د فکري ازادۍ او روڼاندۍ تر منځ توپیر څه دی؟
غواړم دا بحث په
دې تعريف پيل کړم، چې کارل گوستا يونگ افکار د بنيادم د شخصیت يو جز بولي. يا په
بل عبارت شخصیت د بنيادم د افکارو، عاداتو او کړنو ټولګه ده. دا بيا اوږد او بېل
بحث دی، چې په راتلونکو کې به پرې خبرې وکړو.
د فکر او نظر ازادي
له هغو جنجالي مسایلو څخه بلل کېږي، چې د مخالفینو/ اپوزیسیون په دې لسیزو کې د
خپلو ادعاوو د پرمختګ لپاره یوه وسیله ګرځولې ده. د دوی ادعاوې، ډېری دا تاییدوي،
چې دوی د ازادۍ او د هغه د ډولونو اړوند بشپړه مالومات/ پوهه نهلري، یوازې د نیوکې
او انتقاد کوونکي تور پورې کوي، چې د ازادۍ سره ټکر کوي او سیاسي ګټه ترلاسه کوي.
د UDHR، د بشريحقونو د اعلامیې ۱۹مه ماده وايي، هرڅوک
د بیان او عقیدې د خپلواکۍ حق لري او په دې کې څوک د مداخلې او مزاحمت حق نهلري.
هر انسان د فکر،
عقیدې، وجدان او دین د انتخاب حق لري، په دې کې انسانان د دين، عقیدې، فکر د بدلون
پوره واک لري. موږ نهشو کولای، په ډاډ سره ووایو، چې مقابل کس څه فکر کوي؟ یا د
څه ډول عقیدې څښتن دی؟ په اسماني کتابونو کې دا خبره هم په بيا بيا راغلې ده. د پل
تارسوس په لیکنو کې لیکل شوي، چې ولې زما (Eleutheria) خپلواکۍ/ازادي باید د بل چا په وجدان قضاوت
شي؟
همدارنګه ويلی شو،
د افکارو ازادي د ډیموکراتیک نظام بنسټ جوړوي، يانې خلک بايد په ځان حکومت وکړي.
مګر د دې مسوولیت د ترسره کولو لپاره خلک بايد په اصولو پوه او خبر وي، ځکه خو
بايد کتابتونونه په مختلفو شکلونو کې د نظرونو او مالوماتو یوه بشپړه سرچینه وي.
فکري ازادي نقض
کول کومه نوې خبره نه ده، دا پدیده له پيړیو پیړیو راهيسې همداسې په خپل حال پاتې
ده. د وخت د جابرو حاکمانو لخوا په پوهانو، فیلسوفانو ډول ډول زور زیاتي کېدل، يو
له هغو د گاليليو ستورپوه کيسه ده، چې په ۱۶۱۰ کې د کوپرنیکس د نظر په ملاتړ کې د
هغه د ساینسي موندنو خپرول چې "ځمکه ثابته نه بلکې د لمر په شاوخوا ګرځي"
ددې لامل شول، چې د کلیسا لخوا تر پوښتنې لاندې راشي. دا لړۍ تر ننه پورې خو په
موډرنه بڼه دوام لري، د بېلګې پهتوګه: د کتابونو، انټرنټي وېبپاڼو، فیلمونو، سندرو،
د لیکوالانو، ایډیټرانو، مجلو، مقالو، نښو، فردي عقایدو بیانول او... سانسور کول
دي.
خو فکري ازادي
یانې په ډاډه زړه د هغه فکر بیانول چې د یو اصل پر بنسټ پرې باور لرې!
روڼاندي څه ته ويل
کېږي، څوک روڼاندی دی؟
روښانتيا فکري
بهير چې په اتلسمه پېړۍ کې یې اروپا راويښه کړه او له همدې ځايه پيل شو، د
روښانتيا دورې روڼاندو او فکري وګړيو ځانونه د يوه داسې ستر خوځښت برخه ګڼل چې د
بشر د ټولو لوړو ارمانونو او وړتياوو ښکارندويي يې کوله او روښانفکري له همدې ځايه
سرچینه اخلي. (روښانتيا، لويډ سپنسر او اندرژ کروز)
د رنسانس په دوره
کې د "روڼاندۍ" مسله او مفهوم په ځانګړې توګه د معاصرې دورې د پوهاوي
سره په نړۍ کې ترټولو مهم او برخلیک کلتوري پېښه ګڼل کیږي. د ظلم، ناپوهۍ، توکم او
مذهب پالنه، توحید، عقیده، ديني/مذهبي ازادي، د ساینسي پوهاوي او انتقادي تفکر لپاره
د درناوي قانون رامنځته کړ. د "روڼاندو" په نوم يوه نوې ډله علمي
بحثونو او خبرو اترو ته پيدا شوه او له نولسمې پیړۍ وروسته د "روڼاندو"
دا ټولګی چې په ورته نوم په ځانګړي ډول د شلمې پیړۍ په پیل کې په اروپا کې میشت و.
په دغه دوره کې د اروپایانو په ټولنیز ژوند کې هر اړخیز بدلونونه رامنځته شول، د
دې نوي تمدن یوه ځانګړنه د علمي، کلتوري او ټولنیزو مسايلو د پېژندگلوۍ پر لور تګ
دی. انسان خپل ځان د خپل چاپېريال پېژندنې په برخه کې وړ وګاڼه او په دې پوه شو،
چې زه يې مخکې له مخکې په خپل کنترول کې راوستلای شم. د رينسانس له کبله د ټولنې
په ټولو مادي او معنوي برخو کې بدلون رامنځته شو، علمي مسایلو ته پاملرنه ډېره شوه،
ځکه تر دې مخکې خلکو ته د مناسبو علمي تگلارو څخه له کار اخیستنې پرته علمي حقایقو
ته لار موندل ناشونې و. د رینسانس په دوره کې فیلسوفانو، روڼاندو، هنرمندانو او
نورو پوهانو د لرغوني يونان د پوهانو له نظریاتو سره آشنايي ترلاسه کړه.(عمومي ټولنپوهنه،
ص۷۷)
په لنډ ډول به
ووايو، چې روڼاندي هغه څوک دي، چې د ټولنې د واقعیت په اړه په انتقادي فکر، څیړنه
او غبرګون ښودلو کې شامله وي او د ټولنې د عادي ستونزو لپاره د حل وړاندیز ولري او
په دې توګه هغه یا د عامه روڼاندتیا په توګه واک ترلاسه کوي. امریکایي اکاډمیک
پیټراچ، سمیت د لاتین امریکا روڼاندي د یو داسې پیژندل شوي ټولنیز ډلې کسان ګڼي،
چې ددې ګډ تجربې لخوا وضع شوي او په دې توګه د ګډ انګیرنې (ارزښتونو او اخلاقو)
یوه برخه شریکوي.[i]
په سلو روڼاندو کې ۹۴ سلنه یې د منځنۍ او لوړ پاړکي خلک او شپږ سلنه نور یې د
کاریګر پاړکي څخه جوړ دي.
خو روڼاندي هغه چاته ویلای شو، چې هرڅه د خپل
منطق سره او پرته له تقلید څخه تحلیل کوي او یا داسې یو متفکر دی، چې د پوهې کچې
ته رسیدلی او په پایله کې د وخت او د ټولنې حالات یې درک کړي دي، ښه استدلال ورته
لري. له همدې امله، د پوهانو ددې تعریفونو سره باید وویل شي، چې روڼاندي ټولنیز
حیثیت لري او حتمي نه ده، روڼاند دې لوستي او یا ساینسپوه وي. په بل عبارت هر
روڼاندی لوستی دی، خو هر لوستی روڼاندی نه دی. د تاریخ په اوږدو کې ثابت شوې، داسې
کسان ځینې روڼاندي حرکتونو کې لاس لري، چې هېڅ ډول زدهکړې يې نهدي لرلې.
د روڼاندۍ اصلي
دنده/رسالت د ژوند یوه پاڅېدنه او د ټولنې د بشپړولو لورته بېول دي.
[i]
The new Fontana dictionary of modern
Thought third edition, A. bullock and S. Trombley, Eds. (1999) p. 433.