته خصوصي غیررسمي مدرسو کره شمېر په لاس نهشته او نه یې هم کوم وزارت مسوولیت منلو ته تیار دی.
خو د ولسي جرګې غړي بیا د یادو مدرسو د نصاب نشتوالي په تړاو د اندیښنې په څرګندولو وایي، په هېواد کې سلګونه غیررسمي مدرسې فعالیت کوي، چې د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو له خوا مالي ملاتړ کیږي او په افغانستان کې ماشومان او تنکي ځوانان د افراطیت ترویج او د نظام پر ضد پاروي.
اندېښنې دا دي، چې د ډېريو ديني مدرسو د مالي ملاتړ او فعاليت په تړاو هېڅ ډول کره مالومات نه شته، ان دلويو ښارونو په زړه کې داسې مدرسې پيدا کېږي، چې د فعاليت په تړاو يې ګڼې پوښتنې را ولاړيږي.
د ولسي جرګې غړۍ فوزیهناصریار په ديني مدرسو کې له ځوانانو او ماشومانو په ګټې اخیستنې د تروریستي اعمالو د ترسره کولو خبرورکوي او وایي، په ګڼ شمېر مدرسو کې وسلهوال او د نورو هېوادونو ناپیژنده کسان ځای پر ځای شوي دي، چې د حکومت او نظام راتلونکي لپاره لوی ګواښ دی:
« په هرې ولسوالۍ کې په اوسط ډول درې مدرسې جوړې شوې، چې نه یې مالي سرچینې مالومې دي او نه یې د کتابونو د محتوا څرنګوالی نو پکار ده، چې حکومت دغه ډول مدرسې وتړي، ترڅو د ترهګریزو ډلو ځنځیر هم پری شي او په دې ډول به په ټولنه کې د دین د ناسم تبلیغ او افراطیت مخنیوی هم وشي.»
خو د پوهنې او حج اوقاف وزارتونه د رسمي مدرسو له ادرسه د نظام پر ضد او افراطیت تبلیغ ردوي او وایي، چې تر دې مهاله د یادو مدرسو څخه کوم رسمي شکایت نه دی ثبت شوی.
وموغوښتل د غیررسمي مدرسو شمېر په تړاو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو دوی بیا د لېست له شریکولو ډډه وکړه او موضوع یې د حج اوقاف وزارت ته راجع کړه، خو یاد وزارت هم په خپلو څرګندونو کې د یادو مدرسو له موجوديت څخه ناخبري څرګنده کړه.